د شرابو څښل | ګناهونه
د شرابو څښل:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (۲۱۹)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ… (۴۳)
قوله تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(۹۰)
ژباړه.دوی به ستاسوڅخه دشرابودڅيښلواودقمارکولوپه اړه پوښتنه وکړي،نوته دهغوی په جواب کې ووايه چې په دغودواړوعملونوکې لويه اوغټه ګناه ده اوځينوخلکوته په هغه منفعت اوګټه هم سته خوددغودواړوناوړوعملونوګناه ددوی دواړوترګټه ډيره لويه اودرنه ده،بيابه هغوی دهغه څه پوښتنه وکړي چې مخکې دحرمت يې خوړليدي نوورته ووايه چې مخکې ترحکم دالله له طرفه هغوی ته عفوه دې همدارنګه تاسوته الله جل جلاله خپل ايتونه بيانوې ښايې چې تاسوپه هغه کې عميق فکروکړی.
اي هغه كسانو چې تاسو ايمانراوړيدی په الله اودهغه پررسول باندې، نو تاسو مه نژدي کيږی لمنځونوخپلو ته په داسي حال کې چې دشرابودڅيښلوله كبله تاسو نشه او بيهوښه ياست ،ترهغه وخته پوري تاسولمانځه ته مه نژدي کيږی چې تاسوپه دې سره پوره پوهيږی چې تاسوپه لمانځه کې څه واياست اوسم ادراک کولای سی.
ددي ايت په تفسير کې مفسرين مباركان وايي چې دايت په اول ځل دشرابو په ارتباط کې نازل سويدی، الله (جل جلاله) په ډير حكمت سره په دې ايت کې اول مسلمانان ددې څخه منع کړله چې دلمانځه په وخت کې چې دالله(جل جلاله) سره ملاقات دی بايد بيخي دنشي اوبيهوشی څخه پاك ورسره ملاقي سي او په ضمن كي الله پاک شراب داسي څيزمعرفي کړل تر چې مؤمنان پوی سې چې داعمل داللهجل جلاله ناخوښه دی، دا چې په دويم او دريم ځل الله دهغه حرمت او خراب والی خپلوبندګانوته پوره واضح کړی علت يې داوو، چې دجهالت له وخته عرب دشرابو دخوړلو سره ډير معتاد وه، الله (جل جلاله) په ډير حكمت او تدريجي ډول سره دوی له دغه اعتياده منع کړل، خوپه دويم ايتكښي تر مخكښي ايت دشرابو تاوان او بدي ډيره واضحه کړای سول، ددريم ايت ژباړه، اي هغه كسانو چې ايمان مو راوړيدی په الله اودهغه په رسول باندې په تحقيق سره چې شراب، قمار، بتان، غشي ويشتل دفال په توګه سره داڅلورسره واړه عملونه پليت او بدشيان دي په نزد دالله اودا ټول شيان دشيطان ابليس داعمالو څخه دي، تاسو دهغوی څخه اجتناب او پرهيز وکړي، ددي لپاره چېښايي په همدې اجتناب کولو سره تاسي دالله (جل جلاله) دعذاب څخه نجات ومومی.
دشرابو په هكله دا اخرنی دحرمت قطعي حكم دی چې الله پاک په خپلو بندګانوباندي دشرابو څيښل تر قيامته پوري مطلق حرام وګرځول. {وعن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه، ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال: لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن، ولايسرق السارق، حين يسرق وهومؤمن، ولا يشرب الخمر حين يشربوه وهو مؤمن} رواه البخاري ومسلم، وابو داود، والترمذي،والنسايي
دحضرت ابي هريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دیهغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) فرمايلي دي داچې زنا نكوي زنا كاره انسان په داسي حال کې چې دی زنا كوي او دی دي مومن مسلمان وي، غلانه كوي غلا كونكي انسان په داسي حال کې چې هغه غلا كوي،او دی دي مومن مسلمان وي، شراب نه څښي شرابي انسان شراب خوړونكی په داسي حال کې چې هغه دې شراب څښي او دی دي مومن مسلمان وي، ددي مبارك حديث متن اوترجمه دڅه تفصيل سره ده زنا په بحث کې هم تيره سويوه چې په دغه درو كبائروباندي مشمل دي
{ وعن ابن عمر (رضي الله عنه) تعالى عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم، كل مسكر خمر وكل مسكر حرام اومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يد منها لم يشربها في الاخرة} رواه البخاري ومسلم وابو داودو غيره و في رواية { قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) من شرب الخمر في الدنيا ولم يتب لم يشربها في الاخرة وان دخل الجنة } في رواية لمسلم، { قال من شرب الخمر في الدنيا ثم لم يتب منها حرمها في الاخرة}
دحضرت ابن عمر (رضي الله عنهما) څخه روايت دی،هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)وفرمايل هغه چا چي شراب وڅښل په دنيا کې او هغه يي بيا په دوامداره توګه سره څښي چي ورسره ترڅوددغه عملسره معتادوی نو دغه معتاد کسان به داخرت حلال اوپاک شراب نه څښي، يعني په ده به داخرت شراب حرام وي سره ددې چې دجنت کې ډيرلوی نعمت يو هم پاكيزه شراب دي، بخاري وغيره،
په يوه بل روايت کې راځي، هغه چا چې شراب وڅښل په دنيا کې او بيايې توبه و نه كښل نو دی به داخرت شراب نه څښي، په بل روايت کې دصحيح مسلم زياته وي، كه چا شراب وڅښل په دنيا کې وروسته ترڅښلو يي ددغه ناروا عمل څخه توبه ونه كښله، نو په ده باندې داخرت شراب حرام دي كڅه هم دغه انسان دالله (جل جلاله) په فضل سره جنت ته داخل هم سي.
{وعن بن عباس (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) اجتنبوا الخمر فانها مفتاح كل شر} رواه البخاري وعن حذيفه (رضي الله عنه) قال: سمعت رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول الخمر جماع الاثيم، والنساء حبائل الشيطان وحب الدنيا رأس كل خطية} ذكره رزين {وعن ابي الدرداء رضي الله تعالى عنه قال: اوصاني خليلي (صل الله عليه وسلم) ان لاتشرك باالله شيئاً وان قطعت وان حرقت ولا تترك صلاة المكتوبة متعمداً فمن تركها متعمداً فقد بريئت منه الذمة، ولا تشرب الخمر فانها مفتاح كل شر} رواه ابن ماجه والبيهقي.
دحضرت ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روايت دى،هغه وايي چې خيرالبشر (صل الله عليه وسلم) فرمايلي دي داچې تاسو پرهيز كوی ځان و ساتی دشرابو دڅښلو څخه په تحقيق سره چې شراب كيلی دټوله شر ده، دحضرت حذيفه رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى هغه وايي چې ما درسول الله (صل الله عليه وسلم)څخه واوريدل، چې شراب ټوله ګناه ده يعني شراب څيښل هره ګناه ده، اوښځي چې دي دشيطان رسی دهچې په دوی سره خلک ګناه ته ورکشوي، او محبت ددنيا دټولو خطاګانو سر دی، دحضرت ابي درداء رضي الله عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې ماته زمامحبوب دوست وصيت وکړی يعني رسول الله (صل الله عليه وسلم) دا چې شريك مه نيسه دالله (جل جلاله) سره كه څه هم ټوټه ټوټه کيږي، كه څه هم په اورسره سوزل کيږي، او بل فرضي لمونځ په قصدي توګه مه قضاء كوه كه چا فرض لمونځ په قصده سره قضاء کړی په تحقيق سره چې بيزاره ده ذمه دالله دده څخه، او بل داچې شراب مه څيښه په تحقيق سره چې شراب كيلی دپاره دټوله شر ده.
ددي حديث په تائيد کې ابن حبان او طبراني دسالم او عثمان رضي الله عنهما څخه په مختلف ډول نقل کړيدی،دحضرت ابوبكر (رضي الله عنه) په حضوركي دصحابه كرامو(رضي الله عنه) په مينځ کې درسول الله تر وفات وروسته دكبائرو خبره ياده سوه چې كومه يوه يي غټه اوکبيره ده خو ددوی پرهغوی باندې اختلاف وو چې چا به يوه او چا به بله ګنا غټه بلل، چې بياهغوی يوسړی دسالم په نامه وحضرت عبدالله بن عمر (رضي الله عنهما) ته واستوی ترڅو چې دهغه څخه پوښتنه وکړي چې اكبر دكبائرو كومه ګناه ده حضرت ابن (رضي الله عنهما)هغه ته په جواب کې وويل چې شراب څښل ترټولولويه ګناه ده،حضرت سالم (رضي الله عنه)وايي زه بيرته راغلم صحابه كرامو (رضي الله عنهم) ته مي وويل چې هغه وايي چې شراب څښل ترټولولويه ګناده،نو صحابه كرام ټول په تعجب کې سوله هغوی ټوله ابن عمر (رضي الله عنهما) ورغله چې دده څخه ددغه ګنادلوی والی دعلت پوښتنه وکړي ، هغه وايې موږټوله دده سرای ته ورغلو، ده مبارك صحابه (رضي الله عنهم) درسول الله (صل الله عليه وسلم) دخولي دحديث څخه خبر کړله،هغوی ته يې وويل چې ما درسول الله صل الله عليه وسلمڅخه اوريدلي دي، چې په بني اسرائيلوکې يو پاچاه وو، يوسړیيي ونيوی، بيايي په پنځوشيانوكې هغه ته اختار ورکړي، داچې يا به شراب څښي، او يا به څوك وژني، يا به زنا كوي، يا به دخنزير غوښي خوري اويا به خپله دپاچا لخوا وژل کيږي، دغهسړ ي شراب چيښل تردغه نوروګناهونو اسانه ګناه وبلل او مختاره يي کړه، كله چې دغه سړي شراب وڅيښل، نور هر څه يي په خپل اختيار سره وکړه، كوم چې پاچا ځيني غوښتل، په بل روايت کې راځي چې يو نيك اوښه سړیوو هميشه به يي دالله پاک عبادت كاوه، دچا سره به يي كار نه درلودی، په هغه منطقه کې ديويښځي ډيرخوښ سوی وو دهغه سره ديو ځای كيدو په لټه کې سوله،ښځي ودغه سړي ته يو نفر ور واستوی له دغه ښه اونيكسړي څخه يي خواست اوغوښتنه وکړه كه دغه نيكسړیزموږ كور ته ديوي شاهدی لپاره تشريفراوړي، كله چې هغه سړی راغلیددغي ښځي كور ته داخل سونوښځي دخپل كور دروازه قلف کړه، كله چې سړی خوني ته داخل سونوښځي دخوني دروازه هم قلف کړه، تر څو په خونه کې كښينستی،ښځي ورته وويل چي سړ يه ماخو ته دشاهدی لپاره نه يي رابللی ما ددې لپاره ته رابللي يي چې نن به يو ددغو درو كارو څخه به خامخا كوي، يا به زما سره زنا كوي، يا به دغه ماشوم هلك وژني او يا به دغه شراب څيښي؟سړیپه تحيركي سو فكريې ډير خراب سو كله چي ده ځان ناچاره وباله نويې شراب اسانه کار وباله او ويي څښله، كله چې يي شراب وڅيښل نو مست اوبيواکهسو سمدلاسه يي پهښځي حمله وکړه دهغي حاجت خو يي ورته پوره کړ، كله چې په هوښ کې راغلی ددې لپاره چې رازيې ښكاره نسي هلك يي هم وواژه، په دي سره درسول الله دحديثښه تائيد کيږي چې وايې {الخمر مفتاح كل شر} چې شراب دهر شر كيلي ده، دا چې شراب څښل دالله (جل جلاله) او دهغه درسول له طرفه حرام بلل سويدی، په همدي مورد کې قرانكريم خپل صراحت کړيدی په زرګونو حديث په دې مورد کې سته چې دهغه حرمت او عذاب يي شديدښودليدی، دا بيا بيله خبره ده چې خلكو ته ددي حرمت اوعذاب سپك معلوميږي په اعتيادسره يي مبتلاء دي، كله چې يوسړیياښځه شراب وڅښي په ګناه باندې جرأت پيدا كړي هغوی ته بياګناډيره اسانه معلوميږي، حضرت رسول اكرم (صل الله عليه وسلم) فرمايي چې دمنافق اومؤمن فرق دادی چې دمنافق انسان لپاره ګناه کول بيخي عادي وګرځيږي ددغي ګناه ارتكاب وهغه ته بيخي سپك معلوميږي يعني چې كله ګناه ځيني وسي اويايې کوې نو هغه ته بيخي دګناه په توګه نه معلوميږي او نه هم ورباندې دزړه داخلاصه پيښمانه کيږي، اومؤمن مسلمان چې كله ديوي ګناه مرتكب سي نو دغره او اسمان غوندي ورته غټه او درنه معلوميږي،هغه مؤمن ددغه ګناه په کولوسره سخت پښيمانه وي اودزړه دکومي الله (جل جلاله) ته عذراوزاري کوې اوالله ته په اخلاص سره توبه کاږي او پهژړا او بغارويي دواړي سترګي سري كړي وي، اما هغه درنه ګناه بيا منافق ته دغماشي اويا مچ غوندي معلوميږي، درسول الله(صل الله عليه وسلم) دحديث څخه داسي معلوميږي، چې دالله (جل جلاله) منكرات او منهيات سپك ګڼل دنفاق علامه اود منافق خوی دی، متاسفانه چې اوس په اسلامي ټولنه او جامعه کې منكرات اومنهيات په افتخار سره کيږي، دعذاب او ګناه په هكله خو بيخي څوك فكرهم نه كوي، شراب الله ورته رجس وايې اوس په ځينوځايونوكي دعزت په نوم كاريږي چي دانوبيابيخي دكفرسره يوځای كيدل دی ، ډير داسي خلك يي معتاد دي چې مسلمانان يي پښي او لاسونهښكله وي دخپل سرنوشت لپاره يي ورباندي باوراواعتماد کړيوي،دم اوچو ورباندېي كوي په تعويزونويې نوبت نه پيداكيږي دپير سيد عالي القاب ورته كارول کيږي خود الله اودرسول له طرفه ملعونين بلل سوي دي، نر اوښځي په يوه سترخوان باندې پهښكاره سره دهغه په څښلو کې برخه اخلي، قضات يي يا حدته زړه نهښه كوي او يايي په خپله نه جاري كوي ويل کيږي چي داسي قضات هم سته چي خپله يې هم معتاد وي ، اللهجل جلاله دي په موږ او زموږپه جامعه باندې رحم وکړي او هدايت دي راته وکړي چې دداسي ګناهونو مرتكب نه سوچې دالله پاک دقهراوغضب سبب کيږي.