د زیات عمر کولو ۸ رازونه

د زیات عمر کولو ۸ رازونه

د بدن روغ او تازه ساتلو لپاره لاندې اته عادتونه وزامویئ:

۱ـ له اندازې زیاته مه خورئ:

که غواړی ۱۰۰ کاله ژوند وکړئ نو خپل قاب کې لږ خواړه ایښودل به ډیر گټور اقدام وي. لیکوال ډان بیوټنر (Dan Buettner) چې د اوږد ژوند لرلو په اړه څیړنه کوي وايي چې اوږد عمر لرونکې جاپانیان کله چې ۸۰٪ ماړه شي خوراک بسوي.

۲ـ تلویزیون بند کړئ:

تلویزیون ته ډیره ناسته د انسان پر روغتیا ډیر ناوړه اثرات لري. د ۲۰۱۰ کال یوې څیړنې ثابته کړې ده، هغه خلک چې د ورځې څلور ساعته یا زیات تلویزیون گوري ۴۶٪ د هرې ناروغی له امله يي د مړ کیدو چانس زیات وي نسبت هغو کسانو ته چې د ورځې دوه ساعته تلویزیون گورې.هر یو ساعت اضافي تلویزیون کتل ۱۱٪ مړ کیدو او ۱۸٪ د زړه ناروغیو خطر زیاتوي.

۳ـ لمر څخه ځان وساتئ:

له ډیر زیات لمر څخه ځان ساتل د پوټکې له سرطان څخه مخنیوی کوي همدا راز د پوټکې له گونج او ځوړند والې څخه د مخنیوي په واسطه ستاسو پوټکې ځوان ساتي.

۴ـ ملگرو سره چکر ووهئ:

څیړنو ثابته کړې ده چې د ملگرو او کورني نه شتون په انسان کې د زړه ناروغی خطر زیاتوي. تنهایي د التهاب سبب گرځیدی شي.

په روغو کسانو کې تنهايي له کولیسټرول او سگریټ څخه هم زیات خطرناک دی.

۵ـ شراب څخه ځان وژغورئ:

شراب څښل د نورو ډیرو ضررونو سربیره د انسان وزن له بې حده زیاتولو سره انسان پړسوي او د انسان اړیکې له نورو سره له منځه وړی.

۶ـ میوه او سبزیجات استعمال کړئ:

د میوې او سبزیجاتو استعمال په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۷۶٪ کموي. میوه او سبزیجات انسان د سینې له سرطانه ژغوري.

میوه او سبزیجات د پوټکې گونجې له منځه وړي او پوټکۍ ځوان ساتي.

۷ـ ورزش وکړئ:

د ۲۰۰۸ کال یوې څیړنې پر بنسټ هره ورځ سخت ورزش لکه منډه وهل د انسان څلور کاله عمر زیاتوي ځکه چې ورزش د انسان په زړه، ذهن، اعصاب او میتابولیزم باندې مثبت اثر لري.

آسانه ورزش لکه هره ورځ ۳۰ دقیقې قدم وهل تاسې د زړه له ناروغیو ژغوري.

۸ـ سگریټ مه څښئ:

سگریټ د انسان ژوند لنډولو کې ډیر عمده او مهم رول لري. سگریټ په انسان کې د سږو او خولې د سرطان سبب گرځي.

سگریټ پریښودل له ناروغیو مخنیوی کولو سربیره د ژوندې پاتې کیدو چانس زیاتوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب