د روژې آداب
1. که چا در ته بد رد ویل، ورته ووایه: زه روژه یم.
2. روژتي ته افطاري ورکړئ. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې روژتي ته افطاري ورکړ، نو د هغه د روژی اجر به ورکړل شي، پرته له دې چې د روژتي د اجر نه څه کم کړل شي.
3. د روژې په لسو وروستیو شپو کې زیات عبادت وکړئ. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به په لسو وروستیو شپو کې زیات عبادت کولو، او خپلې میرمنې به یې هم عبادت ته راویښولې.
4. د لیلة القدر د موندلو په هڅه کې اوسئ، او پدې شپه کې زیات عبادت ترسره کړئ، ځکه چې په دې شپه کې عبادت د زرو میاشتو څخه غوره دی، چې څه د پاسه دري اتیا کاله کیږي.
ژباړه: سيد مصطفی حماس