د رومي بانجان رُب (Tomato Ketchup) مو پوټکی او ویښته لا ښکلی کوي

د رومي بانجان رُب (Tomato Ketchup) مو پوټکی او ویښته لا ښکلی کوي

په دې وروستیو کې په پرمختللي هیوادونو کې د رومي بانجانو د رُب استعمال مخ په زیاتیدو دی. د رومي بانجانو د رُب استعمالوونکي وايي چې د رومي بانجان رُب د انسان پوټکي او ویښتانو ته له اندازې زیاته ګټه لري. دلته مو د رومي بانجان د رُب له ځینو مشهورو ګټو سره اشنا کوو.

د رومي بانجان د رُب استعمال د پوټکي ښکلا لپاره
رومي بانجان له اندازې زیاته د لایسوپین نومې مواد لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري. لایسوپین نومې مواد د پوټکي هغه برخه چې د لمر وړانګو سوزولی وي بیرته رغوي. رومي بانجان زیاته اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او کې (K) هم لري کوم چې د پوټکي په نرم ساتلو کې ځانګړی اغیز لري او له مختلفو زیانونو څخه يي ژغوري. تر ټولو عجیبه خبره دا ده چې د رومي بانجانو له پخولو سره په رومي بانجان کې د لایسوپین اندازه نوره هم زیاتیږي. په لایسوپین کې شته نو ګټور مواد او مرکبات په پوټکي کې شته کولاجن نومې موادو تولید زیاتوي او د انسان پوټکي ته ځانګړی ښکلا بښي.

په یاد ولرئ چې په بازارونو کې شته د رومي بانجان رُب کې سرکه استعمال شوی کوم چې د رومي بانجان پورته یادې شوې ګټې له منځه وړي نو له همدې امله په کور کې د جوسر په مرسته د رومي بانجان رُب جوړول او استعمالول به يي له اندازې زیاته ګټه ولري.

که غواړئ د مخ پوټکی مو تازه او ښکلی وي نو د رومي بانجان رُب د ۱۵ دقیقو لپاره پر خپل مخ ووهئ او د وخت له پوره کیدو سره يي په یخو اوبو ووینځئ. دغه عمل ډیر ژر د پام وړ اثر کوي.

د ویښتانو ښکلا لپاره
د رومي بانجانو رُب خپل ترکیب کې د تیزابو مختلف ډولونه لري کوم چې د ویښتانو په بیخ کې جذبیدو سره ویښتانو ته ځانګړی ځلا وربښي. خو هیره دې نه وي چې په ویښتانو د رومي بانجانو د رُب استعمال په ویښتانو کې د پخې لامل هم ګرځي.

د پنځو دقیقو لپاره د رومي بانجان رُب په خپل ویښتانو ووهئ او له هغې وروسته يي په یوه ښه شامپو په ښه ډول ووینځئ. دغه عمل ویښتانو ته د پام وړ ځلا او ښکلا بښي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب