د رسول الله ص په مبارك ژوند كې ځينې مهم تاريخونه
- د رسول الله د زېږېدلو نېټه: ٥٧١م / د ربيع الاول ١٢مه (دفيل كال)
- رضاعيه مور ته يې سپارل: ٥٧١م
- د رضاعيه مورڅخه يې بېلتون: ٥٧٥م
- د خپلې مور وفات او نيكه ته يې سپارل: ٥٧٧م
- د نيكه وفات او ابو طالب ته يې سپارل: ٥٧٩م
- شام ته لومړي سياحت: ٥٨٣م
- د حضرت خديجة الكبرى سره واده: ٥٩٦م
- لومړنۍ وحي: ٦١٠م د بعثت لومړى كال.
- د دعوت په ډاګه كېدل: ٦١٣م د بعثت څلورم كال.
- د حبشې په لورې هجرت: ٦١٥م د بعثت شپږم كال.
- د حضرت خديجې او ابو طالب مړينې: ٦١٩م
- د طائف سفر: ٦٢٠م د بعثت يوولسم كال.
- د لمړې عقبى بيعت: ٦٢٠م د بعثت يوولسم كال.
- د معراج معجزه او د لمانځه فرضيت: ٦٢١م د بعثت دولسم كال.
- مدينې ته د هجرت پيل: ٦٢٢م كال د سپتمبر ١٢مه. د بعثت په ديارلسم كال.
- مدينې ته رسېدل: ٦٢٢م كال د سپتمبر ٢٧مه. د هجرت لومړى كال، د ربيع الاول دولسمه.
- د قدس څخه د كعبې په لور دقبلې ګرځېدل: ٦٢٣م
- د زكات او روژې فرضيت: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
- د حضرت عائشه سره واده: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
- د بدر غزوه: ٦٢٣م د هجرت دويم كال.
- د احد غزوه: ٦٢٥م د هجرت څلورم كال.
- د خندق غزوه: ٦٢٧م د هجرت شپږم كال.
- د حديبيې لوظنامه: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
- د خېبر فتح: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
- اسلام ته د بادشاهانو رابلل: ٦٢٨م د هجرت اووم كال.
- عمرة القضاء: ٦٢٩م د هجرت اووم كال.
- د موتى جګړه: ٦٢٩م د هجرت اتم كال.
- د مكې فتح: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
- د حنين غزوه: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
- د تبوك غزوه: ٦٣٠م د هجرت نهم كال.
- حج او د وداع خطبه: ٦٣٢م د هجرت لسم كال.
- له فاني دنيا څخه رحلت: ٦٣٢م د هجرت يوولسم كال. (د ٦٣كلنۍ په عمر)