
د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو رول

ترڅو وکولای شو په دې ځای کې په غوره تګلارو او ښو لاس ته راوړنو کار وکړو. بل دغه کوم ننني او ميراثي ښاماران، چې پر موږ حاکمان دي او د افغانستان خاوره خپل حق ګڼلې او نه غواړي دغه ملت د پرمختګ په لور ګامونه واخلي له واک څخه لرې کړو ترڅو خپلو لوړو اهدافو ته د دې پروګرام په عملي کولو سره ورسېږو.
په هر صورت دا دواړه خواوې خرڅې شوې ډلې دي، دوي د غلامۍ او بې غيرتۍ پړي په غاړه کې اچولي، دوي نه غواړي دغه ملت دې له جګړې نور خلاص شي، په دې خاوره کې دې وينې بهېدل بند شي، هېواد دې د پرمختګ په لور روان شي، لنډه دا چې که چېرته دلته امن او امنيت راځي او يو پياوړی نظام حاکمېږي بيا څرګنده خبره ده، چې له دې خلکو سره به حساب او کتاب کېږي او د افغان ملت د بې ځايه وينو تويولو څلوېښت کلنه پوښتنه به له دې چارواکو څخه کېږي او تور زندان ته به اچول کېږي.
لنډه دا چې موضوع را څخه بل خوا لاړه نه شي راځم بېرته د ځوانانو دندې او کار ته چې څنګه کولای شو په دې خپله خاوره کې په زده کړه، کار او خپلو دندو فوکس وکړو، ترڅو له داسې بحران څخه چې نن ورسره لاس او ګرېوان يو خلاص شو، خو په دې موضوع کار کول په کار دي، پلان جوړول په کار دي، ملت ته ارزښت ورکول په کاردي، زده کړه عامول په کار دي، ځوانانو ته کار پيدا کول په کار دي، له بې ځايه د ځوانانو وژل خلاصول په کار دي دا ټول هغه مهم او غوره ټکي دي، چې ملت ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان دی او هېڅوک نه شته، چې په دې تګلارو کار وکړي، بس همدوي دي او د ملت وينې له سياسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظه زبېښي، چې څنګه دغه ملت و وژني او دوي خپل حکومت وکړي.
نور دوي د افغانستان په تاريخ، خاوره او اساسي قانون کې له سره د دې حق نه لري، چې دوي دې داسې ناوړه حکومت په ملت وکړي، دا خاينان دي، دا جنايتکاران دي، دا د افغانستان او د دې ملت اصلي دښمنان دي، دوي نه غواړي، چې اقتصادي ستونزې هوارې شي، نظام جوړ شي، پاچا دې يو وي لنډه دا چې دا اصلي سياستوال نه دي او نه په خپل سياست کې بريالي دي دا د بل هېواد او بل چاه په غېږ کې لوی شوي غلامان دي او غواړي پر موږ حکومت او بې ځايه دغه ملت و وژني.