
د شیدو په څښلو مو یادداشت پیاوړی کړئ
شیدې یو له هغو خوړو څخه دی چې زیاته اندازه کلسیم لرلو له امله د انسان هډوکو ته ډیر ګټور دی او هډوکي پیاوړي کوي.
خو له پورتنۍ ګټې سربیره یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې دغه خواړه د هډوکو پیاوړي کولو سربیره د اعصابو لپاره هم ډیر ګټور دی او د پیاوړی اعصاب لرلرو لپاره يي استعمالول اړین ګڼل کیږي.
د «امریکن جرنل اف کلینیکل نیوټریشن» په روغتیايي جریده کې کینساس د پوهنتون د اعصابو برخې پروفیسر «ان ینګ چوینګ» او د غذايي برخې مشر پروفیسر «ډبیرا سلیو» څیړنه خپره شوې.
دغې ګډې څیړنې کې ویل شوي چې په اعصابو کې په طبیعي ډول د اکسیډنټ ضد یوه ماده د «ګلوټا تایي اون» تولیدیږي چې د اعصاب خالیګاوې له زیانونو ژغوري.
د څیړنې په جریان کې ویل شوی چې د هغو کسانو په اعصاب کې چې په ورځنۍ ډول درې ګیلاسه شیدې څښې زیاته اندازه «ګولوټا تايي اون» تولیدیږي.
د څیړونکو او نورو روغتیايي کارپوهانو په وینا د شیدې زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او ځینې نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.