د شيخ ابوالحسن علي الندوي ژوند او کارنامې
شيخ ابوالحسن علي الندوي هغه پيژندل شوې څيره ده چې د ارزښتناکو کتابونو او په زړه پورې تاليفاتو له امله په خپله زمانه کې او تر نن ورځې پورې ډير مينه وال لري .مونږ دلته د ده د ژوند ځينې نه هيريدونکي مواقف او در يځونه ستاسې مخې ته ږدو.
ابوالحسن الندوي په 1332 هـ ق کال دهند د رايي بريلي ايالت د تکيه په کلي کې زيږيدلى دى په دارالعلوم هند (ندوة العلماء) کې د خپلو زده کړو سرته رسولو نه وروسته په لاهور کې د شيخ احمد علي لاهوري په مدرسه کې شامل او د تفسير په علم کې يې تخصص حاصل کړ.د فراغت نه وروسته يې د يو زيرک، با احساسه او نشيط داعي په توګه د هندوستان په دننه او بهر کې تبارز وکړ او دڅو اسلامي او علمي مؤسسوپه تاسيس کې يې فعاله ونډه درلوده چې د ( المجمع العلمي بالهند) او (رابطة الادب الاسلامي) يې د يادولو وړ دي.
له دې پرته نوموړي د ( مجمع اللغة العربية دمشق) (دارالعلوم ديوبند ) او د آکسفورد د اسلامي ښوونو د مرکز د اجرايوي مجالسو غړيتوب هم درلود.
نوموړی د مسلمانانو د مشهورو علماوو څخه ګڼل کيږي او د اسلامي فکر په خپراوي او ويښتابه کې يې پراخه ونډه درلوده چې ښکاره بيلګې يې د ده مرحوم ارزښتناک کتابونه دي چې ځينې يې دلته ذکر کوو.
١-ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين
٢-موقف الاسلام من الحضارة الغربية
٣-السيرة النبوية
٤-من روائع اقبال
٥-نظرات في الادب
٦-من رجالات الدعوة
٧-قصص النبيين اوداسې نور
چې ټول تاليفات او ترجمې يې ٧٠٠ عنوانونو ته رسيږي ، په دې کې ١٧٧ يې په عربي ژبه دي اوپاتې يې په اردو ژبه دي.چې ځينې يې عربي ، انګليسي، فرانسوي، ترکي، بنګالي، اندونيزيايي، پښتو او فارسي اونورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي
شيخ ندوي د هند نه بهر زيات دعوتي سفرونه کړي،په پوهنتونونو، کنفرانسونو او سيمينارونو کي يي ويناوې او درسونه وړاندې کړي دي . په کال ١٩٦١ م کي د ندوة العلماء د رياست منصب ورپه غاړه شو چي د ژوند تر پايه ورسره و.
ابوالحسن الندوي په علمي او دعوتي ډګر کې ډېرې جائزې ګټلي چې داسلام دخدمت په وياړ د ملک فيصل نړيواله جائزه يې د يادولو وړ ده .
وتلی داعي محمد الغزالي رحمه الله د ده په هکله وايي (( د اسلام خدمت هميشه با احساسو او د ويښو ضميرونو خاوندانو کړيدى هغه زړونه چې احساس او درد ونه لري د اسلام خدمت نه شي کولاي. وروسته وايي مونږ د شيخ ندوي په کتابونو او رسائلو کي ګورو چې نوې ژبه او تازه روح لري او داسې شيانو ته يې پام اړولې چي مونږ ورته نه يو متوجه شوي ، د ده رسائل انساني فکر هغه موقف خواته اړوي چې ربعي بن عامر د فارس د قائد رستم په وړاندې بيان کړى ؤ، هغه موقف چې اسلام يي په څو وړو داسې کلماتو کې بيان کړى ؤ چې د اسلام د اهدافو او موخو پوره ترجماني يي کوله او هغه دا چې (( الله تعالى مونږ د دې لپاره راليږلې يو چي خلک د بندګانو د بندګۍ نه د يوالله بندګۍ ته راوباسو او د تنګې دنيا نه يې پراخې دنيا ته راوباسو او د اديانو د ظلم نه يې د اسلام عدل ته راواړوو )) ابوالحسن ندوي څومره چي زه پيژنم لومړنې شخصيت دى چې مونږ يې د دغه کلماتو او دريځ په ارزښت پوه کړو ،وروسته نورو ليکوالانو دده خبرې توضيح کړي او خپرې کړې دي))
وتلې داعي او عالم دکتور يوسف القرضاوي د ده په هکله وايي:
((شيخ ندوي د نورو علماوو په نسبت پنځه ځانګړتياوې درلودې او هغه دا چې هغه رباني ، اسلامي ، قرآني ، محمدي او نړيوال شخصيت ؤ رباني په دې معنى چې هغه يو باعمله او خلکو ته خير رسوونکی عالم ؤ.
اسلامي په دې معنى چې ټول ژوند يې د اسلام لپاره ؤ د ده عمل ، حرکت ، سفر، ليکنې ، جهاد،هلې ځلې او کوښښونه د دې لپاره وو چې اسلام قوت ومومي او د اسلام د بهرنيو دښمنانو مقابله دې د افرادو د تربيې له ليارې وشي ځکه همدوى د مسلمانې ټولنې د بنسټ ډبرې دي .او قرآني په دې معنى چې قرآن د ده د دعوت لومړنۍ مصدر ؤ چې دې ترې خړوبه کيدلو، جواهر او مرغلرې يې ترې راويستلې او د هغې په رڼا کې يي ژوند تيراوه . او محمدي په دې معنى چې هغه يوازې دا نه چې د پيغمبر د نازولي لمسي امام حسن د اولادې نه ؤ ځکه ډير حسنيان او حسينيان شته چې عملونه يي د نسب سره په ټکر کې وي ( ومن ابطا به عمله لم يسرع به نسبه) (د چا چي عمل سست وي نسب يې نشي ګړندی کولای ) بلکې ده پيغمبر د خپل ځان لپاره په اخلاقو، کردار، ګفتار او ټول ژوند کې قدوه ګرځولې ؤ او د هغه سيرت يې د ژوند په ټولو اړخونو کې عملي کولو، هغه د خلفو په زمانه کي د سلفو په څير ژوند کاوه او نړيوال په دې معنى چې د ټولې نړۍ دمسلمانانو غم ورسره ؤ او ټولو ته منلی شخصيت ؤ))
د شيخ ابوالحسن ندوي ژوند د علماوو او دعوتګرو لپاره ډير درسونه او عبرتونه لري
شيخ يوسف القرضاوي وايي ((ماته ښه ياد دي چې کله دی قطر ته راغلې وو او د خپل دارالعلوم ندوة العلماء د اقتصادي مشکلاتو په هکله يې خبرې وکړې نو ځينې ورونو ورته مشوره ورکړه چې دلته به د ځينې شيخانو او لويو تاجرانو سره وګورو، د ددارالعلوم حالات به ورته تشريح کړو او څه مرسته به ترې وغواړو نو په ځواب کې يي وويل:
((زه دا کار نه شم کولاى )). ملګرو ورته وويل: ولې؟ ويې ويل: دا قوم ناروغ دى او ناروغي يې د دنيا محبت دى او مونږ د دوى د ډاکترانو حيثيت لرو ، هغه ډاکتر به څرنګه د داسې ناروغ درملنه وکړي چې هغه ته يې د سوال لاس اوږد کړی وي.يعني هغه څه ترې غواړي چي په حقيقت کې ناروغي ده(دنيا). مونږ ورته وويل: ته خو دا د ځان لپاره نه غواړې د دارالعلوم د استاذانو او شاګردانولپاره يې غواړې نو ويې ويل : دا خلک ددې توپير نه شي کولاى چې زه يې د چا لپاره غواړم ځکه غوښتونکې خو زه يم .
بيا مو ورته وويل: داسي وکړه چې د رمضان وروستۍ لسيزې پورې ايسار شه مونږ به يې درته وغواړو نو ويې ويل: په وروستۍ لسيزه کې زما نور پروګرامونه دي زه نه غواړم چې په هيڅ صورت هغه قضا شي وروستۍ لس ورځې يو ښه فرصت وي چي انسان د الله سره په کې اړيکې ټينګې کړي، مونږ پوه شو چې د سړي د الله سره ځانګړې رابطه شته چي په هيڅ صورت يې قطع کول نه غواړي .
هرچاته منلې شخصيت
شيخ ابوالحسن الندوي د معاصر تاريخ له هغو دعوتګرو څخه ؤ چې هر چاته د منلو وړ شخصيت ؤ او دا اندازه د ده د ارزښتناکو کتابونو ، رسالو او په زړه پورې ويناګانو نه لګيږي چې عربو او عجمو لوستي، اوريدلي او خاصو او عامو ترې ګټه پورته کړې ده .د ده دعوتي او علمي سفرونه ، ډول ډول هلې ځلې او فعاليتونه او هغه تاليفات چې د خلکو لخوايې دومره استقبال وشو چې زيات شمير يې څو څو واره چاپ شو او ځينې يې لا نورو ژبو ته هم وژباړل شول دا د الله تعالى لورينه ده چې په چا وشي .او دغه مرتبې ته رسيدل د هغه پوهې ،عقل.،اخلاص، حکمت او استعداد پر بنسټ و، چې الله ده ته وربښلې ؤ .
الله تعالى فرمايي: {وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا}
ژباړه:او چاته چې الله تعالى حکمت او پوهه ورکړي نو په تحقيق سره لوى خير ورپه برخه شو.
حکمت د دعوت له لومړنيو وسايلو څخه ګڼل کيږي .الله تعالى فرمايي: {ادْعُ إِلِى سَببيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ}
ژباړه: دخپل رب لوري ته په حکمت،او ښې موعظې خلک راوبله .
که مونږ د ده ژوند مطالعه کړو نو وينوچې کټ مټ همدغه منهج ېي خپل کړی دى، د نرمۍ په ځاى کې يې نرمي او د سختۍ په ځاى کې يې سختي کوله.
دکتور يوسف القرضاوي په دې هکله وايي:(( يو داعي بايد په شپږو علمونو کې پوره پوهه ولري چې هغه د ديني ، لغوي، تاريخي، انساني، علمي، او واقعي ثقافت څخه عبارت دى)) او شيخ ندوي ته الله تعالى له دغو شپږو واړو ثقافتونو نه پوره ونډه ورکړې وه ..
ژوندى زړه
برسيره پر دې شيخ ندوي د يو ژوندي زړه اوګرمې عاطفې خاوند ؤ، په دين مين يو داسې ځليدونکی څراغ وو، چې کله هم نه تتيده.او يو داعي بايد همداسې ژوندی زړه او ګرمه عاطفه ولري ځکه د داسې زړونو خاوندان په خپلو اوريدونکو او لوستونکو باندې لويه اغيزه کوي او دا ځکه چې د زړه نه راوتلې خبره زړه ته ننوځي او کومه خبره چې يوازې د خولې نه راووځي او د زړه نه نه وي هغه بل زړه ته څه، چې غوږونو ته هم نه رسي، په عربو کې متل دى چې په پردي مړي د وير کوونکې ښځې او د خپل ميړه پسې وير کونکې کونډې وير برابر نه وي بلکه ډير توپير لري
د ژوندي زړونو خاوندان د الله لپاره ژوند کوي د هغوى محبت، شوق، اميد او ويره له الله نه وي، د آخرت له حسابه ډاريږي د الله د رحمت په اميد ژوند کوي، يوازي د خپل ځان غم نه بلکه د ټول امت غم ورسره وي په درد يې دردمند او په سوکالۍ يې خوشحاله وي او همدغه د امت غم ؤ چې د امت په درد دردمند شاعر علامه اقبال اشعار به يې په هره وينا او محاضره کې داسي زمزمه کول تا به ويل چې دا يې خپل اشعار دي او همدا ډول يې د همده په څير د ژونديو زړونو خاوندانو لکه حسن البصري ، امام غزالي. عبدالقادر جيلاني، ابن تيميه او شيخ سرهندي او امام حسن البناء يادونه تل کوله .
ښکلې اخلاق
شيخ ندوي ته الله تعالى سپيڅلې او عالي اخلاق ورکړي وو چې ده ته يې د خلکو په زړونو کې ځاى وربخښلې ؤ. الله تعالى د خپل پيغمبر مدح بيانوي او فرمايې{وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم:4] ته د عظيمو او لويو اخلاقو څښتن يې.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل رسالت مقصد بيانوي او فرمايې [إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق] زه ددي لپاره راليږل شوی يم چې خلکو ته د ښو اخلاقو تعليم بشپړکړم . چاچې د شيخ ندوي سره لږه ناسته پاسته هم کړې دغه عالي صفت يې په کې درک کړی او ويلي يې دي چې يقينا دی د هغه څه پوره مجسمه ده، کوم لوري ته چې خلک رابلي د ده کړه وړه د ده د دعوت هنداره وه او يو داسې شخصيت ؤ چې په باطن او ظاهر کې يې هيڅ توپير نه تر سترګو کيده، نرمي ، شجاعت ، عفو ، سخا، حلم ، صبر ، ميانه روي، تواضع ، زهد ، جديت.، رښتينولي ، اخلاص، د غرور او تکبر نه لرې والی، اميد، ثقه ، توکل، يقين، د الله نه ويره او مراقبه او نور رباني صفات هغه سپيڅلي صفات دي چي شيخ ندوي يې نمونه وه .
حقيقي داعي هغه دی چې خلک د هغه په ليدو، د هغه د خبرو نه زيات اغيزمن شي وايي چې کله نا کله سړى د يو با عمله داعي په ليدو د زرو داعيانو د وينا نه زيات اغيزمن کيږي او موجوده زمانه کې خو د ډيرو دعاتو دا ناروغي ده چي په قول او عمل کې يې توپير ليدل کيږي، د هغوی سيرت د هغوى د دعوت سره په ټکر کې وي، کړه وړه يې يو څه او پيغام يې بل څه وي او د الله تعالى د دې قول مصداق ګرځي . {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ*كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ} [الصف: 2،3]. اي د ايمان خاوندانو ولې هغه څه وايئ چي پخپله يې نه کوئ څومره لويه ګناه ده چې په خوله يو څه وايئ او په عمل کې بل څه کوئ.
سمه عقيده
شيخ ندوي د اهل السنة والجماعة د سمې عقيدې څښتن ؤ، د شرک، قبرپرستۍ او د هغو باطلو عقايدو، خرافاتو او بدعاتو پر خلاف ؤ کوم چې په هند کې د مسلمانو ټولنو په منځ کې رواج وو . شيخ د يوې داسې پخې عقيدې څښتن او داعي ؤ چې خالص د الله تعالى پر توحيد بناء او د هر ډول شرکي ګردونو څخه پاکه وه . په آخرت يې داسي ژور يقين ؤ چې هيڅ ډول شک ورته نشو داخليدى ، د داسې ايمان خاوندؤ چې هيڅ ډول تردد او وهم ورته لاره نه شوه پيدا کولاى ، په قرآن او سنت يې پوره اعتماد وو او همدا يې د خپلې عقيدې، اعمالو او اخلاقو لپاره مصدر ګرځولى ؤ.
د شيخ ندوي فکري او دعوتي هلې ځلې
دکتوريوسف القرضاوي د شيخ ندوي د فکري او دعوتي هلو ځلو مهم اړخونه بيان کړي چې لنډيز يې مونږ دلته ذکر کوو:
د ماده پرستۍ سره مبارزه
د ماده پرستۍ پر ضد مبارزه او د ماديت په وړاندې د مسلمان عقيده او ايمان پخول، د استاذ ندوي د ليکنو مرکزي او محوري ټکي و، د ده کتابونه او رسايل د همدي فکر نه ډک دي او په ځانګړې توګه د ايمان او ماده پرستۍ ترمنځ اخ او ډب يې په خپلو دغه دوه کتابونو( ماذا خسرالعالم …او الصراع بين الفکر الاسلامي و الفکرة الغربية) کې ډير ښه انځور کړی دی.
په عقل باندې د وحې وړاندې والی
د استاذ ندوي د ليکنو بل محور د عقل پالنې له فتنې څخه د خلکو خبرول دي ، استاذ ندوي د ا په ډاګه کړې ده چې وحى هغه يوازينۍ مصدر دى چې ددين حقايق او احکام تري اخيستی شو، که هغه عبادات ، عقايد دي او که اخلاق. هغه دا څرګنده کړې ده چې د نبوت رڼا د عقل له رڼا نه ډيره روښانه ده او د وحى په مقابل کې عقل او فلسفه ډيره نيمګړې او نا چله ده ، تردي چې علم کلام او ديني فلسفه هم که په دغه ګرداب کې ولويږي د وحى په مقابل کې د منلو وړ نده دغه فکر مونږ د ( النبوة والانبياء في ضوء القرآن) او په ( الدين والمدينه) نومې کتابونو کې کتلاى شو.
دقرآن کريم سره کلک تړاو
شيخ ندوي د قرآن کريم سره کلک تړاو درلود ځکه هغه په دې عقيده ؤ چې قرآن د عقيدې او شريعت بنسټ او د ژوند نظام دى که چا د شيخ کتابونه لوستلې وي نو ليدلي به يې وي چې هغه په هر ځای کې په آيتونو استدلا ل کړی دی، او د آيتونو په فهم کې ځانګړې ذوق لري له دې برسيره نوموړی د لکهنو په دارالعلوم کې څوکاله د تفسير او علوم القرآن استاذهم پاتې شوی دى.
دسنت او سيرت سره کلک تړاو:
استاذ ندوي په دې مفهوم هم ټينګار کړی دی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت د قرآن کريم شرح او نبوي سيرت د قرآن عظيم الشان عملې او تطبيقې نمونه ده ، دا مفهوم حضرت عايشې په ډيره لنډه جمله کې بيان کړی دی، فرمايې: ( کان خلقه القرآن) د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرآن و، بل پلو ته استاذ ندوي دا خبره هم په کلکه ذکر کړې ده چې د رسول الله ژوند د ټولو مسلمانانو لپاره د ژوند په هر اړخ کې بيلګه دی، استاذ ندوي چې د سيرت په اړه کومې ليکنې کړې دي ، هلته يې په همدې دوه مفاهيمو ټينګار کړی دی.
جوړونه، نه نړونه :
شيخ ندوي هميشه د جوړونې او يو والې په هڅه کې ؤ نه د نړولو او بيلتون . هغه په دې اړه د حسن البناء رحمه الله په څير ؤ ځکه د هغه شعار ؤ چې مونږ جوړول کوو نه نړول،يووالې راولو نه جداوالې، نيزدي والې راولو نه ليرې والې او په دي هکله زرينه قاعده لري چې:”نتعاون فيما اتفقنا عليه، ويعذر بعضنا بعضًا فيما اختلفنا فيه” ” په اتفاقي شيانو کي به يو له بل سره مرسته کوو او په اختلافي شيانو کې به يو بل معذور گڼو” شيخ ندوي هم کټ مټ همدغه اسلوب خپل کړې ؤ په جزئي اختلافي مسائلو کې نه داخليده او همدا ډول که به يې په کومه مسئله کې اختلاف هم درلود، نو نرمه لهجه او پسته ژبه به يې استعمالوله ، دا په دې معنى نه چې هغه به د دين په معامله کې د تساهل نه کار اخيست يا به د باطل په مقابل کې چپ پاتې کيده بلکه سالم نقد او نيوکه به يې هم په احسنه طريقه کوله تر څو په امت کې تفرقه پيدا نه شي.
جهادي روحيه
د شيخ ندوي په ليکنو کې د اسلام نه دفاع او په جهادي روحيه د امت تربيه کول، او د اسلام په لار کې د هر ډول قربانۍ او سرښندنې جذبه پيدا کول له ورايه ښکاري . بزدلي ، وېره ، ، دنيا پرستي او له مرګ نه ډاريدل يې غندلي او دا يې د امت د ضعف او زوال لامل ښودلې . که چا د ده د (( ماذا خسر العالم….او اذا هبت ريح الايمان)) کتابونه لوستلي وي نو دا حقيقت به يې خامخا درک کړی وي.
د غربي تمدن او معاصر جاهليت غندنه
شيخ ندوي د لويديځ تمدن او د هغې د ناوړو اهدافو نه پرده پورته کړې او په واضحه ټکو کې يې څرګنده کړې چې دا تمدن د رومي او يونانې تمدنونو نه سرچينه اخلي او هغه خلک يې سخت ټکولي چې په پټو سترګو د دوى تقليد کوي او هغه يې هم غندلي چې غربي تمدن له مخې ردوي بلکه په دې هکله يې هغه موقف ستايلې چې د غرب نه روا وسايل واخلئ او اهداف يې پريږدئ . دغه فکر مونږ د ده په کتابونو ((حديث مع الغرب او ماذا خسرالعالم … او الصراع بين الفکر الاسلامي …) کې موندلاى شو.
د جاهلي تعصباتو غندنه
شيخ ندوي مونږ ته اسلام د يو نړيوال دين په حيث راپيژني او د ګردې نړۍ مسلمانان يو دبل ورونه ګڼي او په دې اړه هرډول قومي ، ژبنيز ، توکميز، تعصبات په کلکه غندي او په دې لحاظ يو پر بل برترې او جګړې کولو ته د جاهليت په توګه ګوري، خو سره له دې بيا په مسلمان امت کې د عربو د اهميت او ډيروالي نه انکار نه کوي او په عربو غږ کوي چې ويښ شئ، پاڅيږئ ، خپل رسالت سرته ورسوئ او د اسلام له مبارک دين نه دفاع وکړئ. په دي اړه د ده کتابونه (( اسمعوها مني صريحة ايها العرب)) (( اسمعي يا مصر)) ((اسمعي يا سوريه)) (( اسمعي يا زهرة الصحراء )) [ کويت تري مراد دى] د يادولو وړ دي.
دختم نبوت د عقېدي نه دفاع :
دشيخ ندوي په زمانه کې د قاديانيت فتنه راپورته شوه او په ډيره تيزې سره د هند په نيمه وچه کې خپره شوه نو شيخ په ځان فرض وګڼله چې په دې اړه کار وکړې او دقاديانيانو کرغيړنه څيره خلکو ته وروپيژني او دخپلې عقيدې نه دفاع وکړي.، په دې اړه يې کتابونه وليکل، مقالې يې نشر کړې چې ( النبوة والانبياء)) (( النبي الخاتم)) او په ځانګړي ډول د(( القادياني والقاديانية)) کتاب دی چې قادياني فکر يې په کې خلکو ته ورپيژندلی چې دا د انګريزي استعمار يوه لويه حربه وه چې غوښتل يې مسلمانان د خپل اصيل دين نه منحرف کړي خو شيخ په دغه مهال د مولانا مودودي په څيرخپل مسئوليت وګاڼه چې په دې اړه جدې کار وکړي تر دې چې شيخ د هغوۍ ناولې او شومه څيره خلکو ته وروپيژنده چي هغوی غواړي خلک د انګريزانو پيروۍ او اطاعت ته راوبولي، دجهاد نوم ورک کړي او په قرآن کې تحريف وکړي ، شيخ دغه حقايق په خپل کتاب کې د همدوی له مصادرو نه مستدل بيان کړي دي.
د اصحابو کرامو فضيلت او له هغوی نه دفاع:
شيخ ندوي په خپلو ځينو تاليفاتو کې د دې امت د لومړني دور اصحابو کرامو فضائل بيان کړي او دهغوی نه يې په کلکه دفاع کړې ده ، هغه صحابه چې د پاکو زړونواو ژور علم خاوندان ؤ، الله تعالى د خپل پيغمبر دصحبت لپاره غوره کړي ؤ، هغه چې الله تعالى په خپل مبارک کتاب کې څو څو ځايه ستايلي دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو مبارکو احاديثو کي د هغوی فضايل بيان کړي دي ، هغوی په نبوي مدرسې کي هغه روزل شوي شاګردان ؤ، چې قرآن او سنت يې په ټوله نړۍ کې خپور کړ، هغه چې الله تعالى يې په هکله فرمايې : {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ}
ژباړه: (( او همدارنګه ګرځولې مو يې تاسې غوره امت چې ګواهان شې په خلکو باندې، او فرمايي: {كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاس) ژباړه: (( تاسې بهترين امت ياست چې د خلکو د ښْيګڼې لپاره ويستل شوي ياست…
د صحابه کرامو دغه دلمر په څير روښانه او سپيڅلې څيره چې د ځينو شيعه او روافضو لخوا په خپلو عقايدو او ليکنو کي خورا زياته ککړه ښودل شوې او پر هغوی يې طعن او لعن پورې کړی ، شيخ ندوي په خپله رساله(( صورتان متضادتان)) کې د روافضو دغه شومه ، کرغيړنه او په باطل ولاړه عقيده خلکو ته روښانه کړي ده .
د فلسطين قضيې ته ځانګړې پاملرنه
د فلسطين مسئله يوازې د فلسطينيانو او عربو مسئله نه ده بلکې د تولو مسلمانانو شريکه غميزه ده ، په کار ده چې په دې اړه د مسلمانانو پام راوګرځول شي او امت راويِښ کړل شي او د دغه مبارکې او پاکې خاورې د آزادۍ په لار کې هر ډول اسباب په کار واچول شي . دا لومړی وار نه دى چې فلسطين او مسجد اقصی د اسلام د دښمنانو لخوا نيول کيږي بلکې د صليبي جنګونو پر مهال د نن نه سل کاله وړاندې هم تقريبا نوي کاله د هغوی لخوا اشغال شوى ؤ تر دې چې دې امت ته الله تعالى ځيې داسې مجاهد ځوانان ورکړل، چې دغه مبارکه خاوره يې د هغوی د ناولو منګولو نه پاکه کړه لکه نورالدين زنګي او صلاح الدين ايوبي . دشيخ ندوي په کتابونو او رسائلو کې دې قضيې ته ځانګړې پاملرنه شوې او په دې اړه يې رسالې او مقالې ليکلي چې مشهوره يې (( المسلمون وقضية فلسطين )) نومې کتاب دى .
د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو تربيې ته ځانګړې پاملرنه:
شيخ ندوي د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو په تربيه باندې ډير اهتمام کاوه او ويل به يې چې: همدغه ځوانان د سبا سړي دي چې د دې امت واګې به په لاس کې اخلي، بايد چې بنياد يې قوي وي او د اسلام او د خپل پيغمبر د سيرت نه له کوچنيوالي کافي معلومات ولري، نو ځکه يې په دې اړه ليکنې وکړې او د پيغمبرانو او نورو اسلامي شخصيتونو کيسې يې په اسانه ، خوږه ژبه ،ساده اسلوب او په داسې طريقه بيان کړی چې لوستونکی ځان ته راجذبوي په دې اړه د ( قصص النبيين) ( سيرت خاتم الانبياء) (قصص من التاريخ الاسلامي) او ( تاريخ دعوت و عزيمت ) په نوم کتابونو کې راجمع کړي او په خوا کې يې د دغه کيسو نه درسونه او عبرتونه هم راويستلي او بيان کړي دي ترڅو د کيسې د بيانولو هدف روښانه کړي.
د رباني علماوو او دعاتو تيارول:
شيخ ندوي غوښتل چې د خپل تدريس او په درسي نصاب کې د تغيير له ليارې داسې رباني علماء او داعيان وروزي چې د اسلامي علومو ترڅنګ د اوسني عصر له غوښتنو او قضاياو نه پوره خبر وي او د ايمان او اسلامي اخلاقو په وسلو سمبال وي. هغه به ويل: اسلامي امت داسې پوهو او شمولي ، متوازنو او حساسو داعيانو ته اړتيا لري چې کله ترې په يوه قضيه کې فيصله وغوښتل شي، حقه فيصله وکړي، او چې فتوى ترې وغوښتل شي نو په دلايلو مبني فتوى ورکړي او که د الله تعالی لوري ته څوک رابلي نو په حکمت او بصيرت سره يې راوبلي .
اسلامي خوځښتونو ته د شيخ مشورې
شيخ ندوي هغه اسلامي حرکتونه چې په اسلامي نړۍ او حتى په امريکا او اروپا کې شتون لري او داسلام لپاره کار کوي، د مسلمانانو لپاره لوى غنيمت ګڼي خو ويل به يې: چې زه له دې نه ويريږم چې دغه حرکتونه به له بهر نه به څوک وځپې او له منځه به لاړ شي بلکه په دي ويريږم چې په خپلو منځونو کې – الله دې نه کړي- سره ونه وهي او د دې لامل د دغه حرکتونو بي ځايه تندي ، تشدد ، په جزئياتو بوختيدل، اصول له پامه غورځول او په مسلمانانو بدګماني ده چې آن د تکفير او تضليل تر پولو رسيږي.
شيخ ندوي په خپل طبيعت کې د يو معتدل فکر او مزاج خاوند ؤ هغه په يو وخت کي قديم او جديد علوم دواړه راجمع کړي وو ، هم سلفي وو او هم صوفي . که د کوم معين جماعت پوري نه ؤ تړلی خو د بيرون نه به يې ټولې اسلامي ډلې څارلې او د هغوی داسې نيمګړتياوې به يې ورته په ګوته کولي چې د هغه ډلې ارکانو به نه شوای درک کولاى نو د نصيحت ، توجيه ،سالم نقد او نيوکو له لياري يې هغوی خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کول او په دې کې به لوى خير ؤ.
د شيخ ندوي وفات:
شيخ ابوالحسن علي الندوي د ١٤١٨ هـ ق کال د رمضان په مبارکه مياشت کې د جمعي په مبارکه ورځ په داسې حال کې چې د خپل کلې (تکيه) په جامع مسجد کې اعتکاف ؤ د ٨٦ کالو په عمر له دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او په همدغه ورځ په خپله پلرنۍ هديره کې د خپلو خپلوانو، کليوالو او د ندوة العلماء مسئولينولخوا خاورو ته وسپارل شو او ټوله اسلامي نړۍ د ده په وفات غمجنه او دا يې د اسلامي امت لپاره لويه ضايعه وګڼله او ډيرې غايبانه جنازې يې وشوې.
الله تعالى دې داسلام لپاره د ده جهود قبول او په فردوس جنت کې ځاى ورکړي .
قافله میاشتنی مجله
قاري شكر الله مخلص