
د زکات تعریف، حکم، فضیلتونه، شرطونه او نصاب
زکات د اسلام څلورم ستر رکن دی
زکات د اسلام څلورم ستر رکن دی، چې ډېر یو مهم عبادت دی. په قرآنکریم کې ډېر ځايه لمونځ او زکات یوځای ذکر شوي دي. دا دواړه عبادتونه د ټول دین ترجماني کوي. په بدني عباداتو کې لمونځ د ټول دین استازیتوب کوي، او په مالي عباداتو کې زکات د ټول دین استازیتوب کوي.
زکات په ټولنه کې د بېوزلۍ او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسیله ده. د زکات په ادا کولو سره په کور، کلي، ولس او هېواد باندې الهي رحمتونه او برکتونه نازلېږي. ځکه په کوم قوم کې چې رحم، زړهسوي او یو له بله مرسته وي، پر هغه قوم باندې خدای هم خپل رحمتونه نازلوي او له بلاوو او آفتونو یې ساتي.
په هغه قوم کې چې زکات نه وي، پر هغه به تل لوږه او فقر حاکم وي، ډول ډول آفتونه به ورباندې راځي.
د زکات حکم
زکات د اسلام درېیم ستر رکن دی، چې پر مسلمانانو (نر او ښځه) فرض دی.
په قرآنکریم کې تر ۸۰ زیات آيتونو کې زکات له لمانځه سره یوځای ذکر شوی دی.
﴿وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ﴾ (البقره: ۴۳)
“لمونځ قايم کړئ (په ښه شان سره له ټولو حقوقو)! او ورکړئ زکات! او رکوع وکړئ له رکوع کوونکو (مسلمانانو) سره.”
﴿وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ (النور: ۵۶)
“لمونځ قايم کړئ (په ښه شان سره له ټولو حقوقو)! او ورکړئ زکات! او د پيغمبر اطاعت وکړئ، هیله ده چې پر تاسو رحم وشي.”
د زکات فضیلتونه (ښېګڼې)
﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ﴾ (البقره: ۲۷۷)
یقیناً هغه کسان چې ایمان یې راوړی، ښه عملونه کوي، لمونځ قايموي او زکات ورکوي، د هغوی اجر د رب په نزد دی، پر هغوی هېڅ وېره نه ده او نه به غمجن کېږي.
﴿هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ٭ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ﴾ (النمل: ۲-۳)
“دا (قرآن) لارښوونه او زیری دی د مؤمنانو لپاره، هغه کسان چې لمونځ قايموي، زکات ورکوي او پر آخرت يقين لري.”
﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ٭ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ٭ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ٭ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ﴾ (المؤمنون: ۱-۴)
“بېشکه بریالي شول مؤمنان؛ هغه کسان چې په لمانځه کې عاجزي ښکاره کوي؛ له باطلو خبرو او کارونو مخ اړوي؛ او هغه کسان چې د زکات ادا کوونکي دي.”
د زکات نه ورکوونکو ته سخت عذاب
﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ﴾ (التوبه: ۳۴)
“او هغه کسان چې سره زر او سپین زر خزانې کوي، او په لاره د الله کې یې نه لګوي، نو زېری ورکړه د هغوی لپاره د دردناک عذاب.”
﴿وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ…﴾ (آل عمران: ۱۸۰)
“هغه څوک چې بخلي کوي دې فکر نه کوي چې دا یې په ګټه ده، بلکې دا د هغوی لپاره لوی زیان دی، او د قیامت په ورځ به د دوی په غاړه د طوق په شکل کې کېښودل شي.”
د زکات د واجب کېدو شرطونه
۱. مسلمان وي.
۲. بالغ وي.
۳. د نصاب مالک وي.
۴. پوروړی نه وي.
۵. پر مال یو پوره کال تېر شوی وي.
۶. د اصلي اړتیاوو نه علاوه نصاب موجود وي.
۷. عاقل وي.
د زکات ګټې
۱. د مال پاکوالی.
۲. د مال زیاتوالی.
۳. د مال له آفتونو ساتنه.
۴. د زړه سکون او خوشحالي.
۵. د سخیانو په ډله کې شاملېدل.
۶. د زړه نرمښت او پر نورو رحم کول.
۷. له دنیامحبت څخه خلاصون.
۸. د الله پر نعمت شکر ایستل.
۹. د قیامت په ورځ د خلاصون وسیله ګرځېدل.
د زکات نصاب
د سرو زرو نصاب: ۲۰ مثقاله (شاوخوا ۸۵–۹۶ ګرامه د فقهې د مختلفو محاسبونو له مخې).
د سپینو زرو نصاب: ۲۰۰ درهمه (شاوخوا ۶۰۰–۷۰۰ ګرامه د مختلفو محاسبونو له مخې).
دسرو او سپینو زرو زکات د ٪۲.۵ په اندازه (څلویښتمه برخه) دی.
د محترم ورور له لیکنې ډېره زیاته مننه کوو خدای دې خېر او برکت ورکړي
اما ځینو ځاینو کې کوچنۍ غلطۍ شته چې باید حل شي په تور د مثال یو ځای کی یې زکات دوهم رکن بیا دریم رکن بیا څلورم رکن خودلی دی چې باید ورته رسیده ګی وشي