
د ستونزې کچه
د کرونا انسان ناروغونکي ډولونه په نړيواله کچه لا له پخوا هر چيرته میندل کيږي او گڼ ميشتو ټولنو کې په چټکۍ خپريږي، سړو سيمو کې د کال په هر موسم کې په ځانگړي ډول په ژمي خو کله کله پسرلي او مني کې او په نیمه سړو يا معتدلو سيمو کې په باراني موسمونو کې د هر عمر خلکوته د والگي او تنفسي ستونزو د پیښیدو او ډېرېدو لامل گرځي. خو سارس او میرس له څارویو انسان ته را لیږدیدلی او بیا د انسانانو تر منځ د معافیت نه شتون له امله د لمبو په څېر خپور او نړيوال شوي.
د سارس څپه په ۲۰۰۲ دیسمبر کې رامنځته، نړې يې په ۰۳ ۲۰ کې وځپله او وروستۍ پېښه د ۰۴ ۲۰ په اپريل کې تاریخ ته پريښې، میرس په ۲۰۱۲ د منځني ختيځ څو هیوادونه وگواښل او له بده مرغه چې ۲۰۱۹ دیسمبر په وروستۍ لسیزه کې د چین په ووهان ښار کې د بیړنۍ ستونزمنې سا اخیستنې (Acute Respiratory Syndrome) پېښو ناڅاپي ډېروالی راغی چې څپو یې ټول ښار ونیو، لامل یې نوی کرونا ویروس (Novel-Coronavirus-2019) ونومول شو.
د چین نورو ښارونو ته وغځېده او د خلکو د تګ راتګ او نړیوالو سفرونو لارې د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپور شو. د ۲۰۲۰ جنوري په پای کې د پرله پسې خپرېدا له کبله چین کې اوج ته ورسېده چې نړیوال روغتیايي سازمان هغه مهال یوه نړیواله ویره او ترهه خو د ۳ میاشتني پرمختګ وروسته چې اخته شوي هیوادونو شمېر ۱۰۰ نږدې شو نو پانډیمي یا نړۍ نیونکې ناروغي وبلل شوه.
فبروري کې یې لامل ویروس (SARS-CoV-2) ونومول او ناروغي یې د (COVID-19) په نوم ونومول شوه.
دغه ناروغي د نړۍ ټولو لویو وچو او هېوادونو ته رسېدلې، اخته کسانو شمېر په میلیونو دي، او د قربانیانو شمېر سلو زرو اوښتې.
۲۰٪ پېښې خطرناکې او تر ۵٪ مړینې یې پرېښودې چې د ۶۵ کلن نه پورته او نورو اوږدمهاله ناروغیو لرونکو خلکو کې د مړینې سلنه تر ۱۵٪، ځینو سیمو کې تر ۵۰٪ پورته هم اټکل شوه. د انفلونزا او طاعون نړۍ ځپونکو ناروغیو او د لومړي او دویم نړیوال جنګ په څېر ددې پېړۍ ډېره بدمرغه پېښه ګڼل کېږي.