د رسول الله ﷺ وصيتونه
رسول كريم ﷺ څخه داسې ارزښتناك او ګټور وصيتونه او نصيحتونه را نقل شوي دي چې هر مسلمان او مومن وګړی ورته، په خپل ورځني ژوند او بيلابيلو خاصو او عامو حالتونو كې خورا زياته اړتيا لري. دا دى مونږ د دغه وصيتونو څخه يو څه په دې لنډه ليكنه كې تاسو ته وړاندې كوو، ترڅو زمونږ او ستاسو د دنیا و آخرت د كاميابۍ، سرلوړۍ او نيكمرغۍ لامل وګرځي او الله تعالي دې مونږ او تاسې ته د عمل توفيق راپه برخه كړي.
۱. ابوذر رضي الله عنه ته د رسول اللهﷺ (۷) نصيحتونه:
عن ابی ذر رضي الله عنه قال: امرني خليلي بسبع:
ابوذر رضي الله عنه فرمايي چې ماته مې خپل دوست د اوو شيانو امر كړی دى:
۱- أمرني بحب المساكين و الدنو منهم.
ماته يې د مسكينانو سره د محبت او هغوی ته د نژدې كيدو امر كړيدى.
۲- و أمرني ان انظر الى من هو دوني و لا أنظر الى من هو فوقي.
ماته يې امر كړى دى چې په دنيوي چارو كې به له ځان څخه لاندې خلكو ته ګورم او له ځان څخه پورته خلکو ته به نه ګورم.
3- و أمرنی أن أصل الرحم و إن أدبرت
ماته يې امر كړى دى چې زه به د خپلوانو سره خپلولي پالم كه څه هم هغوی له ماسره خپلولي نه پالي.
4- و أمرنی أن لا أسال أحداً شیاً
ماته يې د دې خبرې امر كړی دى چې له چا څخه به د هيڅ شي سوال نكوم.
5- و أمرنی أن أقول الحق و لو کان مُراً
او دا چې زه به حقه خبره كوم كه څه هم هغه ډيره ترخه وي.
6- و أمرنی أن لا أخاف فی الله لومة لا ئم.
او دا چې د الله په لار كې به د چا له ملامتۍ څخه ويره نه كوم.
7- و أمرنی أن أکثر من قول “لا حول و لا قوة إلا بّالله فإنهن من کنز تحت العرش”
او د دې خبرې امر یې كړى دى چې لا حول و لا قوة الا بالله په كثرت سره وايه ځكه چې دا له هغې خزانې څخه ده چې له عرش عظيم څخه لاندي ده.
۲- د قبرونو زيارت او له مړو څخه پند اخيستل:
عن أبی ذر رضی الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أوصــــاه، فقال له: زر القبور تذکر الاخرة و اغسل الموتی، فإن معالجة جسد خاوٍ موعظة بلیغة.
له ابوذر رض څخه روايت دى هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته وصيت كاوه، نو ورته ويې فرمايل: چې ای آبوذره! د قبرونو زيارت كوه، ځكه چې د قبرونو زيارت كول سړي ته آخرت ور په يادوي او مړو ته غسل وركوه، ځكه چې د مړي له جسد سره ښكته او پورته كيدل يو بليغ پند او عبرت دى.
۳- د رسول الله ﷺ اوه ګوني نصيحتونه:
قال رسول الله ﷺ أوصانی ربی بسبع، أوصیکم بها”. رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
چې ماته مې خپل رب اوه وصيتونه كړي چې تاسي ته زه د هغو وصيت كوم:
1. أوصانی بالإخلاص فی السرٍ و العلانیة
ماته يې په پټه او ښكاره دواړو حالتونو كې د اخلاص امر كړی دى.
2. و العدل فی الارضا و الغضب
ماته يې د خوښۍ او غضب دواړه حالتونو كې د عدل او انصاف امر كړی دی.
3. و القصد فی الغنی و الفقر
او ماته يې د نيستۍ او بډاتوب په دواړو حالتونو كې د منځ لاريتوب او اقتصاد امر كړى دى.
4. و أن أعفو عمن ظلمنی
او دا چې زه به هغه چاته بښنه كوم چې له ما سره يې تيرى او ظلم كړى دى.
5. و أعطی من حرمنی
او هغه چاته به وركړه كوم چې ماته څه نه راكوي.
- و أصل من قطعن
او دا چې زه به هغه چا سره هم خپلوي پالم چې هغوى له ماسره خپلولى پريكوي. - و أن یکون صمتی فکراً و نطقی ذکراً و نظری عبره”
او دا چې زما چوپتيا له فكر او سوچ وي او زما خبري به د الله تعالي ياد وي او هر شي ته به د عبرت او پند په نظر ګورم.
۴- د رسول الله صلى الله عليه وسلم پنځه ګوني وصيتونه:
عن أبی هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله ص: من یأخذ عنی هذه الکلمات، فیعمل بهن او یعلم من یعمل بهن؟ فقال ابوهریرة رضی الله عنه قلت أنا یا رسول الله! فأخذ بیدی فعد خمساً فقال:
ابوهريرة رضي الله فرمايي: چې رسول الله ﷺوفرمايل:
څوك له ما څخه دغه نصيحتونه اخلي، چې خپله پرې عمل وكړي، او يا يې بل ته وښايي، چې هغه پرې عمل وكړي؟ ما وويل زه يا رسول الله ﷺ! نو زه يې له لاسه و نيولم او پنځه شيان يې وشميرل، او ويې فرمايل:
1. اتق المحارم تکن أعبد الناس
له محرماتو څخه ځان وژغوره نو د ټولو خلكو څخه به لوى عابد شې.
2. و ارض بما قسم الله لک تکن أغنی الناس
د الله تعالي په ويش باندې راضي اوسه له ټولو څخه په غني شې.
3. و أحسن إلی جارک تکن مؤمناً
له خپل ګاونډي سره ښه سلوك كوه نو ته به كامل مومن شې.
4. و أحب للناس ما تحب لنفسک تکن مسلماً
څه چې د ځان لپاره خوښوې هغه د نورو لپاره هم خوښ كړه نو ته به كامل مسلمان شې.
- و لا تکثر الضحک فإن کثرة الضحک تمیت القلب
ډېر مه خانده، ځكه چې ډېره خندا زړه وژني.
۵) د لمانځه له ادا كولو څخه وروسته وصيتونه:
عن معاذ بن جبل رضی الله عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم أخذ بـــیده، و قـــال و الله إن لأحبک و الله إنی لأحبک فقال: اوصیک یا معاذ! لاتدعن فی دبر کل صلاة تقول: اللهم أعنی علی ذکرک و شکرک و حسن عبادتک.
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دى، بيشكه چې رسول الله ﷺ زه له لاس څخه ونيولم او داسې يې راته وويل: چې معاذه! قسم په الله، چې زه له تاسره مينه لرم، قسم په الله چې زه له تاسره مينه لرم، بيا يې راته وويل: چې زه تاته يو وصيت كوم، هغه دا چې له هر لمانځه څخه وروسته دا دعا له ياده مه باسه، او تل يې وايه: (اللهم أعنی علی ذکرک و شکرک و حسن عبادتک.) اې الله! ماسره ستا ذكر، شكر او ښه عبادت كولو په اړه مرسته وكړه.
۶- د مسلمانانو خپل منځي حقونه:
عن أبی هریرة رضی الله عنه قـــال: قـــال رسول الله ﷺ لا تحاسدوا، و لا تناجشوا، و لا تباغضوا، و لاتدابروا، و لا یبيع بعضکم علی بیع بعض، و کونوا عباد الله إخوانا، المسلم أخو المسلم، لایظلمه، و لایخذله، و لایحقره، التقوی ها هنا، و یشیر إلی صدره ثلاث مرات، بحسب امریء مسلم من الشر أن یحقر أخاه المسلم، کل المسلم علی المسلم حرام دمه و ماله و عرضه.
له ابو هريره رض څخه روايت دى هغه وايې: چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چې: تاسې په خپل منځ كې يو له بل سره حسد او كينه مه كوئ، او يو له بل سره بغض مه كوئ، يو بل ته شا مه ګرځوئ، او يو له تاسې څخه دې دبل په بيع باندې نه ورځي، او تاسې د الله بندګان او سره وروڼه شئ، يو مسلمان د بل مسلمان ورور دى، مسلمان پر بل مسلمان ظلم نه كوي، نه يې ذليله كو، او نه يې سپكه بيانوي، تقوي او پرهيزګاري په دې ځاى كې ده او خپلې مباركې سينې ته يې درې ځله اشاره وكړه، بيا يې وويل: ديو مسلمان لپاره دا شر بس دى چې د خپل مسلمان ورور تحقير او سپكاوى وكړي، په هر مسلمان باندې د بل مسلمان وينه توېول، دهغه مال په ناحقه خوړل او د هغه پت او عزت له پښو لاندې كول حرام دي.
7- عبد الله بن عباس رضی الله عنه ته د رسول الله ﷺوصیت:
عن ابن عباس رضی الله عنه قـــال: کنت خلف رسول الله ﷺیوماً فقال یا غلام! إنی أعلمک کلمات: احفظ الله یحفظک، احفظ الله تجده تجاهک، إذا سألت فاسأالله، و إذا استعنت فاستعن بالله، و اعلم أن الأمة لو اجتمعت علی أن ینفعوک بشیءٍ لم ینفعوک إلا بشیءٍ قد کتبه الله لک، و لو اجتمعوا علی أن یضروک بشیءٍ لم يضروك الا بشيءٍ قد کتبه الله علیک، رفعت الأقلام و جفت الصحف.”
له ابن عباس رض څخه روايت دى هغه وايې: چې زه يوه ورځ د رسول الله ﷺشاته په سورلۍ باندې ناست ووم، هغه راته وويل: اې هلكه! زه تاته يو څو خبرې در زده كوم هغه دا دي: ته الله تعالي يادوه، الله تعالي به تا وساتي، ته الله يادوه، نو الله تعالي به له تاسره په هر كار كې مرسته او نصرت كوي، كله چې څه غواړې نو يواځي له الله تعالي څخه يې غواړه، او كله چې مرسته غواړې نو يواځي له الله څخه يې غواړه، او په دې خبره ځان پوه كړه، كه چېري په دې خبره باندې ټول خلك سره راټول شي چې تاته څه ګټه ورسوي نو هغوي تاته هيڅ ګټه نشي رسولى، پرته له هغې څخه چې الله تعالي ستا لپاره مقرره كړي وي او كه چيرې په دې خبره سره راټول شي چې تاته ضرر در ورسوي نو دوي به تاته هيڅ در ونه رسولى شي، پرته له هغه ضرره څخه چې الله تعالي د تا لپاره مقرر كړي دي، قلمونه پورته شوي دي او صحيفې وچې شوې دي.
۸- جنت ته د ننوتلو لاري چارې:
عن أبی هریرة رضی الله عنه قـــال : قلت یا رسول الله ﷺ! إنی إذا رأیتک طابت نفسی و قرت عینی فأنبئنی عن کل شیء؟ فقال: کل شیء من ماء قال: قلت یا رسول الله! أنبئنی عن أمر إذا أخذت به دخلت الجنة؟ قال: افش السلام و أطعم الطعام، وصل الارحام، و قم باللیل و الناس نیام، ثم ادخل الجنة بسلام”.
له ابوهريره رض څخه روايت دى هغه وايي: چې ما وويل: يا رسول الله ! كله چې زه تا ګورم، نو زړه مې خوشحاليږي او سترګې مې درباندي يخي شي، ته ماته د هر شي له اصل څخه خبر راكړه، چې له څه شي څخه پيدا شوي دي. نو رسول اللهﷺ وفرمايل: ټول شيان له اوبو څخه پيدا شوي دي. ابوهريره وايي: چې ما بيا ترې پوښتنه وكړه، چې ماته داسې يو كار وښايه چې كله پرې عمل وكړم نو جنت ته پرې داخل شم. رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: ته په خلكو باندې ډير ډير سلامونه اچوه، د الله تعالي د رضا لپاره خلكو ته خواړه وركوه، خپلوانو سره خپلولي پاله او د شپې له مخې تهجدو ته پورته كيږه په داسي حال كې چې نور خلك ويده وي، نو له دې څخه وروسته جنت ته په سلامتيا سره داخل شه.
۹- ابوذر رض ته درې نصيحتونه:
عن أبی ذر رض قـــال: أوصانی خلیلی ﷺبّثلاث لا أدعهن حتی أموت
ابو ذر رضى الله عنه فرمايي ماته خپل دوست درې شيانو امر كړي دى چې زه به يې تر مرګه پورې نه پريږدم:
1. صوم ثلاثة أیام من کل شهر
په هر مياشت كې درې روژې نيول
2. وصلاة الضحی
د څاښت لمونځ ادا كول.
3. و نوم علی وتر
د وتر لمانځه ساتنه كول
۱۰) په هر ښه كار كې احسان (ښيګڼه) كول
عن شداد بن أوس رضی الله عنه أن النبیﷺقال إن الله کتب الإحسان علی کل شیءٍ فإذا قتلتم فأحسنو القتلة و إذا ذبحتم فأحسنوا الذبحة، و لیحد أحدکم شفرته و لیرح ذبیحته”.
له شداد بن اوس رضى الله عنه نه روايت دى چې بيشكه رسول الله ﷺ وفرمايل: الله تعالي په هر شي كې نيكي مقرره كړې ده كله چې څوك د شريعت له حكم سره سم څوك وژني، نو په وژنه كې ورسره نيكي وكړئ او كله چې كوم حيوان ذبحه كوئ نو په ښه طريقه سره يې ذبحه كړئ. (د حيوان د ذبحې لپاره خپله چاړه ښه تيره كړئ او خپلي مذبوحې ته ارام وركړئ.)
۱۱- له بي ځايه مصرف (اسراف) او تكبر نه منع:
عن عمرو بن شعیب عن أبیه عن جده قال: قال رسول الله
ﷺ ” کلوا و تصدقوا و البسوا فی غیر إسراف و لا مخیلة.
له عمرو بن شعيب رضى الله عنه څخه روايت دى: هغه وايي: چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي حلاله روزي وخورئ اوخيرات وركړئ او جامې واغوندئ او له اسراف او تكبر څخه ځان وژغورئ.
۱۲- شپږ كارونه چې د جنت ضمانت وركوي:
عن عبادة بن الصامت رضى الله عنه أن النبی صلى الله عليه وسلم قال: اضمنوا لی ستاً من أنفسکم، أضمن لکم الجنة.
له عباده بن الصامت رض څخه روايت دى چې رسول الله ﷺ فرمايي: ماته خپلو نفسونو په اړه د شپږو شيان ضمانت وكړئ زه به تاسې ته د جنت ضمانت وكړم.
1. أصدقوا إذا احدثتم
كله چې خبرې كوئ، رښتيا ووايئ.
- و أفوا إذا وعدتم
كله مو چې وعده وكړه، وفا پرې وكړئ. - و أدوا إذا اوتمنتم
كله چې چا امانت درسره كيښود، د هغه سانته وكړئ. - و احفظوا فروجکم
له حرامو څخه خپل عورتونه وساتئ. - و غضوا أبصارکم
او د خپلو سترګو ساتنه وكړئ. - و کفوا أیدیکم
او له ظلم او تيري څخه خپل لاسونه بند كړئ.
۱۳- پنځه شيان غنيت وشميرئ:
قال النبی ﷺ لرجل و هو یعظه اغتنم خمساً قبل خمس: رسول الله ﷺ يو سړي ته وعظ كاوه نو ورته ويې فرمايل: پنځه شيان د نورو پنځو شيانو له راتګ څخه مخكې غنيمت وګڼه:
1. شبابک قبل هرمک
ځواني مخكې له زوړوالي څخه
2. وصحتک قبل سقمک
او صحت مخكې له ناروغۍ څخه
3. و غناک قبل فقرک
او بډايي مخكې له نيستي څخه
4. و فراغک قبل شغلک
او فارغ وخت مخكې له مشغوليدو څخه
5. و حیاتک قبل موتک
او ژوند مخكې له مرګ څخه
۱۴- په دنيا كې د لاروي په څير ژوند كوه:
عن ابن عمر رضى الله عنه قال: أخذ رسو الله ﷺ بمنکبی و قال: کن فی الدنیا کأنک غریب أو عابر سبیل، و کان ابن عمر رض الله عنه یقول: إذا أمسیت فلا تنتظر الصباح، و إذا أصبحت فلا تنتظر المساء و خذ من صحتک لمرضک و
من حیاتک لموتک. له عبد الله بن عمر رضي الله څخه روايت دى، فرمايي: چې رسول الله ﷺ زما په اوږه لاس كيښود او بيا يې راته وفرمايل: چې په دنيا كې د يو مسافر او يا لاروي په څير ژوند كوه او ابن عمر رض به تل ويل: كله چې درباندې بيګا شو د سبا انتظار مه كوه، او د خپلې روغتيا څخه د ناروغۍ، او د ژوند څخه د مرګ لپاره توښه واخله.
۱۵- په سفر كې در سول الله ﷺ وصييتونه:
عن أبی هریرة رضی الله عنه عن النبی ﷺ قـــال: السفر قطعة من العذاب یمنع أحدکم طعامه و شرابه و نومه، فإذا قضی نهمته فلیعجل إلی أهله. له ابوهريره رض څخه روايت دى چې رسول ﷺ فرمايلي دي: سفر د عذاب يوه ټوټه ده، چې تاسې د خوراك، څښاك او خوب څخه منع كوي، كله چې تاسې خپل مقصد ترسره كړ، نو په بيړه خپل كورته راشئ.
۱۶- د سفر ځينې اداب:
عن أبی هریرة رضى الله عنه أن رجلاً قال: یا رسول الله إنی ارید ان اسافر فأوصنی، قال: علیک بتقوی الله و التکبیر علی کل شرف.
له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې يو سړي وويل: يا رسول الله ﷺ زه ديوه سفر اراده لرم ماته يو څه وصيت وكړه نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل په ځانګړې توګه تقوى خپله كړه او كله چې په كومه لوړه باندي خيژې نو تكبير وايه.
۱۷- د سهار او ماښام اذكار:
عن أنس بن مالک رضى الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ لفاطمة رضی الله عنها: ما یمنعک أن تسمعی ما أوصیک به تقولی إذا أصبحت و إذا أمسیت، یاحی یا قیوم، برحمتک أستغیث أصلح لی شانی کله و لا تکلنی إلی نفسی طرفة عین.
له حضرت انس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله بي بي فاصمې ته وفرمايل تاته هيڅ مانع نشته لدې چې زما نصيحت واورې، او هغه دا چې سبا او بيګا دا دعا وايه: اې حي او قيوم ذاته! ستا د رحمت په وسيله له تانه سوال كوم، زما ټولې چارې برابرې كړه او خپل نفس ته د سترګو د رپ په اندازه هم مه سپاره.
۱۸- د مومن صفات:
ابي هريره رضى الله عنه قال: قـــال رسول الله ص: المومن القوي خير و احب الى الله من المومن الضعيف و في كل خير. احرص على ما ينفك، و استعن بالله و لا تعجز، ان اصابك شئ فلا تقل: لو اني فعلت، كان كذا و كذا، ولكن قل قدر الله و ما شاء فعل، فان لو تفتح عمل الشيطان.
له حضرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دى چي: رسول الله ﷺفرمايلي دي: قوي مومن له ضعيف څخه غوره او الله تعالي ته محبوب دى. او په هر يو كې خير شته. په هغه څه چې تاته ګټه رسوي حريص اوسه، او له الله تعالی څخه مرسته وغواړه او ځان مه عاجز كوه. كه كوم مصيبت درته ورسېده، نو داسې مه وايه: كه چيرې مې داسې كار كړى واى، نو دا كار به داسې او داسې واى. خو دا وايه چې (قدر الله و ما شاء فعل) هر څه چې الله تعالي مقدر كړي دي او هر څه يې چې خوښه شي، كوي يې. ځكه د (لو) كلمه د شيطاني عمل لپاره لاره خلاصوي.
د ظلم او بخل بدي:
عن جابر بن عبد الله رضى الله عنه أن رسول الله ﷺقال: اتقوا الظلم فإن الظلم ظلمات یوم القیامة، و اتقو الشح فإن الشح أهلک من کان قبلکم، حملهم علی أن سفکوا دمائهم و استحلوا محارمهم.
له حضرت جابر بن عبد الله رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله ﷺفرمايلي دي له ظلم څخه ځان وژغورئ، ځكه چې ظلم د قيامت ورځې تيارې دي او د بخل څخه ځان وساتئ، ځكه چې بخل ستاسې څخه مخكيني قومونه هلاك كړي دي، دوى يې يو د بل وينو تويولو او د محرماتو حلالولو ته هڅولي وو.
۲۰) خپل نفس، اولاد او مال ته به ښيرا نه كوئ:
عن جابر رضى الله عنه قال: قـــال رسول الله ص: لاتدعوا علی أنفسکم، و لاتدعوا علی أولادکم و لا تدعوا علی أموالکم و لاتوافقوا من الله ساعة یسأل فیها عطاء فیستجیب لکم.
له حضرت جابر رضى الله عنه څخه روايت دى ې رسول الله ﷺفرمايلي دي: خپل ځان ته ښيرا مه كوئ، خپلو اولادونو ته ښيرا مه كوئ، او خپلو مالونو ته ښيرا مه كوئ، ځكه چې ويره ده چې ستاسې ښيرا له هغه وخت سره سمون وخوري، چې هغې كې دعا قبليږي.
۲۱) له اوه هلاكونكو شيانو څخه ځان وژغورئ:
عن أبی هریرة رضى الله عنه عن النبی ﷺقال: اجتنبوا السبع الموبقات، فقالوا یا رسو الله ﷺ: و ماهن ؟ قال:
حضرت ابو هريره رضى الله عنه د رسول الله ﷺڅخه روايت كوي ې هغه وفرمايل: له اوه هلاكونكو شيانو څخه ځان وساتئ، هغوي وويل: يا رسول الله ! هغه شيان كوم دي؟ هغه وفرمايل:
1. الشرک باالله
د الله تعالي سره شريك ګرځول
2. و السحر
جادو او كوډې كول
3. قتل النفس التی حرم الله إلا بالحق
په ناحقه سره د نفس وژل
4. و أکل الربا
د سود خوړل
5. و أکل مال الیتیم
د يتيم مال خوړل
6. و التولی یوم الزحف
د جهاد په ډګر كې له جنګ څخه تيښته كول.
7. و قذف المحصنات المؤمنات الغافلات
په مومنو، پاك لمنو او ناخبرو ميرمنو تهمت لګول
۲۲)د الله تعالى په نامه پناه غوښتل:
عن ابن عمر رضى الله عنه قـــال: قـــال رسول الله ص: من استعاذکم بالله فأعیذوه، و من سألکم بالله، فأعطوه و من دعاکم فأجیبوه و من صنع إلیکم معروفاً فکافئوه، فإن لم تجدوا ما تکافئونه، فادعوا له حتی ترو أنکم قد کافئتموه.
له حضرت ابن عمر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله ﷺفرمايلي دي: چاچي په الله تعالى له تاسې څخه پناه وغوښته، نو پناه وركړئ، كه چا درڅخه د الله تعالي په نامه څه وغوښتل، نو وريې كړئ، او كه چا بلنه دركړه نو ويې منه، او چا چې ښيګڼه درسره وكړه، نود هغې بدله وروګرځوئ، كه بدله يې درسره نه وي، نو دعا ورته وكړئ، تر هغې پورې چې تاسي ته معلومه شي چې بيشكه تاسې په دعا سره د هغې بدله وروګرځوله.
۲۳) د جمعې د ورځې فضيلت:
عن أوس بن أوس رضى الله عنه قال: قال رسول الله ص: إن من أفضل أیامکم، یوم الجمعة، فیه خلق آدم و فیه قبض و فیه النفخة و فیه الصعة فأکثروا علیّ من الصلاة فیه فإن صلاتکم معروضة علیّ.
له حضرت اوس بن اوس رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله ﷺفرمايلي دي: په تحقيق سره د جمعې ورځ تر ټولو ورځو څخه غوره ورځ ده، په دې كې آدم عليه السلام پيدا شوى او په همدې كې وفات شوى دى، او په همدې كې به د قيامت شپيۍ وهل كيږي، او همدې كې به قيامت قايميږي. نو په همدې ورځ كې پر ما باندې ډېر درود وايئ، ځكه چې ستاسي درود ماته وړاندې كيږي.
۲۴) حضرت معاذ رضى الله عنه ته لس وصیتونه:
عن معاذ بن جبل رضى الله عنه قـــال: أوصانی رسول الله ﷺبعشر کلمات، فقال:
له حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه څخه روايت دى چې فرمايي: ماته رسول الله ﷺد لسو خبرو وصيت كړى دى:
1. لا تشرک بالله و إن قتلت و حرقت
له الله سره شرك مه كوه اګر كه ته ووژل شې او يا په اور وسوځول شي
2. و لاتعقن والدیک، و إن أمرک أن تخرج من أهلک و مالک
د مور او پلار نافرماني مه كوه، اګر تا ته د خپل كور او مال څخه د وتلو امر وكړي.
3. و لا تترکن صلاة مکتوبة متعمداً فإن من ترک صلاة مکتوبة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله
فرض لمونځ په قصد سره مه پريږده، ځكه ې چا په قصد سره فرض لمونځ پريښود، نو د الله تعالي ذمه ترې اخيستل كيږي.
- و لاتشربن خمراً فإنه رأس کل فاحشة
او شراب مه څښه، ځكه ې شراب څښل د ټولو فاحشو كارونو سر دى. - و إیاک و المعصیة، فإن بالمعصیة حل سخط الله
له ګناه څخه ځان وژغوره، ځكه چې د ګناه له كبله د الله تعالي قهر راښكته كيږي. - و إیاک و الفرار من الزحف و إن هلک الناس
او ځان د جهاد په ډګ كې له تيښتې څخه وساته، اګر كه ټول خلك له منځه ولاړ شي. - و إن أصاب الناس موت فاثبت
كه په خپلكو كې مرګ ګډ شو نو ثابت قدمه اوسه. - و أنفق علی أهلک من طولک
او په خپل اهل د خپلې شتمنۍ څخه لګښت كوه -
و لاترفع عنهم عصاک أدبا
او له هغوى څخه د ادب امسا مه پورته كوه - و خفهم من الله
او د الله تعالى څخه يې وويروه.
25. د رسول الله ﷺد سنتو پیروی:
عن عمرو بن عوف رضى الله عنه أن النبی صلی الله علیم وسلم قال لبلال بن الحارث رضى الله عنه: إعلم أنه من أحیا سنة من سنتی قد أمیتت بعد موتی کان له من الاجر مثل من عمل بها من غیر أن ینقص من أجورهم شئاً، و من ابتدع ضلالة لایرضاها الله و رسوله کان علیه مثل آثام من عمل بها لا ینقص ذالک من أوزار الناس شئاً.
د حضرت عمرو بن عوف څخه روايت دى چې رسول الله ﷺ بلال بن الحارث ته وفرمايل: پوه شه، چا چې زما يو داسې سنت چې زما له وفات څخه وروسته له منځه تللی وي، را ژوندى كړ، د هغه لپاره به د هغه چا په اندازه اجر وي چې په همدغه سنت عمل وكړي او د عمل كونكي اجر به نه كميږي او چا چې يو داسي بدعت منځ ته راوړ چې الله تعالي او د هغه رسول يې خوښ نه ګڼي، نو دده لپاره به د هغه خلكو په اندازه ګناه وي چا چې په دغه بدعت عمل وكړ، او د مبتدعينو ګناه به هم نه كميږي.
۲۶) د مور او پلار سره ښيګڼه:
عن أبی هریرة رضى الله عنه قـــال: جار رجل النبیﷺفقال: یارسول الله ! من أحق بحسن صاحبتی؟ قال: أمک ، قـــال: ثم من ؟ قال: أمک قال: ثم من؟ قال: امک، قال ثم من قال: أبوک.
د حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې يوه ورځ رسول اللهﷺته يو سړى راغي او پوښتنه يې وكړه. چې يا رسول اللهﷺ! څوك زما د ښيګڼې ډير وړ دى؟ هغه وفرمايل: ستا مور، بيا يې پوښتنه وكړه، چې
ورپسې څوك؟ هغه ځواب وركړ: ستا مور، بيا يې وويل:ورپسې څوك؟ هغه ځواب وركړ: ستا مور، بيا يې وويل:چې بيا څوك؟ هغه وويل: چې ستا مور، او بيا يې پوښتنه وكړه: چې بيا څوك؟ هغه وفرمايل: چې بيا ستا پلار.
۲۷) د الله تعالی د رحمت سیوری:
عن أبی هریرة رضى الله عنه عن النبیﷺقـــال: سبعة یظلمهم الله تعالی فی ظله یوم لا ظل إلا ظله.حضرت ابو هريره د نبيﷺڅخه روايت كوي، چې هغه فرمايلي دي: اوه تنه دي چې الله تعالي به يې د خپل د رحمت د سيوري لاندې ساتي په هغه ورځ چې د الله (ج) د رحمت له سيوري پرته به بل سيوري نه وي. 1. امام عادلد مسلمانانو عادل امام او خليفه2. شاب نشأ فی عبادة الله هغه ځوان چې د الله په عبادت كې لوي شوي وي. 3. و رجل قلبه معلق فی المساجد
هغه تن چې زړه يې تر جوماتونو پورې تړلى وي. 4. و رجلان تحابا فی الله اجتماعا علیه و تفرقا علیههغه دوه تنه چې د الله تعالى لپاره يو بل سره مينه كوي، د الله لپاره يو ځاى كيږي او د هغه لپاره سره جلا كيږي. و رجل دعته إمرأة ذات منصب و جمال، فقال: إنی أخاف1. الله هغه سړى چې د منصب او ښايست لرونكې ښځه ورته د بد عمل دعوت وركړي، دى ورته ووايي چې زه د الله څخه ويريږم. 2. و رجل تصدق بصدقة فأخفاها حتی لا تعلم شماله ما تنفق یمینه. هغه څوك چې پټه صدقه وكړي په داسې توګه چې كيڼ لاس يې خبر نشي چې په ښي لاس يې څه صدقه كړي دي.
3. و رجل ذکر الله خالیاً ففاضت عیناه. او هغه سړى چې په خالي ځاى كې الله ياد كړي او له سترګو يې او ښكې وبهيږي.