د زلزلو کثرت (ډيروالی) د قيامت نښانه
له قيامت څخه د مخه د زلزلو د کثرت معنا دا ده چې په يوه پراخه (وسيعه) علاقه کې به لوی مسلسلې زلزلې راشي، دا زلزلې به د امت لپاره يا رحمت او يا د ګناهونو کفاره وي، لکه چې د حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه په حديث کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
(ان أمتي أمة مرحومة ليس عليها في الآخرة عذاب إنما عذابها في الدنيا القتل والبلابل والزلازل قال أبو النضر بالزلازل والقتل والفتن).
ژباړه : زما په امت به رحم کيږي، د هغوی لپاره په آخرت کې هيڅ عذاب نشته، بلکه الله تعالی هغوی ته په دنيا کې د قتل، زلزلو او فتنو په شکل کې عذاب مقرر کړی.
يا دا زلزلې د خلکو لپاره سزا ده، چيرته چې فتنې او فساد زيات شي هلته د هغې زمانې د خلکو لپاره د عذاب او سزا په ډول زلزلې را ليږل کيږي.
حضرت ابو هريرة رضي الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې علم پورته نه کړل شي او زلزلې زياتې نشي.
حضرت عبد الله بن حواله ازدي رضي الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: ابن حواله ! کله چې ته ووينې چې خلافت د شام له زمکې څخه نقل کړی شي نو پوه شه چې د زلزلو، مصيبتونو او د لويو پريشانيو دور راتلونکی دی، په دې وخت کې به قيامت خلکو ته دومره نږدې وي لکه څومره چې زما دغه لاس دستا سر ته نږدې دی.
م. نجم الرحمن (فضلي)-