د رمضان اوله نېټه کې تاریخي پيښې
۱- په ابراهیم علیه السلام د صحیفو نزول :
د روژي مبارکي میاشتي په لومړی نیټه الله تعالی په ابراهیم علیه السلام دده د ملت لپاره صحیفي را نازلي کړي .
۲- د رمضان اوله میاشت چي مسلمانانو پکي روژه ونیوله :
مسلمانانو په لومړي ځل د رمضان د مبارکي میاشتي په لومړي نیټه د یکشنبي په ورځ چي د ۶۲۴ میلادي کال د فبروري ۲۶ تاریخ سره سمون خوري روژه ونیوله . مسلمانانو ته د روژي د نیولو امر د شعبان د میاشتي په لومړۍ نیټه د هفتي په ورځ وشو .
۳- مصر ته په لومړي ځل د اسلامي لښکرو داخلیدل :
د روژي په اوله ورځ د هجرت په ۲۰ کال چي د ۶۴۱ میلادي کال د اګست د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري د امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د خلافت په وخت کي اسلامي لښکر د حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه په مشري مصر ته داخل شو او دا هیواد د سلامي نړۍ برخه شو .
۴- د بابیلون محاصره :
د روژي په لومړي نیټه د هجرت په ۲۰ کال چي د اګست د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه رومي فوځيانو ته له ماتي ورکولو وروسته د بابلیون مهم ښار محاصره کړ .
د اندلس (هسپانیه ) د فتحي پیل :
د روژي د میاشتي په لومړی نیټه په ۹۱ هجري کال کي چي له ۷۱۰ میلادي کال سره سمون خوري د مسلمانو لښکر د طریف بن مالک رحمة الله تعالی علیه په مشري د اندلس په جنوبي سواحلو کي لنګر واچاو او ددي هیواد جنوبي سرحدونه يي تر خپل واک لاندي راوستل ، د اسلام ستر مجاهد موسی بن نصیر رحمة الله علیه عنه طریف بن مالک ته امر کړئ وو چي د اروپا د فتحي لاره هواره کړي .
د اسلام د ستر مفکر علامه شکیب ارسلان پیدايښت :
د روژي مبارکي په لومړی نیټه په ۱۲۸۶ هجري کال کي چي د دسمبر له ۲۵ تاریخ سره سمون خوري مشهور لیکوال او مفکر علامه شکیب ارسلان رحمة الله علیه دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړي د اسلامي نړۍ د اتحاد او یوالي لپاره ډیري هڅي وکړي .
۷- په اشغال شوي فلسطین د اسرائیلو وحشیانه حمله :
په ۱۴۲۵ هجري کال کي چي د ۲۰۰۴ میلادي کال د اکتوبر د میاشتي له ۱۵ تاریخ سره سمون خوري د اسرائیلو وحشي فوځيانو د غزي ښار په شمالي برخه حمله وکړله ددوي په وحشیانو ډزو او بمباریو کي ۱۱۰ فلسطیني مسلمانان په شهادت ورسیدل د هغو له جملي څخه ۳۰ تنه تنکي ماشومان وو همدا رنګه په دي وحشیانه حمله کي ۴۰۰ تنه زخمیان شول چی اکثره يي ماشومان وو .
شفیق احمد ریان