د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

 ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یوڅه کې وپېچئ.

د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.

د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي.

که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.

هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي.

کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو  ښه ځای ګرځي.

لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب