د زړه حملې ګواښنده نښې

د زړه حملې ګواښنده نښې

ایا پوهیدئ چې کیدای شي د سینې له درده پرته په انسان د زړه حمله راشي؟ د زړه حمله او ناروغي په ټولو کسانو کې یو ډول نښې نه لري په ځانگړې ډول په ښځو کې. د زړه حملې اصلي لامل د وینې ټینگیدل دي چې دغه ټینگه وینه د زړه عضلاتو ته د وینې جریان مخه نیسي.

عمر، ارثي خواص، وینې لوړ فشار، کولیسټرول، اضافي وزن، پرهیز نه کول، الکول لرونکي مشروبات، ذهني فشار او ورزش نه کول هم د زړه حملې سبب گرځي.

د دې لپاره چې د زړه حملې څخه مخکې يي مخنیوی وکړو باید د زړه حملې څو مهمو نښو په اړه معلومات ولرو:

۱- ستوماني او ساه بندیدل:

ستوماني او ساه بندي دوه هغه نښې دي چې په وسیله يې بدن انسان ته وايي چې بدن دمه کولو ته اړتیا لري او همدا راز دغه نښې د زړه ناروغیو نښې هم کیدی شي چې په زړه له حده زیات فشار ښکاروندوي دی.

که له دلیل پرته د ستومانۍ او ستړتیا احساس کوئ نو د دې مطلب دا دی چې ستاسې زړه روغ نه دی.

ستوماني او ساه بندي په ښځو کې عامه ده او کیدی شي دغه نښې څو میاشتې مخکې د زړه له حملې ظاهره شي.

۲- بد هضمي، زړه بدوالی او قی کول:

ډېر ځلي خلک د زړه له حملې مخکې بد هضمي او د معدې له نورو ناروغیو سره مخ کیږي. ځکه چې د زړه حمله ډیر ځلي په ډیر عمر لرونکي خلکو راځي کوم چې د معدې په مختلفو ناروغیو اخته وي.

که د چا خیټه خرابه وي، بدهضمي او یا هم زړه سوی ولري؛ دا ښيي چې اصلي ستونزه په زړه کې ده او کیدی شي د زړه حمله راشي.

۳- شپه او ورځ خوله کول:

زیاته اندازه خوله کیدل په ځانگړي ډول کله چې ورزش او فزیکي فعالیت نه کیږي د زړه حملې اخطار وي. بدن ته د وینې پمپ کولو لپاره د وینې رگونه له زړه څخه مرسته اخلي نو ثقیل کار کولو پر وخت بدن ډیره خوله کوي تر څو د بدن تودوخه ټیټه وساتي. که ستاسو بدن سړه خوله کوي او پوټکی مو هم سوړ وي نو باید زر تر زره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

۴- سینې درد، فشار او ناارامي:

که څه هم د سینې درد زړه له حملې څخه مخکې عامه نه ده خو بیا هم د سینې درد د زړه حملې تر ټولو غوره نښه گڼل کیږي. سینې تنگوالی د زړه حملې یوه ډیره عامه نښه ده. خلک وايي چې د زړه له حملې مخکې يي داسې احساس درلود چې فیل د دوي پر سینه ولاړ وي.

که د چا سینه درد وکړي او یا هم تنگه شي نو باید ډیر ژر روغتون ته ولاړ شي ځکه چې د دغو نښو له څرگند کیدو سره په انسان ډیر زر د زړه حمله راځي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب