د رسول الله ص خلوت او تنهايي خوښېدل
رسول الله (ص)
څه موده وروسته او تر بعثت درې کاله د مخه رسول الله صلى الله عليه وسلم د خلكو د دباندني ژوند څخه په تنګ ؤ، هلته فسق او فساد، فجور او د بتانوعبادت ؤ، نوخود د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده د قوم په منځکي ډیر فرق او
لیرې والى موجود ؤ، ځکه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تنهایي او فکر کول او د الله عزوجل عبادت ډیر خوښ
وګرځېدل، دا یې عادت ؤ چي څه موده ترمنځ به د څو ورځو او شپو د پاره غارِ حراء ته تلى، غارِ حراء په جبل نور کي یو کوچنئ غار دى، د غرو ځیني غارونه ډیر لوى وي مګر غار حراء کوچنئ غار دى چي فقط یو یا دوه نفره پکښي ځاییږي او د غره په لوړه حصه کي دى چي څوک بېله تکلیفه او ستړیا څخه نه سي ورختلاى، رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه لیري او ګوښه غار د خپل خلوت او تنهایي د پاره انتخاب کړى ؤ
ځکه د ده صلى الله عليه وسلم نه وه خوښه چې بل څوک ورسره ملګری وي او مقصد یې هم یواځي والى او د الله عزوجل عبادت ؤ چي په دغه تنهایي کي به یې د کون په موجوداتو کي فکر کاوه او په دې کي به یې فکر کاوه چي د دې کون ترشا یو إداره کوونکى قدرت سته او رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغه څه نه ؤ راضي چي دده صلى الله عليه وسلم قوم د هغه عقیده درلودل چي هغه شرک او باطل افکار وه،خو بیا هم و رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یوه واضحه لار او معین شریعت نه ؤ ور معلوم چې په هغه سره مطمئن او راضي وي .
د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه تنهایي اختیارول د الله جل جلاله په إراده سره وه چي د رسالت و لوى امانت ته آماده سي او په هغه رسالت سره د مځکي په مخ کي تغیر راولي، و رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تر بعثت درې کاله دمخه دغه تنهایي خوښه وګرځېدل او دغه کوچنئ غار یي د خپل فکر او عبادت د پاره خلوت ګاه وګرځول او دغه کوچنئ غار! دوې(۲) خولې لري چي په یوه ورننوزي او بله خوله یې د کعبې شریفي و طرف ته ده (لکه یو کلکین داسي ده) او د هغې خولې څخه کعبه شریفه معلومیږي .
نو کوم څوک چي غار حراء ته داخل سي کولاى سي چي د دغه غار د داخل څخه کعبه شریفه و ویني، سبحان الله! دغه غار چي د کعبې شریفي څخه درې میله لیري دى او د غره په ډیره لوړه حصه کي دى
چي تقریبًا په یوه نیم ساعت کي څوک ورختلاى سي، نو تاسي فکر وکړی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به څومره ګرځېدلى وي چي د ځان او عبادت کولو د پاره دي دغسي لیري او ګوښه ځاى پیدا کړي چي د هغه ځاى څخه دي کعبه شریفه هم معلومېږي .
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په دغه غار کي دتََفُکر عبادت کاوه او کعبې شریفي ته به یې کتل، هروخت به دغه غار ته د څو ورځو او شپو د پاره ورتلى او دا یې خوښه وه چي د رمضان په میاشت کي هلته ډیر واوسیږي،
خو په هغه کال چي تر بعثت دمخه ؤ رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه غار کې پوره یوه میاشت تیره کړه،په پخوا کي به پوره یوه میاشت هلته نه پاته کېدى مګر د بعثت په کال پوره یوه میاشت هلته پاته سو ځکه د الله جل جلاله عبادت ډیر خوښ ورته ګرځېدلى ؤ، هو! یو وخت به د خوړو یا اوبو را وړلو د پاره، یا د کور د خبر اخستلو د پاره را کښته سو خو بیرته به هغه غره او هغه غار ته ولاړ.
په دغه آخري کال چي تر بعثت د مخه کال ؤ رسول الله صلى الله عليه وسلم چي به پرلار رهي ؤ یا دغه غار ته به تلى یو آواز به یې اورېدى چي ویل کېدل به: السلام علیکَ یا رسولَ الله! او ده صلى الله عليه وسلم به شا وخوا وکتل هیڅوک به یې نه لیدل، په حیرت او فکر کي به سو چي دا څه آوازونه دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: چي بیا مي د وحیو تر نزول وروسته د جبریل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي یا جبریل! تر بعثت د مخه چي به پرلاري تلم اورېدل به مي چي یو څوک راته وایي: السلام علیکَ یا رسولَ الله! ما به شا وخوا وکتل څوک به نه وه، دغه ږغ چا کاوه؟ او دا څوک وه؟
جبریل علیه السلام وویل:یارسوَل الله!دغه وُنو او ډبرو سلام درباندي وایه.
محترمه وروره!
آیا نن ورځ پر رسول الله صلى الله عليه وسلم درود ویل د ځان سعادت او خوشبختي نه بولې؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم چي په الْهي دربار کي کوم لوړ مقام او عزت لري زما او ستا و درود ویلو ته ضرورت نه لري، الله جل جلاله او په آسمانو کي ملائکې، په هوا کي مرغان، په دښتو کي حیوانات، په اوبو کي ماهیان حتْی وُني او ډبري درود او سلام پر وایي، خو زما او ستا د پاره درود ویل هغه شئ دي چي ګټه او فایده یې موږ ته را رسیږي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره زموږ محبت په زیاتیږي، د متابعت شوق یې را پکښي پیدا کیږي، درود ویل زموږ د ښه ژوند او خوش بختۍ سبب ګرځي، حتْی د درود ویلو په برکت به مو ان شاء الله تعالْی د
رسول الله صلى الله عليه وسلم شفاعت هم په نصیب سي. نو وروره! په خپل ژوند کي درود ویل ډیر كړه او د ځان عادت یې وګرځوه، نتیجه به یې په یقیني ډول
سره په دنیا او آخرت کي و وینې. ان شاءالله نور بیا….
ماخذ: د سرو ِر کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي