د شکرې ناروغي پيژندنه او درملنه
دشکری ناروغي دانسا ن په وجود کی دانسولین دهرمون دنشتوالی او یا دانسولين هرمون دکمبودوالی په صورت کي دانسان په وینه کی دګلوکوز(شکری مواد) په لوړیدوسره دشکری ناروغي منځته راځی.
کله چه موږ غذایی مواد خورو دا غذایی مواد دهضمی سیستم په واسطه هضم کیږی او د دتیزابو(انزایم) په واسطه په وجود کی په شکری موادو(ګلوکوز) بدلیږ او داشکری مواد دوینی جریان په واسطه دبدن ټولوبرخوته دضرورت په اندازه رسیږی او د وجود اساسی دانرژی منابع همداشکری مواد چه وجود د خپل ضرورت په اندازه استفاده ځنی کوی.
کله چه شکری مواد ترخپل نورمال اندازی په وینه کی زیات شی دانسولین هرمون چه دپانقراس په نامه یوه غده ده چه دمعدی دشا په برخه کی موقیعت لری ددی غدی څخه دانسولین هرمون په اتوما تیک ډول ترشح کیږ او په وینه کی ایله کیږ ددی انسولین هرمون مسؤلیت یا دنده داده چه دوینی چڅه اضافی شکری مواد راټوله وی او دوجود په حجرو کی یی ننباسی او د وینی څخه یی مقدار راکموی.
دشکري په ناروغي کي اصلي او اساسي مشکل ټوله د انسولین په هرمون کی دي. دشکری مواد په زیات او یالږ خوړولوکی ندي ځکه انسان که هرڅومره شکری مواد پریوځای وخوری خو چه دپانقراس غده یی سالمه وی او انسولین هرمون تولید او ترشح کړی مشکل نه ورته پيداکوي ځکه انسولین هرمون چه هرڅومره لوړه شکره(ګلوکوز) په وجود کي وي کنټرول کولای يي سی.
کله چه په انسانانو کی د پانقراس غده خراپه سی انسولین هرمون تولید نکړي او یا د زیات چاغوالی په سبب دانسولین په مقابل کی مقاومت پیداسی او انسولین ونه توانیږی چه څپله دنده په ښه توګه سرته ورسوی پدي صورت کي د شکری ناورغي په وجود کي راپيداسي.
دشکري ناروغي په دوه ډول سره جلاکیږی .
اول ماډل شکری ناروغی ( Type I diabetes )
- په ځوان نسل کی پیداکیږ عموما چه عمر يي تردیرش 30 کلنی کښته وي پیداکیږی خوصوصا په ما شومانو اوځوانه طبقه کی.
-
اساسی مشکل د پانقراس په غده کی دي يعني تقريبا%۹۰ خرابوالی موجود وې او انسولین نه تولیدوی یعنی دانسولین ترشح په غده کی نه وی .
-
شکره په ناڅاپه ډول جگيږي او ډیره ګړندی (چابکه) مخ پرپورته روانه وی.
نښی نښانی يي:
* په زیاته اندازه تنده کوی او تږی کږی
* دمتیازو (ادرار)په اندازه کی یی زیاتوالی راځی او ژر ژر متیازو ته ولاړیږی
* خستګی(ستړیا) موجوده وی
* دسترګو کمزور والی موجود وی اوشیان په خاکی شکل ورته معلومیږی
* په لنډ وخت کی د وجود وزن دلاسه ور ورکوی
* بعضی وختونه میکروبونه په دیر اسانی سره تاثير پر ښکاره کوی اوپه اساني سره يي ناروغ کوي
سببونه يي:
- دپانقراس په غدی پوری مربوط عواملونه لکه ویروسونه،باکتریاوی،کمیاوی مواد…..
- په ارثی ډول هم پیداکیږی مثلا
چه ورور یی شکره وی احتما ل %۵
چه پلا ریی شکره وی احتما ل %۶
چه موریی شکره وی احتما ل %۲
چه پلا راومور یی دواړه شکره اخته وی احتما ل %%۳۰
دناروغي تشخیص ډیراسانه او ساده دی د درو ورځو په اوږدوکی هره ورځ په مختلف وختونوکی په وږی نس یعنی تر ۸ ساعته لوږی وروسته یی دوینی شکره اندازه که که یی مقدار په هرځل 126mg/dl او پورته وی نوشخص دشکری په مریضی اخته دي
تداوی:
- دانسولین هرمون تداوی
- غذایی پرهیز
- فزیکی تمرین(سپورټ)
دوهم ماډل شکري ناروغي: ( Type II diabetes )
- ترڅلویښت کلنی وروسته پیداکیږی
- په چاغو انسانانوکی پیداکیږی
- په کرار کرار (اهسته) سر ه پیداکیږ
- په ارثی(میراثی) ډول هم پیداکیږی
نښی نښانی:
- دمتیازو (ادرار) زیاتوالی
- دژبی اوخولې وچوالی
- دلوږی حس ورسره وي
- وچ اوخارش ناکه پوستکی وي
* ټپونه او زخمونه يي ژر نه جوړیږي
سببونه:
- چاغوالی
- ارثی(میراثی)
- هغه ښځی چه تر ۴.۲ کیلوګرام غټ ماشوم ځیږوی
- حا مله توب
حا مله ښځي بايد دحمل په ۲۶-۲۴ هفته کی یوځلي دشکری کنټرول وکي ځکه پدغه وخت کي يي احتمال لوړ وي.اما د حامله توب شکره تر تولد وروسته ورکیژی خو د حامله توب وخت کی یی کنترول ضروری دی
تداوی:
د دوهم ماډل شکری ناروغي تداوی اسانه ده انسان کولای شی په لږمجادله سره د ناروغي څخه ځا ن وژغوری طریقه یی په لاندی ډول ده
- منظم فزیکی تمرین(سپورټ)
- غذایی پرهیز
- دلوړفشار سره مبارزه
- دوزن کموالی .
که چیری په پورته طریقو کنټرول نه شوه نو بیا دواګانی ورسره استعمال کیږی( Metformin )
دشکری ناروغي خطرات او راتلونکی عواقیب:!
که چیری دشکری ناورغي سره مبارزه ونه شی او توجع ورته ونشي او روزانه د شکری کنټرول ونه وکی نو د میاشتو او کلونوپه په اوږدوکی به یی عواقیب په لاندډول وی
اول: دشکری ناروغي دسترګو کوچنی او نازک رګونه تخریب کوی او د سترګو د ړندیدو سبب ګرځی
دوهم: دشکری ناروغي دپښتورگو په رګونو اوکانالونو زور راوړی او تخریب کوی په نتجه کی پښتورګی خپل فعالیت له لاسه ور کوی او دانسا ن دمرګ سبب کیدای شی ځکه پښتورګی ډیره ستره دنده لری هغه دنده داده چه په ورځ کی 180 یو سلو اتیا لیټره وینه تصفیه او فلټر کوی نو که دا پښتورګی دمنځه ولاړشی نقصان به يي هم ډیر غټ وی
دریم: دشکری ناروغي دوخت په تیریدوسره د وجود عصبی رشتی اورګونه تخریب کوی په پښوکی دبی حسی سبب ګرځی او دشکری ناورغي په پښوکی ژور تور غټ غټ ټپونه پیداکيږی دعصبی رشتیو په تخریب سره دټپو هيڅ درد نه احساس کوی حتی بضی وخت چه پښه يي په اور وسوځی لا د درد حس نه وی ځکه عصبی رشتی تخریب شوی وی.
څلرم : د شکری ناروغي د زړه رګونه تخریب کوی او د زړه ناروغي سبب ګرځی .
پنځم : دشکری ناروغي د پښو رګونه تخریب کوی چه د ژورو ټپو او پړسوب سبب ګرځی
يادونه: دشکری ناروغ اکثره وختونه لږ نارامه عصبانی او په اسا نی سره قهر او خوسه ورځی له دي خاطره باید همیشه دهغه په مقابل کی حوصله وکړو او خپله حوصله له لاسه ورنکړو د هغه خیال وساتو او روحیات ورقوي کړو مرسته ورسره وکړو چه ناروغي په مقابل کی غښتلی مقاومت ښکاره کړي.
ليکنه: داکتر عبدالصمد نظري