د رومیانو پوټکې مو له بلا ناروغیو ژغوري

 

د سرو بانجانو پوټکی، لکه د مڼې پوټکی د بلا ويټامینونو ډک دی او انسان د ډېرو ناروغیو ژغوري، انسان آن د زړه د بیمارۍ هم ژغوري، دا ځکه چې د سرو بانجانو پوټکی د لیکوبین عجیبه ماده لري.

لیکوبین ماده سرو بانجانو ته نه یواځې سور رنګ ورکوي؛ بلکې ډيری ويټامینونه لري چې بدن ته ډېر صحي ګټې رسوي، د (اید) طبي ټولنې په بنا څوک چې سره بانجان د پوټکي پرته خوري له دغو ویټامینونو بې برخې کېږي.

لیکوبین ماده د کاروتین له کورنۍ څخه ده چې د اکساید پر ضد کاریږي او د بدن حجرې ساتي،  د دې سربېره د بې کاره کلیسټرولو (LDL) په علاج کې هم برخه اخلي، چې لیکوبین ماده کولای شي په وینه کې د کلیسټرولو اندازه را کمه کړي.

د لیکوبین ماده په هندواڼه او پاتې نورو میو، همداراز په سور رنګه سبزیجاتو مثلا: ګازرو، سور مرچک کې هم موجوده ده خو په سرو بانجانو کې يې اندازه نسبت نورو ته ډېره ده.

سره بانجان په غوړو کې سره کړي، خام یا د ترکارۍ سره یو ځای يې د خوړو امکان شته، د لیکوبین ماده په کتغ کې د ورکېدو یا حل کېدو  په حالت کې باک نه کوي.

سعید کاموال

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب