د روژې فضائل او ښېګڼې

شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَـٰتٍ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ ۚ (البقرة ۱۸۵)
ژباړه: د رمضان مياشت خو هماغه ده چې قرآن پکې نازل شوی د خلکو لپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښې او د حق او باطل بېلوونکی (کتاب) دی.

  • رمضان د توبې، او مغفرتونو مياشت ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او يو رمضان تر بل رمضان پورې د مسلمان ګناهونه له منځه وړی ترڅو يې چې لوی ګناهونه نه وي کړي. (۱)
  • څوک چې د رمضان روژې پر الله د ښه باور او ثواب په نيت ونيسي الله ورته پخواني ټول ګناهونه بخښي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې له ايمان سره او د ثواب په نيت د رمضان روژې ونيولې، الله يې پخواني (واړه) ګناهونه بخښي (۲).
    بل حديث کې فرمايي: چا چې له ايمان سره او ثواب په نيت د رمضان شپې الله ته په عبادت تېرې کړې، د هغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه بخښل کيږي،(۳)
    او په دريم حديث کې فرمايي: چاچې له ايمان سره او ثواب په هيله د قدر شپه الله ته په ولاړه تېره کړه، دهغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه به وبخښل شي.(۴)
  • رمضان له اور څخه د خلاصون مياشت ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په رمضان کې هره شپه يو آواز کوونکی نارې وهي چې: اې د خير غوښتونکيه وړاندې شه! او اې د شر غوښتونکيه تم شه! نن الله پاک ډېر خلک له اوره خلاصوي؛ نو ښايي ته هم د هغو په کتار کې راشې او دا (آواز او له اوره خلاصون د روژې) په هره شپه کې وي.(۵)
    سندي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې ليکي: معنا دا چې اې د خير غوښتونکيه د خير کارونو ته وړاندې شه؛ ځکه چې همدا ستا وړ ده، تاته به د لږ عمل په بدل کې ډېر څه درکړل شي، او اې د شر غوښتونکيه له ګناهونو لاس واخله او توبه وباسه! ځکه چې همدا د توبې د قبلېدا وخت دی.
  • په رمضان کې د جنت دروازې پرانيستي او د دوزخ دروازې بندي وي او شيطانان تړلي وي، په يو حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: رمضان چې راشي د جنت دروازې پرانستل شي او د دوزخ دروازې بندي کړل شي او شيطانان په ځنځيرونو وتړل شي. (۶)
  • رمضان د صبر مياشت ده او صبر چې په روژه کې څومره ښکلا خپلوي په نورو عبادتونو کې يې نه خپلوي، په دې مياشت کې مسلمان خپل نفس له شهواتو او خوښو شيانو څخه بندوي، له همدې امله روژې ته نيم صبر ويل شوی او د صبر جزا جنت دی، الله پاک فرمايي:
    …‌ إِنَّمَا يُوَفَّى ٱلصَّـٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ (الزمر: ۱۰)
    ژباړه: او يقينا چې صبر کوونکو ته بې حسابه پوره پوره بدله ورکول کيږي.
  • رمضان د دعاګانو د قبلېدو مياشت ده، الله پاک د روژې له
    يادونې سمدستي وروسته داسې فرمايي:
    وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ (البقرة: ۱۸۶)
    ژباړه: او چې بندګان مې زما په اړه تا کله وپوښتي نو (ورته ووايه چې) زه بالکل نژدې يم، د غوښتونکو سوال قبلوم کله چې ما وربولي.
  • —————
  • او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د درې کسانو دعا نه رد کيږي : روژه نيونکی چې ترڅو روژه ماتوي، د عادل امام دعا، او د مظلوم ښيرا. (۷)
  • رمضان د سخاوتونو او ښېګڼو مياشت ده، له همدې امله په روايتونو کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان کې ترهغه باد هم ډېر سخي و چې هر چاته ګټه رسوي. (۸)
  • رمضان د ليلة القدر مياشت ده، هغه چې د هغې يوې شپې عبادت الله پاک د زرو مياشتو له عبادت نه زيات ګڼلی، او څوک چې ددې شپې له خير څخه بې برخې شي، هغه له ټولو خيرونو څخه بې برخې دی، په يو حديث کې راځي چې يو ځل د رمضان له راتلو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل: د رمضان مياشت پر تاسو را ورسېدله، دا ډېره مبارکه مياشت ده، الله تعالی ددې مياشتې روژې پر تاسو فرض کړي دي، په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي، او شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي، او په دې کې يوه داسې شپه ده چې له زرو مياشتو نه غوره ده، څوک چې د هغې ورځې له خير څخه بې برخې شي، هغه له هر خير نه بې برخې شو. (۹)
  • حضرت ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: روژه (د مسلمان له پاره له ګناهونو او دوزخ څخه) ډال دی، نو نه دي پکې ناوړه خبرې کوي او نه دې چاسره جنجال کوي او که څوک ورسره جنګ کوي او يا ورته سپکې سپوري ووايي؛ نو دی دې ورته ووايي چې ما روژه نيولې ده، دا يې دوه ځله وويل او بيا يې وفرمايل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی! دا روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نيز له مشکو نه ډېر خوږ دی، بيا يې وفرمايل: الله تعالی فرمايي: زما بنده چې خوراک، څښاک او شهوت زما د امر له امله پرېږدي نو زه پخپله جزا ورکوم؛ ځکه چې روژه زما ده او زه به د هرې نېکۍ په بدل کې لس نېکۍ ورکوم ” (۱۰)
  • حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ” د جنت يوه دروازه ده چې “ريان” ورته ويل کيږي، له هغې دروازې څخه به يوازې روژه نيونکي مسلمانان جنت داخليږي او اعلان به کيږي چې: روژه نيونکي چيرې دي!! نو هغوی به را ولاړ شي او چې ننوځي هغه دروازه به د نورو خلکو پر مخ وتړل شي” (۱۱)
  • رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: روژه او قرآن د الله په دربار کې بنده لپاره د بخښنې سپارښتنه کوي، روژه به وايي: اې ربه! داسړی ما د ورځې له خوا له خوراک، څښاک او جماع څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، او قرآن به وايي: اې ربه! دا بنده ما د شپې له خوب څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، الله پاک به د دواړو شفاعت قبول کړي. (۱۲)
  • د روژې لومړنۍ لس ورځې د رحمت، منځنۍ لس يې د بخښنې او وروستۍ لس يې له اور څخه د خلاصون ورځې دي. (۱۳)
  • روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى، هغه چې بل چاته نه ښکاري، معنا دا چې په روژه کې که څوک وغواړي کولای شي له خلکو پټ روژه وخوري؛ خو د الله پاک له وېرې يې نه خوري؛ ځکه مومن باور لري چې الله مې په هر ځای کې ويني، له همدې امله دا عبادت د الله او بنده ترمنځ راز دی او نور عبادتونه داسې نه دي. (۱۴)
  • ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسلمان ته د هر نېک عمل په بدل کې له لسو څخه تر اووه سوه پورې نېکۍ ورکول کيږي؛ خو الله پاک وايي چې روژه زما ده او زه به پخپله د دې بدله ورکوم؛ ځکه چې بنده زما د امر له امله خپل شهوات ترپښو لاندې کوي او خوراک او څښاک نه کوي، روژه نيونکي ته دوه خوشحالۍ دي: يوه د روژه ماتي پر وخت او بله هغه وخت چې له خپل رب سره مخامخ شي، او د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نېز له مشکو هم خوږ دی… (۱۵)

۱- صحیح مسلم ، حدیث رقم (۵۵۲)
۲- صحیح البخاري ، حدیث رقم (۳۸)
۳- صحیح البخاري ، حدیث رقم (۳۷)
۴- صحیح البخاري ، حدیث رقم (۳۵)
۵- جامع الترمذي، حدیث رقم (۶۸۲)
۶- صحیح مسلم ، حدیث رقم ۲۴۹۳
۷- مسند احمد ، حدیث رقم ۸۰۷۹
۸- صحیح البخاري، حدیث رقم ۱۹۰۲
۹- مسند احمد ، حدیث رقم ۷۱۷۹
۱۰- صحیح البخاري، حدیث رقم ۱۸۹۴
۱۱- صحیح البخاري، حدیث رقم ۱۸۹۶
۱۲- رواه البیهقي  في شعب الایمان، کذا في مشکوة‌المصابیح ۲/۳۴۰ ط: مکتبة البشری
۱۳- مشکوة‌ – ۱۷۴
۱۴- تفسیر القرطبي ۲/۱۸۳-۱۸۴
۱۵- صحیح مسلم ، حدیث رقم ۲۷۰۵

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ