د شاعرۍ په قوانینو کې يو څو ټکو ته باید جدي پاملرنه وشي: 

د شاعرۍ په قوانینو کې باید دا لاندی قوانین د نظر لاندي ونیول شئ.

قاقیه، ردیف،سیلاب، تشیبه، تخیُل، اسعتاره، مستقیم، وصل، ربط، اهنګ، حُسنې کلام، تسلسُل، ادب، غیري متضادي کلمې، ښکلا، ربط ووربط، بحرطوِیل، بحروسط، بحـرصغیـر، بحر صغیر7سیلاب، بحر وسط 10 سیلاب،،بحرطوِیل16 سیلاب

له دې څخه ایضافه وزن یا سیلاب شعر نۀ برابره وي

-وصل د بیتونو

-وصل د قاییو

-وصل د ردیف

وصل د شعر د سرلـه بیتو څخه او تر اخیره پورې بیتونه سره برابر د قافیې د لحاظه او د ردیف د لحاظه اود سیلابو د لحاظه د دغه بیتو څخه ښۀ در اخیستل کیږي.

چـي ښکلي انتخاب شي د قلم تورې

بیا ګـــلاب ګــــلاب شــي د قلم تورې

هیڅ کله به خلاص دا ستا اوصاف نۀ شي

کـه څاڅکې د دریاب شي د قلم تورې

دغه څلور بیتونه هم ښکلا لري، هم مستقیم دي، هم وصل او هم تسلسُل لري

لاندي څلوروبیتو څخه هم ښۀ درس اخیستل کیږي

هغه چي زما ورسره زړۀ لګیږي

د هغـو هیڅ راسره نۀ لــګـیږي

ما دومره لیري هم ګڼلي نۀ دي

لکه پرسترګو چي باڼۀ لګیږي

نــور سره ولي په ګلونو باندي

پر سعادت کاڼي د غـرۀ لګیږي

د دغو پاس بیتو څخه هم اسانه درس اخیستل کیږي

هم ښکلا، هم وصل، هم ربط، هم مستقیم، هم تشبیه، هم استعاره.

د دغه دوو بیتو څخه هم اسانه درس اخیستل کیږي

شاعرۍ قوانین
شعر

تیرې صحنې دې زما په زړۀ کـې راشي

د یاد شــمـال دي هـره شپه لــګــیـږي

هم ښکلا لري او،هم تخیُل

چي پکښي ځان تل لیدی ماسـعادت

داسـي مي ښکلي آیـــنـه ماته کـړه

دغه دوه بیتونه هم پورتنــیــیـو بیتو په څیر دي خو تشبیه استعاره او تخیُل درې سره یوځای دي

نور داسي څه چي د شعر معناګانې پري ښکلي کیږي

لکه نوښت ښۀ جوړښت، اوښۀ املا لیکل ډیر خلک وینم چي املا کې غلطي لري.

شاعران او لیکوالان وروڼه باید دې ټکو ته ښۀ توجوه وکړې بضعي شاعران او لیکوالان وروڼه

لفظونه غلط لیکې چي بیا نورو کتونکو تۀ ستونزه پیدا کوي هغه د مثال) په طور په پښتو کې (مونږ) لیکلای شو خو بعضي وروڼه یې داسي لیکي (مونږه) یاداسي (مونګه) بعضي ځایونو کې اصطلاح وي بدلي وي نو ځکه ستونزه تري پیداکیږي، بعضي وروڼه (ږیره)په ګیره سره لیکي.

یا بعضي داسي لیکي چي بل څوک یې په مراد نۀ پوهیږي لکه (وږی) دوئ (وږي) لیکي یالکه لیونی دوئ لیونۍ ولیکي،یا
بِل عکس په پښتو کې پنځه یې ګانې دي هره یوه یې جلاجلا تلفُوظ لري (ی ي ۍ ې ئ)

او لاندي جملو ته تاسو ګوری:

ژیدلي، راغلي، ښکلي، نازولي، سپڅلي، داغلي، نومیالي، ښاغلي، ستایلي

کوچېدلي پورتنۍ جملې له دغې(ي)جوړیږي دلام ورسته یې چي راغلې ده

بل عکس نورې جملې:

ښاغلی، راغلی، کوچېدلى، ښکلی

پورتنۍ جملې هم د دغې( ی)یې جوړې دې

بل عکس بله جمله

ژړېدلې، ښکلې، ستایلې

پورتنۍ جملې له دغې( ې) یې جوړې دې

سړی لیونی ( ی)

لرګي سړي لیوني ( ي)

لاندينۍ جملې ښځینه اواز ورکوي

کۀ چیري دغه یوه( ۍ)حرف په بله یا سره بدل سي نو ږغ بدلوي

کۀ لیونۍ نوم په دغه شکل ولیکل سي لیونی د نر اواز ورکوي
(لاړ)د نر اواز ورکوي
(لاړه)ښځینه اواز ورکوي

(لاړ) (لاړه،ولاړَه،ولاړَهْ)

َ(غلَۀْ،غلَه، غَلَّهْ)دغه درې کلیمې هره کلېمه ځان ته ږغ لري

(ۍ)

سپوږمۍ، لیونۍ، ملنګۍ، تورږمۍ، ملالۍ، ګلالۍ

( ئ)

لوئ، زوئ، دوئ، خوئ

( ې)

شپې، ډیوې، لمبې، راځې، تیارې، نښانې، پلوشې،

ښۀ، لاړۀ، اوبۀ، ساړۀ، بیلتانۀ، میلمانۀ، مړۀ، رانجۀ، تاودۀ، کاتۀ، لیدۀ، زاړۀ، واړۀ، تیارۀ، غرۀ، راغۀ، لیمۀ، چاړۀ، زړۀ، خوارۀ، خواږۀ، پاخۀ، وادۀ، کاڼۀ، باڼۀ، شکاڼۀ، غرڅۀ، ویالۀ، نۀ، خولۀ

ددې قافیې ووردیف جلا ږغ وو

لمبه، شمیه، صحنه، شپه، سینه، آینه، توبه، راځه

ددې قافیې ووردیف جلاږغ وو

تقدیر، ځینځیر، مسیر، بهیر، ضمیر، زهیر

د الفظونه جلاږغ لري

ډیر، چارپیر، تیر، هیر، برسیر، زَورزیر

د الفظونه جلاږغ لري

داسي نورتورې سته چي په حساب څلوریاپینځه وي خوپه ویلوسره یوسیلاب وزن لري؟ یاشپږ تورې وي خوڅلور سیلابه تري جوړیږي

لـکـه (ماوویل ) (تاویل )یاددغه تورې وزن یودی(زما) که چیري داسي وویل سي زَورورکړي (زَمَا)بیادوه سیلابه کیږه

بله موهِمه خبره داده چـي ډیرملګري نظم

لیکي مګرخونۀ پوهیږي چي

څنګه نظم ولیکي

نظم اصل کې ازاددی هـررنګه کۀ څوک وغواړي لیکلی یې سي

نظمونه هم پراقسامودي

بعضي یې قافیې ووردیف نۀ لري بعضي یې لري

او بل لنډۍ دي چي پښتوکې ویل کیږي

خو وزن وو سیلابونه یې ډیر سره کم وو زیات وي

لکه پښتوکې وایي

؟د شـــهـیــد مـــورې بـخــتـورې

زوئ دي شهید شو اوس مېوې د جنت خورینه؟

کۀ چیري څوک غواړي چې شاعرسي دغه پورته ټوکوتۀ دي پام وکړي

او د ښوښو استادانو سره دي کښېني او پوره معلومات دي تري حاصیله وي

او کۀ څوک نشي کولای استاد سره یوځای شې مطالعه دي د ښوښو شاعرانو د کتابونو کوي چي په راتلونکې کې له ده څخه نورګټه واخلي

او ښۀ با احساسه ویښ ضمیره

دردمند شاعر شي باید سپیڅلې عقیده سالمه مفکوره ولري شان او کردار یې باید پر شرعه برابروي یوازي د خپل زړۀ خبرې نۀ کوي دخدای حمد او ثناء او د نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم مداح هم وي ترڅو ښۀ اَثر ولري پرخلکو ویل یې مثبت وي تاثیر ولري پر خلکو د خلکو حالات د خپل فکرۀ څخه د قلم په زور پر کاغذ انځوره وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب