د سر وریښمو کڅوړه – کیسه

د قاضي المارستان کیسه

د حدیثو د یوه مشهور امام عجیبه کیسه درته کوم؛ (قاضي المارستان) وایي: زه د حج په موسم کې په مکه کې وم، دی خورا زیات مسکین و، هیڅ شی یې هم نه لرل. دی یوه ورځ وږی شو، په جېب کې یې هیڅ هم نه و. له خپله ځایه په دې نیت ووت، چې که د خوراک څه شی پیدا کړي.

په لاره روان و او د سرو وریښمو یوه کڅوړه یې پیدا کړه، چې خلاصه یې کړه. د قیمتي ملغلرو یو ښایسته امیل په کې و چې پنځوس زره دینار قیمت یې درلود. کڅوړه یې واخیسته او بیرته خپل ځای ته روان شو.

په لار کې یې یو سړی ولید چې نارې وهي او وایي: «له ما څخه د سرو وریښمو یوه کڅوړه ورکه شوې ده، که چا موندلې وي او را یې کړي پنځوس دیناره انعام به ورکړم». ده پوښتنه ورڅخه وکړه چې په کڅوړه کې څه شی دي؟ هغه ورته وویل: «په کڅوړه کې د قیمتي ملغلرو امیل دی».

ده ورته وویل: «د امیل کومه نښه راته وښایې»، هغه ورته وښودله. ده سمدستي کڅوړه ورته ونیوله او ور یې کړه. هغه په خوشحالۍ کڅوړه واخیستله او له جېب څخه یې پنځوس دینار را وویستل، او ورته یې ویې نیول؛ خو هغه انکار وکړ او ورته ویې ویل: «ما خپل څښتن ته خپل حق ورسوه، په دې باندې بدل اخیستل راته مناسب نه دی، ما دا امیل یواځې د الله تعالى د رضا لپاره تاته وسپاره.»

د حدیثو دې ستر امام هغه قیمتي امیل خپل څښتن ته بې له کوم عوضه په داسې حال کې وسپاره چې، په جېب کې یې د یوې وچې ډوډۍ پیسې هم نلرلې!

قاضي مارستان رحمه الله څه موده په مکه کې و، وروسته د بحر له لارې خپل کور ته روان شو. د الله تعالى شان ګوره، په بحر کې کښتۍ له سخت خطرناک طوفان سره مخامخ شوه. کښتۍ یې سخت طوفان غرقه کړه او دی په یوه تخته پورې ونښته.

له ډېرو سختیو او مرګوني حالاتو وروسته یې د بحر غاړې ته ځان ورسوه. ډېرې ستومانۍ له اخه توخه غورځولی و. په ډیره سختۍ یې یوه کلي ته ځان ورسوه او په جومات کې ولویده.

د کلي یوه سړی ورته راغی، هغه ته یې خپله کیسه وکړه، هغه ډوډۍ او بستره ورته راوړه. ده چې ډوډۍ وخوړله او ارام شو، نو همدې سړي ورته وویل:

«چې دوی د خپل جومات لپاره امام غواړي، که ته دا کار کولای شې؟» ده ورته وویل: «زه یې کولای شم او زه د قرآن حافظ یم». خلکو د جومات لپاره امام وټاکه.

وروسته چې دده په علم خبر شول، نو د ماشومانو لپاره یې معلم هم مقرر کړ. قاضي مارستان وایي: دلته مې چې څه وخت تیر کړ ډېر خوشحاله وم او شتمني مې هم زیاته شوه.

څه موده وروسته کلیوالو راته وویل چې زموږ په کلي کې یوه یتیمه پیغله ده، هغه درته نکاح کوو. که څه هم زما خوښه نه وه، خو د کلیوالو ټینګار زیات و، او په نکاح مې کړه.

کله یې چې ناوې کور ته راوړه او زه له هغې سره کښېناستم، د هغې په غاړه مې د ملغلرو امیل ولید. زه یې امیل ته ښه ځیر شوم. پوه شوم چې دا همغه امیل دی، چې ما په مکه کې پیدا کړی و او بیرته مې خپل څښتن ته سپارلی و!!

دی وایي، زما حیرانتیا دومره زیاته شوه چې ناوې ته کتل یا له هغې سره خبرې او اړیکې هر څه مې له یاده ووتل او په امیل کې مې سترګې ټومبلې وې. خدای خبر څومره وخت به مې د هغې امیل ته کتلي وي چې هغه ولاړه شوه او ووتله.

هغه خپلو خپلوانو ته په ژړا ورغلې وه او ورته ویلې یې و، چې «دا سړی خو ماته هیڅ نه ګوري او هیڅ خبرې نه راسره کوي، بس زما په امیل کې یې سترګې خښې کړې وي».

دی وایي: د سهار لمونځ مې چې وکړ، هغوی د ناوې د خفګان او ژړا خبره راته وکړه، او ما په مکه کې د امیل موندلو او خپل څښتن ته د سپارلو کیسه ورته وکړه.

په دې سره په جومات کې د تکبیر نارې پورته شوې او ټول کلیوال له حیرانتیا وازې خولې پاتې شول او راته ویې ویل چې، هماغه د امیل څښتن ددې یتیمې پلار و.

هغه دا یوه لور لرله، نور یې هیڅ نلرل او دوی ته به یې لمونځ ورکوه. څه موده مخکې چې له حج څخه راغی، د امیل د ورکیدلو او بیا ترلاسه کولو کیسه یې دوی ته کړې وه.

کلیوالو یې ده ته وویل چې، هغه به هر وخت دعا کوله چې ای الله! ما هغه د امیل موندونکي سړي په څیر پاک انسان ندی لیدلی، ای الله! ته خو هغه سړی ماته را پیدا کړې چې، زه مې دا یوه نازولې لور هغه ته په نکاح ورکړم.

کلیوالو یې وویل، چې د هغه دا دعا به موږ اوریدله او آمین به مو پرې ویلې. د هغه دعا الله تعالى داسې قبوله کړه چې ته یې په دومره معجزانه توګه زموږ تر کلي راورسولې.

اوس که څه هم هغه وفات شوی دی؛ خو لور یې موږ تاته په نکاح کړه!


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب