![د صحاح سته ترمنځه د درجو توپير 3 47 42199](https://wasiweb.com/wp-content/uploads/2020/06/47-42199.jpeg)
د صحاح سته ترمنځه د درجو توپير
په صحاح سته کې درجه بندي څه ډول ده؟
دامت د ټولو علما په اتفاق او يوه خوله يا دجمهور علماء په رايه داحاديثو صحيح کتاب بخاري دى
( ان اصح الکتب بعد کتاب الله تعالى)
او په دې خبره باندې د جمهورو او ټولو علما اتفاق نقل شوى دى
خو د حضرت ابن شافعي څخه يو خبره نقل شوي ده
(لا اعلم کتابا اصح من الموطاء )
زه د موطا څخه بل اصح کتاب نه پيژنم
ددې خبرې ځواب دا دى چې امام شافعي دغه خبره په هغه وخت کې کړې وه چې صحيحين بخاري او مسلم بالکل(بيخي) ليکل شوې نه وو.
دامام شافعي مړينه د هجرت ٢٠٤ کې شوي ده نو ددې څخه څرگنديږي چې د حضرت امام شافعي دمړينې پرمهال دحضرت امام بخاري عمر لس کاله وو .
همدارنگه ابوعلي نيشاپوري څخه روايت دى چې دمستدرک دمولف حاکم استاد دى وايي
ما تحت اديم السماء کتاب اصح من مسلم
داسمان دڅرمن چت لاندې دمسلم څخه اصح کتاب بل نشته.
ددې خبرې هم علماء کرامو ډير ځوابونه کړي دي چې مشهور ځواب يې دادى چې په صحت کې د مسلم غوره والى او د ترجيح مراد او مقصود نه ده بلکې د مسلم دليکلو ښه او غوره ترتيب او ښه نظم په اعتبار سره غوره والى مقصود دى او دغه خبره سهي هم ده.
ځکه چې په ترتيب او ښه سياق اوسباق کې مسلم په رښتنې ډول د ټولو څخه لوړ دى او د يو مضمون ټول روايات په ټولو طريقو او لارو يوځاى په ډير ښه او غوره دسليقې سره يې روښانه او بيان کړي دى. امام نووي رحمه الله هم دمسلم په شرحه کې پر سندونو باندې خبرې کړي او دهر شي سند يې په شد او مد سره روښانه کړى دى ، دامام مسلم دبيان طرز او لارې ستاينه يې کړيده .
په هر حال دبخاري درجه په صحت او قوت کې له مسلم څخه لوړه ده او ددې تاييد له دې څخه هم کيږي چې په بخاري کې (متکلم فيها) روايت له مسلم څخه کم دي.
که څه هم دټولوپه ځوابونو کې ويل شوي دي چې په بخاري کې متکلم فيها رواياتو شمېر ٧٨ دى او په مسلم کې پوره ١٠٠ دى
متکلم فيها روايت هغه ډول رواياتو ته ويل کيږي چې ځينو علماء کرامو پرې اعتراضونه او نيوکې کړى وي او بيا يې نورو علماء کرامو ځوابونه ويلى وي .
هغه روايات چې تخرج يې دواړو کړي وي يعنې متفق عليه وي او متکلم فيها وي د هغه شمير ٣٢ دى نو دمسلم متکلم فيها روايت دبخاري څخه ٢٢ ډير دى
يو دليل يې دادى چې امام بخاري دخپل غوره او صحيح کتاب انتخاب( غوره والى) دشپږو سو زرو (شپږ لکو) څخه کړى او امام مسلم صرف د ٣ لکو څخه انتخاب کړى
دبخاري څخه وروسته دويمه درجه دمسلم ده
له مسلم وروسته دجمهورو علماء په رايه دريمه درجه د ابوداود ده.
خو د سيدالناس( دنيکانو خلکو ) رايه داده چې سنن ابوداود او مسلم دواړه په يوه درجه کې دي
خو دغه خبره دجمهورو علماو څخه خلاف ده
بله دا خبره هم مشهوره ده چې له ابوداود څخه وروسته د ترمذي درجه ده خو د زياترو محقينو څېړنه او تحقيق دادى چې د نسايي درجه له ترمذي څخه لوړه ده.
په دې خبره کې د مولانا محمد زکريا رايه دا ده چې دقياس نفي او قراين همدغه خبره تاييدوي ځکه چې په ترمذي کې داسې روايات چې متکلم فيها دى او پرې ابن الجوزي دوضعې (خود ساخته) حکم لگولى دى٣ دي
او په نسايي کې داسې احاديث چې ابن الحوزي پرې دا ډول حکم لگولى دى ١٠ حديث دى او ځينې مغاريه يا اهل العرب تر دې پورې وايي لکه علامه سخاوي په فتح المعيث کې نقل کوي چې دنسايي درجه دبخاري څخه هم لوړه ده
دوهمه وجه هغه ده چې دهغه واقعې څخه معلوميږي چې کله امام نسايي سنن تاليف کړ چې قوي او ضعيف دواړه روايات په کې شامل وو نو د وخت بادشاه او امير ترې څخه پوښتنه وکړه
اکله صحيح
آيا ټول صحيح دي فقال لا فقال الامير فاکتب منه الصحيح مجرداً فلخص منها الصغرى وسحاة المجتهبى يا المجتهتى.
علامه انور شاه کشميرى رايه داده چې د نسايي درجه دابوداود څخه هم لوړه ده او پر دليل يې دا خبره وړاندې کوي امام نسايي په خپله وايي ما اخرجت فى الصغرى فصحيح؛ مايد صغرى کې ټول صحيح روايات راټول کړيدى .
او ابوداود خپل کتاب په باره کې وايي
ما لم اذکر فيه شياء فهو صالح
ما چې په کوم روايت باندې خبره نه وي کړى نو هغه صالح (سم) دى او داسې روايت په ابوداود کې ډير زيات دي او صالح عام دى صحيح او حسن دواړو ته شامل وي نو ددې څخه معلوميږي چې سنن صغرى نسايي دابوداود څخه افضل دى
دټولو څخه وروسته د سنن ابن ماجه درجه ده او په دې خبره دامت علماوو خپل اتفاق او يووالى ښودلى دى
ځکه چې په دې کې ډير روايات ضعيف دي دحافظ ذهبي رايه داده چې په دې کتاب کې داسې روايات چې دحجت او استدلال وړ نه دي هغه نيږدي زرو(١٠٠٠) ته رسيږي او داسې روايات چې بالکل ساقط الاعتبار دي چې اعتبار پرې نشي کيداى ٣٠ ته نيږدي دي
ابن الجوزي هغه موضعاتو( خودساخته) کې شميرلي دي او حافظ جوزي يوه قاعده کليه وړاندې کړى ده کل ما انفرد ابن ماجه فهو ضعيف
هر هغه روايت چې يواځې په ابن ماجه کې وي نو هغه ضعيف دى.
نوکوم روايت چې په صحاح سته او په نورو کتابونو کې نه وي پر هغه روايت يې دضعيف حکم کړي دى
ليکن حافظ ابن حجر دغه قاعده نه مني او په مطلق ډول له دغې قاعدې سره متفق او يوه خوله نه دى خودغه خبره مني چې په ابن ماجه کې ډير احاديث ضعيف او منکر دي .
حضرت شيخ زکريا د (لا مع ) په مقدمه کې ليکلي دي چې متقدمين علما ابن ماجه په اصولي او مهمو کتابونو کې نه شميره لکه څرنگه چې امام نووي په خپل ليکلي اثر تقريب کې مهم کتابونه پنځه ياد کړي دى يعنې دامام نوي په نزد صحاح سته په ځاى صحاح خمسه دي د بخارى ، مسلم ، ترمذي ، ابوداود او نسايي ابن ماجه هغه نه دى راخستې اول من ضعفه الى الاصول ابن ظاهر المقدسي ابن ماجه په صحاح سته کې بايد اصولو کې ابن ظاهر المقدسي رايه داخل کړي .
ظاهر المقدسي هغه دى چې دوه کتابونه يې( شروط الائمه السته )او (اطراف الکتب السته ) ډير مشهور دي
ځينو علماء کرامو دابن ماجه په ځاى دامام مالک موطا ته( سادس سته) وايې چې زرين بن معاويه په دغه کسانو کې شامل دى
نوموړى په خپل کتاب (تجريد الصحاح ) کې دابن ماجه په ځاى د موطاء مالک څخه احاديث نقل کړي دى
همدارنگه ابن اثير الجزري په (جامع الاصول لاحاديث الرسول ) کې د صحاح سته احاديث يې په (علايي سنن دارمي) کې په سادس سته کې يې شمارلي دي
ابوالحسن سندي وايي چې دطحاوي شرحه( شرح معاني الاثار) دا حق لري چې د صحاح سته و( امهات ) يا اصول هم ورته ووايي
دا وې د صحاح سته ترمنځ درجې چې علماء ورته ټاکلې دي .