
د رمضان دریمه کې تاریخي پيښې
د رمضان دریمه نیټه کې ۴ تاریخي پيښې:
۱- د حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها وفات :
د روژي په دریمه نیټه چي د ۶۳۲ میلادي کال د نوامبر د میاشتی له ۲۱ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرانه لور ، د حضرت علي رضي الله تعالی عنه میرمن ، د حضرت حسن او حضرت حسین رضي الله تعالی او د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د میرمني (ام کلثوم) مور حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها له دي فاني دنیا څخه سترګي پټي کړلي .
۲- د تحکیم پيښه :
د روژي په ۳ نیټه چي د ۶۵۸ میلادي کال د فبروري له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري وروسته له دوو فتنو ( د جمل جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه د لښکر او د حضرت طلحه او حضرت زبیر رضي الله تعالی عنهما د لښکر تر منځ پيښ شو ، همدا رنګه د صفین جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه او د حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه د لښکرو تر منځ پيښ شو ) د صلحي لپاره مذاکرات وشول ، دا پيښه د تحکیم په نوم یادیږي . له دي پيښي څخه وروسته زیات شمیر کسان د حضرت علي رضي الله تعالی عنه له لښکر څخه جلا شول چي وروسته په خوارجو سره یاد شول ، په همدي تاریخ حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه مصر تر خپلي ولکي لاندي راوست .
۳- د بني بویه له لوري د بغداد نیول کیدل :
د روژي په ۳ تاریخ په ۳۱۸ هـ کال کي ابوطاهر جلال الدولة د بني بویه کورني بادشاه د عباسي خلیفه القادر په وخت کي بغداد تر خپلي ولکي لاندي راوست او عباسي خلیفه يي له بغداد څخه ویست .
۴- د رابح بن زبیر شهادت :
د روژي په ۳ نیټه په ۱۳۰۷ هـ کال کي چي د ۱۸۹۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۲۲ تاریخ سره سمون خوري د مسلمانانو میړنی مشر او په تشاد کي د اسلامي حکومت بنسټ ایښودونکی رابح بن زبیر د فرانسوي یرغلګرو له لوري ددي هیواد د پایتخت دیکوال له نیول کیدلو وروسته په شهادت ورسید .
شفیق احمد ریان