د سولي پيغمبر ﷺ
رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د مکي مکرمي د فتحي په ورځ له خپلو سرتیرو ملګرو سره له مدیني منوري څخه د مکي مکرمي پر لور په خورا عظمت او دبدبه راروان وو ، دومره ستر لښکر په دي سیمه کي چا نه وو لیدلی ، فوځ د یوه سیلاب په څیر ښکاریده.
د تیارې پر مهال د اسلامي فوځ له خوا د اورونو بلیدل داسي ښکاریدل لکه ټول أهل حجاز چي پر مکه مکرمه برید کړی وي.
د مکي ستر ــ ستر جګړه ماران چي د مسلمانانو پر خلاف په ګڼو ډګرونو کي جنګیدلي وه او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د دعوت پر مهال یې پر مسلمانانو خورا زیات ظلمونه کړي وه ، له دې ستر لښکر څخه د تيښتي په حال کي وه ، ځکه هر وګړی د خپلو بدو أعمالو په وجه خورا سخت ډاریده او فکر یې کاوه چي نن به حتماً په مکه مکرمه کي د وینو ویالی وبهیږي.
د أبوجهل زوي عکرمه د سمندر پر لور منډه کړه، أبوسفیان (رضی الله عنه) چي د مسلمانانو پر ضد یې د کفارو مشري کړې وه سختې ویرې أحیستی وو او د حضرت عباس رضی الله عنه په وسیله یې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره د سولي غوښتنه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته وویل : چاچي د أبوسفیان (رضی الله عنه) په کور کي پناه واخیسته په أمن دی ، چاچي کعبي ته پناه یو وړه په أمن دی او چاچي د خپلو کورونو دروازې وتړلی په أمن دی.
ټولو خلکو داسي فکر کاوه چي نن به د مکی له مشرکینو څخه د انتقام أخیستلو ورځ وي ، خو د سولي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل : نن د انتقام ورځ نه بلکي د رحم ، شفقت او کرم ورځ ده ، هیڅوک دي نه ویریږي ، د عمومي عفوي اعلان یې وکړ ، هو ! په دې ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپل سر قاتلینو او د ګڼو مسلمانانو وژونکو ته په وینا کي وویل : تاسـو أزاد یاست ، نــن زه لــه تاسو ســره د حضرت یوســف علی نبینا وعلیه الصلاة والسلام د ورونو په څیر معامله کوم .
قرآن کریم وایې : ﴿ قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين ﴾ (سورة یوسف آیتــ۹۲).
(سورة یوسف آیتــ۹۲).
ژباړه : نن ورځ پر تاسي باندی زما له طرفه هیڅ سرزنش او ملامتیا نشته ، الله جل جلاله دي تاسو ته بخښنه وکړي او هغه تر ټولو بهترین رحم کونکی دی.
(مأخذ : البدایة والنهایة جــ۴ صــ۳۳۱)
لیکوال : أبوالزین “حکیم الله صابر” الحنفي