د صدقه فطر (سرسايه) وجوب او شرطونه

صدقه فطر (سرسايه ): سرسايه واجب ده او له زکات مخکې د هجرت په دويم کال د شعبان  په مياشت کې کله چې روژه فرض شوه، سرسايه  هم واجب شوه[1].

د سرسايې وجوب:

له يو شمېر احاديثو څخه ثابت دی چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱-عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ.[2]

ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني، لوی، ازاد، مرېيه، نارينه او ښځينه، واجب ده .

په پورتني حديث کې د ” على ” توري راغلي چې د وجوب او لزوم لپاره کارول کېږي او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي دي  چې دا د وجوب او لزوم يو بشپړ څرګند دليل دی، ابن عباس رضی الله عنهما وايي:

۲- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير ذكر أو أنثى حر أو مملوك حاضر أو باد صاع من شعير أو تمر[3]

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو آواز کوونکي ته د آواز کولو امر وکړ چې  له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، نارينه، ښځينه ، آزاد، مرېيه، ښاري او سارايي مسلمان حق او واجب ده .

۳-عن الحسن أن بن عباس خطب بالبصرة فقال أدوا زكاة صومكم فجعل الناس ينظر بعضهم إلى بعض فقال من ها هنا من أهل المدينة قوموا إلى إخوانكم فعلموهم فإنهم لا يعلمون أن رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض صدقة الفطر على الصغير والكبير والحر والعبد والذكر والأنثى نصف صاع من بر أو صاعا من تمر أو شعير[4]

ژباړه: له حسن رحمه الله څخه روايت دی چې ابن عباس رضی الله عنهما په بصره کې د وينا په ترڅ کې وويل: د خپلو روژو زکات اداکړئ؛ نو خلکو يوبل ته وکتل ؛بيا يې وويل : دلته د مدينې له خلکو څوک شته ؟ولاړ شئ خپلو وروڼو ته وروښياست ځکه هغوی نه دي خبر، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  له غنمو څخه نيم صاع او له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر کوچني ،لوی ،آزاد، مرېيه ،نارينه او ښځينه، فرض کړې ده .

د سرسايې شرطونه:

۱- د سرسايې لومړی شرط اسلام دی په کافر سرسايه نشته ځکه دا يو ډول عبادت دی،له همدې امله، له نيت پرته نه اداکېږي او کافر د عبادت وړتيا نه لري .[5]

۲- دويم شرط يې ازادي ده، په مرېيې سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېيی له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.[6]

۳- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی ،ځکه د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي:: لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى ، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى ، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ. [7]

ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د شتمنۍ په حالت کې لازمه ده ،ورکوونکی لاس تر اخيستونکي لاس  غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه .

د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل نه دي شرط؛ نو ځکه پرهر ازاد مسلمان کوچنی وي اوکه لوی ،نارينه وي او که ښځينه، هوښيار وي او که ليونی  سرسايه واجب ده په دې شرط چې دنصاب په اندازه مال ولري او له هر ډول اړتياوو لکه ځای، جامې، د کور سامانونه، سپرلۍ، سلاح او اولاد څخه  زيات وي.[8]

د کومو کسانو لخواچې سرسايه ورکول اړين دي :

کله چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن شي؛ نو د لاندېنيو کسانو سرسايه پرې لازميږي :

الف : د خپل ځان او نابالغو اولادو سرسايه .

ب :  د داسې بالغ ليوني اولاد  چې هغه د نصاب په اندازه مال ونه لري .

ج : پر نيکه د هغو نابالغو يتيمانو سرسايه چې د نصاب په اندازه مال ونه لري .

د : همدارنګه  د بې وزله لېوني پلار سرسايه پر شتمن اولاد لازمه ده .[9]

د کومو کسانو سرسايه چې پرې لازمه نه وي :

سره له دې چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن دی؛ خو د لاندېنيو خلکو سرسايه پرې لازمه نه ده :

الف : پر شتمن تن د روغ مور او پلار سرسايه نه ده لازمه که څه هم د هغوی لګښت يې پرغاړه وي .

ب : د بالغو اولادو سرسايه پر پلار نه ده لازمه  .

ج : پرتره د ورېرو او نورو خپلوانو سرسايه  نه ده لازمه ،که څه هم هغوی بېوزله او نابالغه وي

د : پر مېړه د خپلې مېرمنې سرسايه نه ده لازمه .

که چېرې نوموړي کسان شتمن وو خپله سرسايه به په خپله ورکوي او که بېوزله وو نو له سره سرسايه پرې نشته خو که د دې هر څه سره بياهم يو شتمن تن د نوموړو کسانو له امر پرته له خپله ځانه د هغوی سرسايه اداکړه، اداکېږي .[10] [1]  الفقه الاسلامی وادلته ۳- ۵۳.

[2]  مسند احمد رقم حدیث ۵۹۴۲ .

[3]  المستدرک الهنديه الجزء الرابع بحواله شامله

[4]  سنن النسائي رقم حديث ۱۵۸۰ .

[5]  بدائع الصنائع ۲- ۵۳۲-.

[6]  پورتنی حواله

[7]  مسند احمد رقم حديث ۷۱۵۵.

[8]  الفقه الاسلامی وادلته ۳- ۵۴.

[9]  پورتنی حواله او البحرالرائق ۲- ۴۴۰ ط:مکتبه رشیدیه .

[10]  الفقه الاسلامی وادلته ط: دارالفکربیروت ۳- ۵۵.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب