د سر له پاسه د ورېښتانو سره ټولول او تړل

 

د سر له پاسه د ورېښتانو سره ټولول او تړل:

ځيني ښځي د سر ټول ورېښتان د سر له پاسه سره ټولوي او تړي، يا هغه تاووي او د شا خواته يې سره تړي. علامه شیخ محمد بن صالح بن عثیمین د دې پوښتني په جواب کي چي د سر له پاسه د ورېښتانو تړل څه حکم لري، ليکي:

عالمان په دې نظر دي چي د شاخواته د سر د ورېښتانو سره تړل، د شريعت له مخي بد کار دى، او د رسول الله ج د دې وينا په منع کي شامل دى:

«صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا…» الخ.

«له دوږخيانو څخه دوې ډلي دي چي نه مي دي ليدلي».ترپايه.

او په دې حدیث کي راغلي دي:

«وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ رُءُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ».

«او هغه ښځي چي کالي يې اغوستي وي، خو په عين حال کي لڅي وي، او هغه ښځي چي خلکو ته تمايل ښيي او نارينه خپلو ځانونو ته متمايل کوي او د سرونو ورېښتان يې د اوښ د بوک غوندي راکاږه کړي وي».

پر دې بنسټ پر سر باندي د ودرېښتانو له ټولولو او تړلو څخه منع راغلې ده. خو پر څټ باندي د ورېښتانو اچول پروا نه کوي. اما کله چي ښځه بازار ته ځي دا کار دي نه کوي، ځکه چي دا د ښکلا يو ډول ښوول باله سي. ځکه چي په دې توګه ورېښتان مشخص کيږي او د فتنې د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي، چي دا کار جايز نه دى.

د ورېښتانو هغه سيخونه چي تصويرونه ولري:

د هغو مواردو له جملې څخه چي يو شمېر ښځي يې په هکله بې پروايي کوي يو هم د هغو سيخانو رانيول دي چي د څارويو تصويرونه لري، دا کار د هغو قطعي اسلامي نصوصو مخالف دى چي د تصوير ساتل حرام بولي.

د ورېښتانو له هغي پيتې او هغو سيخانو څخه استفاده چي تصويرونه لري او د مسيقۍ له آلاتو څخه استفاده جواز نه لري. په دې چي په کالو او نورو کي له تصوير څخه استفاده حرامه ده، خو د غاليو او فرشونو تصويرونه پروانه کوي، ځکه چي هغه تر پښو لاندي کيږي او شوړيږي. او د لهو لعب وسايل بايد له منځه ولاړ سي. او د سر د ورېښتانو پيتې او سيخان چي غير اخلاقي تصويرونه پر کښل سوي وي هم بايد له منځه ولاړ سي».

إسرأ مسعودی

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب