د رشوت بیان

 

افغانستان ته د امریکایانو له راتګ سره ډیر ټولنیز رنځونه راغلل، یو له دغو مهمو رنځونو بیخي زیاته کچه رشوت او بډې دي. رشوت خوړل دومره زیات شوي چې بیخي د خلکو د ژوندانه عادي برخه ګرځيدلې ده، د نړیوال شفافیت ټولنې راپور سره سم تیر کال افغانانو ۱۳ملیارده ډالره رشوت ورکړی دی.

که څوک د نړیوال شفافیت راپور ته سطحې نظر وکړي نو نه یې مني، خو که خبر شي چې د امریکا لخوا یواځې امریکا اړوند قراردادونو څیړلو لپاره جوړې شوې ادارې څومره لوی لوی رشوتونه بربنډ کړي دي نو وبه ویني چې د پینځه لکه ډالرو په ټیکه کې پنځوس ملیونه ډالره خوړل شوي دي.

که امریکایی رشوت خوري او ناروا کوي ګیله ترې نشته چې کافران دي، نو آخر زمونږ مسلمانان یې ولې کوي؟ آیا له دغو حدیثونو خبر دي چې رشوت خوړل څومره لویه ګناه ده؟

حدیث شریف کې دي:

۱- «عن عبد الله بن عمرو- رضي الله عنهما- قال: لعن رسول الله صلّى الله عليه وسلّم الرّاشي والمرتشي»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او اخیستونکي لعنت ویلی دی. د لعنت معنا د الله له رحمته لرې والی دی. یعني د الله له رحمته دې لرې وي.

بل حدیث شریف کې (والرّائش: يعني الّذي يسعى بينهما) د رشوت اخیستونکي او ورکوونکي ترمنځ دریمګړی هم په لعنت شویو کسانو کې یاد شوی دی.

۲- «عن عبد الله بن عمرو- رضي الله عنهما- عن النّبيّ صلّى الله عليه وسلّم قال: «الرّاشي والمرتشي في النّار»

«رشوت ورکوونکی او اخیستونکی په اور(جهنم) کې دي.»

۳- «د بل حدیث شریف مفهوم دی چې څوک د واک مهال عدالت وکوي او رشوت ونه خوری نو الله پاک به یې قیامت کې لاسونه پرانیزي، او که د الله له حکم پرته او په رشوت خوړلو پریکړه وکړي او خپلولي/واسطه وپالي نو کیڼ لاس به یې ښی پورې وتړب او جهنم کې به وویشتل شي، چې ۵۰۰ کلونو پورې به یې بیخ ته نه رسیږي.»

۴- د بل حدیث شریف مفهوم دی چې، چا خپل –مسلمان- ورور ته واسطه و کوله، بیا ددې واسطې له کبله سوغات ورکړل شو او قبول یې کړ، نو د سود دروازو څخه یوې لویې دروازه کې دننه شو.

۵- بل حدیث شریف بیا خبره بیخي سپینه کړې ده، بخاري او مسلم کې یوه واقعه رانقل شوې چې یو وارې رسول الله صلی الله علیه وسلم زکات غونډولو ته یو کس واستوه، هغه چې بیرته راغی نو ویل یې، دا د تاسو، او دغه ماته تحفه راکړل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت غوسه شو، او ویې فرمایل چې دغه کس دې د پلار یا مور کور کې ناست وه چې بیا وکتل شي څوک تحفه ورکوي که نه؟! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې که هر چا له دغه مال څخه خورد بورد وکوه نو د قیامت په ورځ به یې غاړه کې پروت وي.

نو اې رشوت ورکوونکیه، اخیستونکیه او ترمنځ یې دریمګړیه!

که غواړۍ دنیا مو د الله له رحمته لرې، ژوند او اخرت مو جهنم کنده ځای شي رشوت ته دوام ورکړۍ، کنه توبه وباسۍ، او له دې وروسته سوچه حلاله روزي ته پیل وکړۍ.

عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب