د رمضان استقبال بايد څنګه وشي؟

 په دغه لومړۍ برخه کښي په دې اړه معلومات درکوم چي مسلمانان بایدپه څه ډول د رمضان دمبارکي میاشتي استقبال وکړي.

محترمومسلمانانو وروڼوهرمسلمان چی دغه یو څو امور د رمضان د مبارکی میاشتی د رارسیدو په خاطر عملی کړی نو دغه مسلمان په ډیره نیکه توګه د رمضان د مبارکی میاشتی استقبال وکړ او هر مسلمان ته پکار دئ چي په همدغه ډول د رمضان د مبارکی میاشتی استقبال بدرګه کړي،

اول:

هر مسلمان باید د رمضان مبارک تر رارسیدلو له مخه لا د اخلاص توبه وکاږی او په خپلو هغو تقصیراتو کښي چی د الله جل جلاله په بندګی کښي ورڅخه صادر سوی وی تدبر او تأمل وکړی او باندی پښيمانه سی اوله الله جل جلاله څخه مغفرت وغواړی او دا ټینګ عزم او قصد وکړی چی آینده به دغه تقصیرات نه تکراروم ، ترڅو چی له رمضان مبارک سره په داسی حال کښي مصادف سی چی له ګناوو څخه پاک سوی وی ځکه تائب له ګناه څخه د هغه چاپه ډول دۍ چی بیخی يې هیڅ ګناه نه وکړی لکه چی د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«التَّائِب من الذنب ِکَمن لاذنبَ لَه».

دوهم:

هر مسلمان باید د رمضان مبارک تر راتلوله مخه لا و خپلو عادی حالاتو ته تغیر ورکړی او په تلاوت او په ذکر او استغفار او داسی نورو تعبدی کارو زور ولګوی د دې لپاره چی د رمضان مبارک له رارسیدو سره سم له عباداتو، قرباتو او طاعاتو سره یې عادت نیولۍ وي.

دریم:

د رمضان مبارک د رارسیدوله مخه لا باید حتی الامکان تقسیم الاوقات وکړی چی په دې وخت کښي به طاعت کوم او په فلان وخت کښي به ذکرتسبیحات وغیره کوم او په فلان وخت کښي به خپلی دنیوی عادی چاری ترسره کوم او په فلان وخت کښی به استراحت کوم وهکذا.

څلورم:

هر مسلمان باید د رمضان دمبارکی میاشتی وراتګ ته داسی شوق،مینه اوخوشحالی اوتنده ښکاره کړی لکه یوډیر سخت تږۍ یاسخت وږئ انسان چی يې و اُوبو او یا ډوډۍ ته ښکاره کوي.

پنځم:

هر مسلمان نر او ښځه د رمضان تر رارسیدو ړومبَی لاوالله پاک ته د دې سوالونه احتیاجونه او دعاګانی دزړه په حضوراو په ډیره عاجزی سره کوی چی الله جل جلاله یې د رمضان دمبارکی میاشتی له برکاتو او فيوضاتو څخه محروم نکړی او د طاعت او عبادت توفیق ورکړی او په دغه میاشت کښی یې الله جل جلاله له تقصیراتو او غیر شرعی حرکاتو څخه وساتی او د صحیح او سالمی روژې نیولو توان ورکړی دغه پنځه امور چی مسلمان له مخه تر راسیدود رمضان په عمل کښي راولی نو بیشکه ده په اعلی درجه سره د رمضان مبارک استقبال بدرګه کړ.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب