د سوکالۍ په تمه

سید عبید الله نادر

د سو کالۍ په تمه

د ســـاقی او د ډک جــــام خــــوبونه وینم

په نشــــو کې د ناکام خـــــــوبونه ویــــنم

پیاله ډکه کړم بیا لاړ شـــــم، بیــخودۍ ته

د ســــحر، او د ماښــــــام خــــوبونه وینم

په څــــپو د سمــندر کې، هر خــــوا اوړم

د ســـاحـــل په دود آرام خـــوبونه ویـــــنم

آرامی د درســـــت وجـود رانه فرار کړي

هـغه وخـــــت چې د انجـــــام خوبونه وینم

د مخلوق خـــدمت ته مــلا می ده چورماته

خو خـــــلوت کې د احـــرام خـــوبونه وینم

سوکالۍ په تمـــه، شـــپی ورځـــي تیریږي

هره شـــــــپه هم د پیــــــــغام خـوبونه وینم

بی باکانو دی، وحشت ملک کې خور کړی

ځکه هر شــــیبه سر ســـــــام خوبونه وینم

سید حــــسن په څیر،وطن په دردو غم کې

ســــوکالۍ، د خــــــپل د قام خــوبونه وینم

ګهواري غـــوندی د ځـــــــان په کړیدو یم۱

خـــو د نورو، د آرام خـــوبـــونه ویــــــنم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د شهید جنرال سید حسن (حسن) دي بیت ته اشاره ده.

که د نورو آســـایش او آرام غــــــواړي

ګهوارې غوندي د ځان کړیدل زده کړه


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب