د سرسایه حکمت، اندازه او وخت

صدقة الفطر چی سرسایه هم ورته ویل کیږي په هر مسلمان نارینه ښځینه، غلام، ازاد او ماشوم باندی واجب ده، چې په لاندې حدیث شریف سره ثابته شوې ده: عن ابن عمر- رضي الله عنهما : \”فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر من رمضان صاعاً من تمر أو صاعاً من شعير على العبد والحر والذكر والأنثى والصغير والكبير من المسلمين \”. أخرجه الدارقطني (۲/۱۴۰) ، والبيهقي (۴/۱۶۲ ، رقم ۷۴۸۰) .

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم سرسایه چې یوه پیمانه د کجورو یا وربشو ده په هر غلام، ازاد، نارینه، ښځینه، ماشوم او بالغ مسلمان باندې فرض کړې ده.

د سرسایې حکمت:

۱- د هر روژه نیوونکی لپاره پاکوالی دی چی په روژه کی یی بیهوده خبرې او نور داسی څه ترسره کړی وی چی د روژې صحت ته تاوان رسوي.

۲- غریبان او مسکینان غني کوي او د هغوی د اختر ورځې حاجات پرې پوره کیږي.

د سرسایې اندازه :

یوه پیمانه کجورې یا غنم او یا وربشې او د هر ځای او عرف مطابق خوارکي توکي هم پکې راځي.

سرسایه نقده هم جایزه ده:

د امام ابوحنیفه رحمه الله په نزد د کجورو او وربشو په ځای نغدې پیسې غریب ته ورکول هم جایز دی ځکه چې له سرسایې څخه مطلب د غریب غني کول دي نو پیسې هم غریب غني کولی شی.

شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله هم پدې نظر دی چی نغدې پیسې ورکول هم جایز دی که چیری پدې کې ضرورت او مصلحت وو.

ابوجعفر فقیه هم پدې نظر دی چې غریب سړی ته د کجورو یا وربشو پر ځای نغدې پیسې ورکول غریب ته ډیره فایده رسوي، ځکه چی کیدای شی غریب وربشو یا کجورو ته ضرورت ونه لری او نور حاجات ولري.

د سرسایې د اداء کولو وخت:

د وخت په اړه مختلف اقوال راغلی دی چی ځیني وایی له اختر څخه یوه ورځ یا دوه ورځې مخکې باید ورکړل شي، او ځینې بیا وایي چی د رمضان میاشت له لومړۍ نیټې څخه نیولې تر اختره پورې او ځینی بیا وایی چی د اختر په شپه او د اختر له لمانځه نه مخکې باید ورکړل شي، مګر راجح قول دا دی چی اختر لمانځه نه مخکی باید ورکړل شی.

هر هغه څوک چی د ورځې یوه مړۍ ډوډۍ نه لری هغه باندی سرسایه نه واجبیږي ځکه چې الله تعالی هیڅوک له خپل وس نه زیات نه مکلف کوي.

یادونه: دا چې زمونږ او ستاسې ټولنه کې اکثریت خلک سرسایه د جومات ملا امام ته ورکوي نو که چیری ملا امام غریب وي او ورکړل شي څه خبره پکې نشته. او که چیری ملا امام غریب نه وي نو بيا سرسايه ورکول ورته سم نه دي.

لیکنه: بلال کاکړ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب