د زکات د واجب کېدو او ادا کولو شرطونه کوم دي؟
د زکات د واجب کېدو شرطونه:
۱- مسلماني : نوڅوک که نوي مسلمان شي پرهغه د مخکي وختونو زکات لازم ندي .
۲- بلوغ : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولي باندي زکات فرض ندي که يي آدا کړي نه صحي کيږي .
۴- د نصاب مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چي شريعت پري زکات واجب کړي دي .
۵- پوروړي نه وي : يوه سړي د نصاب په اندازه مال لري ولي د نورو پوروړي هم وي زکات ورباندي نشته .
۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلي مال به يوکال تيرشوي وي ،پدي اړه نبوي (ص) ارشاد مبارک :
دحضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : چي چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغي باندي تر هغه وخته زکات نه واجبيږي څوپوري چي په هغي باندي يو کال نه وي تير شوي ( رواه الترمذي ).
۷- پرخپلواصلي ضرورتونو سربيره د نصاب شته والي :
۸- عقل : پرليوني زکات فرض ندي .
د زکات د اداء کولو د صحت شرطونه:
يعني د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وي زکات نه اداء کيږي :
۱- مسلماني :د زکات اداء کوونکي به ضرور مسلمان وي ، دنامسلمان زکات نه اداء کيږي .
۲- عقل : که يو ليوني زکات ورکړي زکات يي نه اداء کيږي .
۳- په ټاکلوځايونو کي د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کي واضح بيان شوي ،چي لاندي په تفصيل ذکر شوي ،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کي ولګول شي زکات نه ادا کيږي .
۴- بلوغ : نابالغه ماشوم که زکات ورکړي زکات نه اداء کيږي .
۵- مالک ګرځول : دزکات اداء کولو پروخت بايد د زکات اخيستونکي دهغه مالک وګرځول شي ، که هغه فرد وي اوکه د زکات راټولولومامورين وي .
۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکي بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولري .