د شرابو حرامولى د اسلامي شريعت له نظره
د شرابو حرامولى په قطعي دليل سره ثابت دى، په قرآنکريم او نبوي احاديثو کې د هغې په هکله قطعي احکام ورکړل شوي ، هيڅ شک او ترديد په هغې کې وجود نه لري او نه څوک پکې د ځانه څه ترميم کولاى شي.
اللهﷻ د شرابو د حراموالي په هکله دارنګه فرمايي:
١ – ترجمه : شراب، قمار، بتان او غشي ټول نجس، پليت، مردار او د شيطان کارونه دي. د هغې څخه ځان وساتئ تاسې به کامياب او بريالي شئ ، شيطان غواړي د قمار او شرابو په وسيله ستاسې په مينځ کې عداوت، دښمني او اختلاف پيدا کړي او تاسې د اللهﷻ د يادولو او لمانځه څخه منع او بې غمه کړي نو پس آيا تاسې د دې شيانو څخه نه منع کيږئ ؟ (المائده-٩٠-١٩).
په دې آيت شريف کې د شرابو اجتماعي، اخلاقي او معنوي زيانونه هم ذکر شوي چې د دې په وسيله شيطان غواړي ستاسې په مينځ کې عداوت، دښمني، اختلاف، بې اتفاقي، حسد، کينه او بد اخلاقي پيداکړي او همدارنګه تاسې د خپل خداىﷻ د عبادت او يادولو څخه غافل کړي.
رښتيا هم شراب داسې مستي راولي چې بيا ټول ساخلاقي حدود او چوکاټونه ماتيږي، د عبادت لپاره هيڅ موقع او وخت نه پيدا کيږي ځکه چې مستي عقل هم له مينځه وړي .
٢ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: چا چې شراب وڅښل څلويښت ورځې د هغه لمونځونه نه قبليږي. (ترمذي-١ج-٦٧٤ص).
٣ – ترجمه: له حضرت بي بي عايشې صديقې رضی الله عنها او حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل : څښوونکى شى چې نشه کوونکى وي هغه حرام دى او هر نشه کوونکى حرام دى . (ترمذي١ج-٦٧٥ص)
٤ – ترجمه: له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ د شرابو په برخه کې په لسو کسانو لعنت وېلى دى. (ترمذي١ج-٤٧٤ص)
١ د شرابو په جوړونکي. ٢ – په څښونکي.
٣ – په نقلونکي. ٤ – حکم کونکي.
٥ – چاته چې وړل کيږي. ٦ – په بل چا باندې په څښونکي (ساقي)
٧ – په خرڅونکي. ٨ – د هغې په قيمت خوړونکي.
٩ – په اخيستونکي. ١٠ – د چا لپاره چې اخيستل کيږي.
٥ – حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په منبر خطبه ويله او دارنګه يي وفرمايل :
ترجمه: اى خلکو اللهﷻ د شرابو حرامولى نازل کړى او دا په پنځه ډوله دى:
د انګورو، د خرماؤ، د شاتو(عسل) ، د غنمو، د وربشو او شراب (خمر) هغه شي ته وايي چې عقل او حواس مخمور ( مدهوش) کړي. (کتاب الخمر -٥٤ص).
٦ – ترجمه: له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
په تحقيق سره اللهﷻ شراب حرام کړي، پس چاته چې دا آيت ورسيده او د هغه سره د شراب، څه برخه پاتې وي نو هغه دې نه څښي، نه دې يې خرڅوي او نه دې ورڅخه ګټه پورته کوي. (سلم)
٧ – ترجمه: له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: کوم شى چې ډېر نشه کونکى وي د هغې لږ هم حرام دى . (ترمذي١ج-٦٧٥ص)
او حضرت عايشه صديقه رضی الله عنها فرمايي چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
کوم شى چې يو جام يې نشه کونکى وي د هغې يو غړپ هم حرام دى (ترمذي ١ج-٦٧٦ص)
٨ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايي:
هر نشه کوونکى خمر دى او هر نشه کوونکى حرام دى چا چې په دنياکې شراب وڅښل په داسې حال کې چې د هغې څخه يي ځان منع کړى نه و نو هغه ته به د اخرت شراب نه ورکول کيږي . ( بخاري او مسلم باب الخمر)