د زکات نه ورکوونکو ته ډېر سخت دردوونکي غذابونه
…. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
اوهغه کسان چه خزانه کوی سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) .
پرکومو خلکو چه الله تعالی دخپل مال او دولت پيرزوکړی ده اوهغه له شومتوب نه کار اخلی په دی خيال کی دی نه چه دا بخل او زردوستی د دوی په حق ښه ده ،بلکی دا دهغوی په حق ډيره بده ده ، هغه چه په خپلی بخلی سره څه را ټولوی هماغه به د قيامت په ورځ دطوق په شکل غاړی ته ورواچول شی .