د زكات د ادا كولو مسایل 

د زكات ورکولو پر وخت ځینې مسایل:

  1. كله چې په مال باندې كال تير شي نو په سملاسي ډول دې زكات ادا شي , ځكه چې په غوره كار كې ځنډ كول ښه خبره نده , هسې نه چې خدای مكړه ناببره مرګ راشي او دزكات دنه ادا كولو ګناه د انسان پر غاړه پاتې شي ,كه چيرې دكال له پوره كيدو سره سم زكات ادا نه كړل شو نو بيا دې په راتلونكي كال كې دلومړني كال د زكات د نه ادا كولو له امله په توبې ايستلو سربېره د دواړو كلونو زكات په يو وار ادا كړي .لنډه دا چې په ژوند كې دې هرو مرو پاتې زكات اداكړې او دا وجيبه دې پر ځان باندې نه پرېږدي
  2. د ټول مال څلوېښتمه برخه وركول په زكات كې اړين دي یانې په سلو كې دوه نيمې روپۍ او په څلوېښتو كې يوه روپۍ .
  3.  مسكين (بې وسه ) ته دمال د وركولو پر مهال دې په زړه كې هرو مرو دا ور وګرځوي چې زه دا مال دزكات په بڼه وركوم , كه يې داسې نيت نه وي كړى او هسې يې مال فقير ته وركړى وي نو بيا زكات نه ادا كېږي له سره يې ادا كول اړين بلل كېږي ، البته دوركړل شوي مال به ځانته اجر او ثواب وركول كېږي .
  4. كه يې مسكين ته دمال دوركولو پر مهال نيت نه وو كړى نو تر كومه مهاله چې هغه مال دفقير په لاس كې وي تر هغو دزكات وركوونكي له لورې نيت پكې سم ( صحیح ) دى او كه يې اوس نيت وكړ هم زكات ادا كېږي ,خو كه فقير هغه مال خرڅ (مصرف ) كړى وي نو بيا دنيت كولو هيڅ اعتبار هم نشته بلكې له نوي سره به زكات وركوي.
  5. كه چا له خپله ماله يوه برخه فقيرته دزكات په نيت له نوره ماله را جلا كړه او ويې ويل چې فقير ته به یې دزكات په بڼه وركوم بيا يې هغه كوم فقيرته وركړخو هغه مهال يې نيت هير شو نو بيا هم زكات ادا شو , البته كه يې د جلا كولو پر مهال دزكات نيت په هغه مال كې نه و كړى نو بيا يې زكات هم نه ادا كيده .
  6. د زكات په وركړه كې زكات وركوونكي ته اختيار دى چې دزكات ټولې روپۍ يوه مسكين ته وركوي او كه يې په څو مسكينانو وېشي، همداراز كه وغواړي چې ټولې روپۍ په يوه ورځ چاته وركړي او كه وغواړي لږې لږې روپۍترڅو مياشتو هم مسكينانو ته وركولای شي.
  7. غوره داده چې مسكين ته دومره روپۍ وركړي چې لږ تر لږه یې ديوې ورځې كار خو پرې وشي ,اوپدې ورځ له چا څخه بسپنې اخیستلو ته اړ نه شي .
  8. يوه مسكين ته دومره مال وركول چې د ډير والي له امله يې په مسكين زكات فرض شي مكروه دي , خو كه بيا هم فقير ته چا دومره مال وركړ نوزكات يې ادا كېږي , او تردې لږ مال وركول بې له كراهيته روا دي .
  9. كه كومه ميرمن چې تنګلاسي يې ټولو ته څرګنده وي يا هم دپور په نه ادا كولو كې وتلې وي چاته دپور غوښتلو په موخه راشي نو زكات وركوونكى هغي ته دپور په نامه دزكات پيسې وركولای شي البته په زړه كې به يې دا وي چې زه دا روپۍ دې ميرمنې ته دزكات په بڼه وركوم نو زكات ادا كېږي , كه څه هم دغه ميرمن به دا فكر كوي چې ګواكې هغې ته دا پيسې دپور په توګه وركړل شوي دي .
  10. كه چاته دجايزې په توګه روپۍ وركړل شي او په زړه كې يې دا تيره شوې وي چې زه دزكات روپۍ وركوم نو بيا هم زكات ادا كېږي .
  11. كه دزكات وركوونكي په كوم مسكين باندې دساري په توګه لس روپۍ پور باندې وې نو زكات وركوونكى دا روپۍ دزكات په بڼه مسكين ته نشي وربښلای , البته كه يې لس روپۍ زكات مسكين ته وركړې او بيا يې بيرته له مسكين نه دخپل پور په بدله واخيستې نو دا روا دي , او زكات هم ادا كيږي .
  12. كه له چا سره دساري په توګه دسپينو زرو دومره ګيڼه ( ګاڼه ) وي چې له امله يې دساري په توګه په هغه سړ ي باندې دسپينو زرو درې تولې زكات وركول واجبيږي , او په بازار كې دساري په توګه د درېيو تولو سپينو زرو بيه دوه روپۍ ده نو دا سړى اوس د درېيو تولو سپينو زرو په ځای دهغو بيه (دوه روپۍ) نشي وركولای ,ځكه چې د دوو روپو وزن د دريو تولو سره برابر ندى , او دسپينو زرو په زكات كې كه سپين زر وركول كېږي نو دوزن اعتبار يې كېږي نه دبيې .خو كه په همدې مسئله كې دزكات ور كوونكى په نوموړو دوو روپو سره زر واخلي ،يا ګيلټ واخلي ، يا كپړه ( رخت ) يا يو بل شى واخلي او دزكات په بڼه يې وركړي ,يا پخپله درې تولې سپين زر دزكات په بڼه وركړي نو بيا زكات ادا كېږي .
  13. كه دزكات وركوونكي دزكات روپۍ پخپله مسكين ته ورنكړې بلكې بل چا ته يې وركړې او ورته ويې ويل چې ته دا روپۍ زما له لورې مسكينانو ته دزكات په بڼه وركړه ، نو كه چېرې هغه سړي دغه روپۍ مسكينانو ته وركړې ،خو د وركړي پر مهال يې دزكات نيت هم نه وو نو بيا هم زكات ادا كېږي .
  14. زكات وركوونكي چاته دساري په توګه دوه روپۍ وركړې ، خو هغه چا بعينه دزكات وركوونكي له لورې وركړل شوې روپۍ مسكين ته ورنه كړې بلكې له خپله ځانه يې نورې دوه روپۍ مسكين ته وركړې او له ځانه سره يې وويل چې هغه دزكات وركوونكي دوه روپۍ به زه ځانته راوګرځوم نو پدې صورت كې زكات ادا كېږي خو پدې شرط چې دزكات وركوونكي دوه روپۍ به له نوموړي سړي سره موجودې وي او هغه به دخپلو دوو روپیو په بدل كې دزكات وركوونكي ددوو روپو د اخیستلو نيت هم كړى وي ، ليكن كه چېرې دزكات وركوونكي دوه روپۍ له هغه سړي نه دزكات تر وركولو د مخه مصرف شوې وې او له هغه وروسته يې غريب ته خپلي روپۍ وركړې نو پدې صورت كي زكات نه ادا كيږي . همداراز كه يې دخپلو روپو دوركړې پر مهال دا نيت هم نه وو چې دى به دزكات وركوونكي دوه روپۍ ځانته ورګرځوي نو بيا هم زكات نه ادا كيږي . اوس به هغه له سره نورې دوه روپۍ په زكات كې وركوي .
  15. كه چېرې زكات وركوونكي چاته روپۍ نه وي وركړي بلكې يواځې دومره يې ورته ويلي وي چې ته زما له لوري زكات وركړه او هغه سړي دده له لورې زكات ادا كړ نو د زكات وركوونكي زكات ادا شو ،او څومره روپۍ چې نوموړي سړي دده له لورې په زكات كې وركړې زكات وركوونكى به هغه روپۍ نوموړي سړي ته وركوي.
  16. كه چېرې زكات وركوونكي د زكات د وركړې په اړه هيچا ته هم څه نه وو ويلي مګر بيا هم كوم دخدای بنده راولاړ شو اود زكات وركوونكي له اجازې پرته يې دهغه له لورې زكات اداكړ نو دا زكات نه ادا كېږي ،كه چېرې دزكات له وركولو وروسته زكات وركوونكي هغه ته اجازه هم وكړه بيا هم دا زكات نه ادا كېږي ، او هغه روپۍ چې نوموړي سړي دزكات وركوونكي له لوري اداكړې نو د هغو دغوښتلو حق شرعاً دوى له زكات وركوونكي څخه نشي كولای .
  17. كه زكات وركوونكي چاته روپۍ وركړې چې ته دا زما له لوري كوم غريب ته وركړه نو دهغه اختيار دى چې پخپله يې كوم غريب ته وركوي او كه يې بل چاته وركوي او ورته وايي چې دا كوم غريب ته دزكات په بڼه وركړه (د نوم وراخستل اړين نه دي چې د فلاني له لوري يې وركړه ) او که هغه سړي دا روپۍ كوم خپل خپلوان يا پلار مور ته چې غريب وو وركړې نو زكات ادا كېږي .خو كه هغه پخپله غريب وو نوځان ته يې نشي ګرځولای .
    خو كه زكات وركوونكي ورته ويلي وي چې ته چې څه غواړې پدې پيسو يې وكړه او يا چې چاته يې وركول غواړې وريې كړه نو بيا يې په هغه صورت كې ځانته هم ګرځولاې شي .
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب