د رسول الله (ص) اقتصادي ژوند

د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند كه په دوو برخو وويشو نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم اقتصادي ژوند ښه روښانه كېږي:
1_ تر بعثت وړاندې ژوند
2_ تر بعثت وروسته ژوند
تربعثت وړاندې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند له ډېرو كړاوونو سره مل و په تيره بيا اقتصادي ژوند، ځكه دى يتيم و، د پلار له خوږو محروم و،  بيا د مور او ګران نيكه له محبته هم بې برخې شو خو د مهربان الله په مهربانۍ او پاملرنه كې وو: ” الم يجدك يتيما فاوى”(1)
د ابو طالب په كفالت كې راغى چې په ډېره مينه يې دغه دنده سر ته رسوله ولې محمد صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چې د ټولنې د اوږو بار شي،  په كار يې پيل وكړ دغه مهال ده د عمر له غوښتنې سره سم  د مكې د خلكو رمه په قيراطونو ( د درهم يا دينار يوه برخه)  پووله چې دا ددعوتي كار او د خلكو سره د تماس يوه ښه پيلامه وه. (2)
دا كار يوازې ده نه بلكې نورو انبياو هم كړى ده. (3)
بيا د خپل تره ابو طالب سره په ملتيا په خپله خوښه د شام په سفر د تجارت په موخه ووت، كه څه هم تره يې نه غوښتل  چې ورسره ولاړ شي خو دده په ټينګتيا هغه هم ومنله.. ابو طالب كه په دې سفر كې ډېر مال رانه وړ او لدې وروسته په بل كاروان كې هم برخه وال نشو خو په خپله برخه قانع و او په لږ مال يې د زيات عيال كفالت كاوه محمد صلى الله عليه وسلم  هم له خپل تره سره په خپله برخه قانع و او هغه كار به يې تر سره كاوه چې د ده همزولي به پكې بوخت وو د محرمو مياشتو په راتلو سره به له خپلو خپلوانو سره په مكه كې اوسيده او يا به له هغوى سره دعكاظ،  جنه او ذوالحجاز نږدې بازارونو ته ورتلو… (4)
دده صلى الله عليه وسلم ژوند په دغه ډول روان وو د ژوند چارې يې د خپل حال  مطابق سنبالولې د الله تعالى داسې حكمت دى چې په هر دور كې چې د رسالت مهمې او درنې دندې ته څوك غوره كوي هغه به د انسانيت كمال ته رسيدلى وي او په ظاهر او باطن بايد د پوره انساني صورت څښتن وي ترڅو يې خلك خبره او بلنه ومني.(5)
د تجارت دنده او وظيفه په مكه كې څه نا اشنا خبره نه وه د (قصى) له وخته چې قريش يې د كعبې شاوخوا راټول كړل، تجارت د ملا د تير حيثيت درلود او دده اولاد همدغې لړۍ ته د كعبې د خدمت ترڅنګ ادامه وركړه د جزيره العرب په قبايلو كې د قريشو ستورى لوړ شو.
په اقتصادي ډګر كې بل مهم قدم هاشم بن عبدمناف او وروڼو يې پورته كړ د (ايلاف) په نامه يې تجارتي لوظنامې وكړې، د قريشو پر مخ يې خطرونه ليرې كړل، او خپل كورني او بهرني تجارت ته يې وده وركړه… دوى له عراق، شام، يمن او حبشې سره اړيكې لرلې او د ( ايلاف) رحلې او سفرونه پرله پسې كېدل چې د تجارانو يا سوداګرو ډلې او ټولي جوړشول.(6)
ان تر دې چې تجارت په قريشو كې داسې خپور شو چې ښځو او نرو پكې ګډون درلود چې په دې جمله كې يوه هم خديجه بنت خويلد رضى الله عنها وه، ابن هشام وايي: دا يوه تاجره ښځه وه، د شرافت او مال خاونده وه خلكو ته به يې په مضاربت پيسې وركولې اوګټه به يې پكې وركوله كله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم درښتينولۍ، امانتدارۍ او غوره اخلاقو خبر ورته ورسيد وړانديز يې ورته وكړ چې ددې په مال دتجارت په موخه د مسيره په ملتيا د شام په لور سفر  وكړي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم ومنله شام ته ولاړ او بيرته راوګرځېد داځل يې مال زياته ګټه  وكړه او ميسره بي بي خديجې رضى الله عنها ته دده د اخلاقو پوره كيسه وكړه. (7)
د قريشو تجارت د افرادو په روزلو كې داسې اغيز درلود چې عادي تجارتي ښوونځيو ته به ګرانه وي چې دغسې وګړي ټولنې ته وړاندې كړي… او پدې تجارت او سفرونو دوى داسې معنوي او ادبي ګټې هم تر لاسه كړې وې چې د صحرا او دښتو خلك ترې محروم وو. (8)
په بل روايت كې دغه زمينه ورته ابو طالب برابره كړه له خديجې رضى الله عنها سره يې خبرې وكړې هغه ډېره خوښه شوه او ورته ويې ويل:
كه تا د يو ليرې او بد وګړي په اړه غوښتنه كړې واى هم مونږ منله دا خو زمونږ نږدې دوست دى ابو طالب خپل وراره ته خبره ياده كړه او ورته يې وويل: دا رزق درته الله تعالى را استولى دى.(9)
دغه تجارتي كاروبار او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لوړ اخلاق ددې لامل شو چې خديجه رضى الله عنها هغه شخصيت چې د قريشو د ډېرو لويو وګړو غوښتنې يې رد كړې وې دده صلى الله عليه وسلم سره دواده غوښتونكې شوه.
د سورۍ الضحى د ” ووجدك عائلافاغنى” (10) په تفسير كې قرطبى وايي:
يعنى فقير وې مال دې نه درلود الله تعالى د خديجې رضى الله عنهاپه وسيله غني كړې.(11)  رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ام ايمن ( بركه حبشيه) نوميده پنځه اوښان او يو كنډك ميږې ورته پاتې وې.
د خديجې رضى الله عنها پر مال كې له تجارت وړاندې د تجارت په كاروبار  د امين په لقب  مشهور وو او دا لقب له تجارت سره ښه اړخ لګوي. (12)
لكه شيخ محمد صالح پردل چې د رمضان د استقبال په هكله يوه تقرير كې وايي: د ( تاجر) هرتورى ځانله مفهوم لري:
ت= تقوى
ا= امانت
ج= جرات
ر= رحم
امانت، رښتينولي او شفافيت بايد په تجارت كې وي او درواغ او دوكه بايد د راكړې وركړې معاملې ته لار پيدا نكړي چې له بركت نه پرې محروميږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ” البيعان بالخيار مالم يتفرقا فان صدقا وبينا بورك لهما فى بيعهما وان كذبا و كتما محقت بركۍ بيعهما” متفق عليه. (13)
خديجې رضى الله عنهما سره تر واده وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم  كافي مال او تجربې خاوند شو او توان يې پيدا كړ. چې د مكې د خلكو په څير تجارت وكړي، بې كسب او كار پاتې كېدل دده له سيرت سره نه ښاييدل، ځينې روايات دده صلى الله عليه وسلم تجارتي كړنې تائيدوي دابن سعد په روايت يو ځل رسول الله صلى الله عليه وسلم  د يوه تاجر نه څه اخيستي وو او په يوه ټاكلي ځاى كې يې ورسره وعده وه چې د سوداګر هيره شوې وه كله يې چې راپه زړه شوه راغى رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته په هماغه ځاى كې ناست و او ورته ويې ويل: ( اې ځوانه… زه درته دلته له درې ورځو راهيسې منتظريم” (14)
رسول الله صلى الله عليه وسلم د رخت په پلورلو او رانيولو كې ځانګړې وړتيا لرله.
تربعثت وروسته د اقتصادي نظام برابرول د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مهمو دندو كې شميرل كېږي كه پخوايې كار او كسب د شخصي ژوند او سيرت يوه برخه وه له بعثت وروسته هم  د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د سپيڅلي سيرت، عملي دعوت او قولي هڅونې ځانګړينه وه، ځكه چې اسلام  د عمل دين دى او د قراّن اوږد مهاله نزول په همدې موخه وو چې عمل كې پلى شي” وقل اعملوا فسيرى الله عملكم ورسوله والموْمنون” (15)
ابوسفيان رضى الله عنه زه يمن ته په تجارت تللى وم، چې بيرته راغلم  د مكې  خلكو به د خپلو مالونو پوښتنه كوله بيا نبى عليه السلام راغى سلام يې وكړ او د خپل مال او سودا پوښتنه يې ونه كړه او  ابوسفيان خپلې ميرمنې ته وايي:  زه حيران كړم هرڅوك راځي د خپلې سودا پوښتنه كوي او ده ونكړه، ميرمن يې وويل: دده له شان  نه خبرنه يې؟ زه وويريدم څه شان لري؟ ويې ويل: دى وايي چې زه د الله تعالى رسول يم. (16)
لدې څخه داسې معلوميږي چې هغه صلى الله عليه وسلم د تجارت دندې ته دوام وركړى و. كله له مكې نه مدينې منورې ته هجرت وكړ لومړى يې جومات جوړ كړ ترڅو داسلامي روزنې او د مسلمانانو دټولو كارونو د سنبالولو يو مركز وي ورپسې يې د اسلامي بازار بنسټ كيښود ترڅو د مسلمانانو مالونه له حرامو او ظالمو كړو وړونه ازاد وساتل شي. ځكه دلته د يهودو بازارونه و هغوى له سود، قمار، دوكې او احتكار نه كار اخيست او پر خلكو يې ټكسونه لګول چې داټول د اسلامي معاملاتو او قواعدو سره توپير لري نو ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم يو  پراخه ځاى واخيست او خپله پښه يې په ځمكه ووهله ويې فرمايل: ” هذه سوقكم لاتتحجروا ولايضرب عليه الخراج” (17) دغه ستاسې بازار شو يو بل مه تنګوئ او په دې كې به ټكس هم نه وي. په خپله رسول الله صلى الله عليه وسلم د بازار حالات څارل او په بازار كې يې د كړو وړو پوښتنه كوله كله چې خبر شو چې خلك مال بازار ته له رسيدو  مخكې اخلي هغوى يې منعه كړل… يو ځل بازار ته راغى يو سړي  مواد خرڅول لاس مبارك يې پكې ننويست، لاس يې لوند شو ورته ويې ويل: داڅه دي؟ هغه وويل: چې باران پرې شوى دى ورته ويې فرمايل: ولې پر سرنه ږدې؟ : ” من غش فليس منا” څوك چې دوكه كوي هغه له مونږ ځنې ندى.
بازارونو ته به يې مسئولين ټاكل له فتحې وروسته د مكې د بازار مسئول سعيد بن سعيد بن العاص او د مدينې د بازار مسئول عمر بن الخطاب رضى الله عنهما و.
د تول كوونكو څارنه او د عدل توصيه يې ورته كوله او ويل به يې چې: ( زن وارجح) په تول كې يوه پله لږه درنه ساته. (18). او د دغه بازار لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم د بركت دعاء كړې وه: ( اې الله! د مدينې خلكو ته د دوى په بازار كې بركت واچوه.
او ويې ويل: ( زيرى واخلئ څوك چې زمونږ بازارته څه راوړي هغه د الله تعالى په ليار كې د مجاهد په څير دى او څوك چې پكې احتكار كوي هغه د الله تعالى په كتاب كې د ملحد او تحريف كونكي په څير دى.  (19 ) د بازار امورو ته يې دومره پاملرنه وه چې واړه ماشومان به يې په خرڅولو او اخيستلو ليدل، هڅول يې او د بركت دعا يې ورته كوله.
د لالان يې چې په عربي كې ( سماسره) بلل كيږي په تاجرانو ونومول، هغوى يې تشويق كړل ځكه د سمسار كلمه هغه مهال څه ښه كلمه نه وه. د ښه اقتصادي نظام يوه ښيګڼه داوي چې خلكو ته كار پيدا شي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې اړه پوره پاملرنه لرله، يوه سړي  ته يې د كار په هكله وويل: ځه لرګي راوړه او خرڅوه يې لس ورځې دې ونه وينم، چې يو څه ګټه يې وكړه نو ورته ويې ويل: چې تل تجارت كوه. (20)
رسول الله صلى الله عليه وسلم  ټولنې او انسانيت ته يو ځانګړى اقتصادي نظام او پروګرام وړاندې كړ  چې له د ټولو اقتصادي نظامونو سره توپير لري داسې نظام چې په تكافل او د ټولنې په خپلمنځي خواخوږۍ ولاړ دى كه پلى شي په ريښتينې ډول انسانيت د سوكالۍ په لوري درومي او له ناوړه معاملاتو ( سود) قمار، احتكار او…) څخه خلاصيږي.
د حجۍ الوداع په تاريخي خطبه كې رسول الله عليه صلى الله عليه وسلم د مال او اقتصاد په اړه جدي لارښوونې كړې
1_  په مال تيرى حرام دى.
2_ ستاسې څخه د اعمالو پوښتنه كيږي چې پدوى كې مالي چارې هم شاملې دي
(3) امانتونه وسپارئ.
(4)د سود ټول ډولونه حرام دي)
ټولنې ته هوساينه او سوكالي هغه مهال راځي چې د امانت مفهوم په اقتصادي معاملو كې پياوړى وي، ځكه د اقتصاد پايښت بې له امانته ناشونى دى او په حديث كې راغلي دي چې: ( ريښتونى او امين تاجر به د قيامت په ورځ د پيغمبرانو، صديقانو او شهيدانو سره پورته كيږي. (21)
د اسلامي بازار د جوړيدو اساسات په لاندې ډول دي
1_ د الله تعالى كتاب اساسي قانون دى.
2_ د نبي صلى الله عليه وسلم سنت د اسلامي بازار د عملي كار ښه بيلګه ده.
3_ مال د ژوند ملا تير دى.
4_ دبشري قوت  زياتوالى
5_ غني طبيعي زيرمې.
6_  پراخه بازارونه
مونږ دغه ټول لرو خو لږ نظم ته اړتيا ده كه ترې ګټه وانه خلو د اسلام دښمنان ترې ګټه اخلي او زمونږ اوسنى حالت دغه واقعيت تمثيلوي.(22)
يو وړانديز:
كه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سيرت څخه دغه ډول مسائل چې دنني ژوند سره نيغ په نيغه تړاو لري تر ژورې څيړنې لاندې ونيول شي، لكه ( د رسول الله صلى الله عليه وسلم اقتصادي ژوند. چې هغه د سود ټول ډولونه په لفظ د ( ان كل ربا موضوع) سره له منځه وړي دي ولې امت يې نن په دغه غم ككړ دى چې د ګټې او فائدې په نوم ښكاره سود خوري.ماخذونه:
1_ سورة الضحى.
2_ سيرۍ النبى صلى الله عليه وسلم( ج اول ص 177) اردو/ علامه شبلى نعماني او سيد سليمان ندوى چاپ مطبعه سعيدي كراچي پاكستان
3_ السيرة النبوية دروس وعبر ( ص 47) د مصطفى السباعى چاپ الاتحاد الاسلامي العالمى او محمد رسول الله ( ج 1ص 177_178 ) محمد الصادق ابراهيم عرجون. دارالقلم دمشق
4_ حياة محمد (ص 144، 115) محمد حسين هيكل،الطبعة الثالثه عشر.
5_ النبى محمد انسان الانسانية و نبى الانبياء ( ص52 _ 53) عبدالكريم الخطيب دارالمعرفة.
6_ حياة السيدة خديجة بنت خويلد من المهد الى اللحد( ص 115_ 116) حسين على الشرهانى دارومكتبة المهلال.
7_ السيرة النبويه (ج 1 ص 212_213 ) ابن هشام دارالريان القاهره.
8_ تاريخ الاسلام (ج 1 ص 63) دكتور حسن ابراهيم حسن داراحياء التراث.
9_ حياۍ محمد (ص 120 _ 121)
10_ سورة الضحى.
11_ تفسير القرطبى الجامع لاحكام القراّن ( ج 20 ص 99) ابو عبدالله محمد بن احمد قرطبى انشارات ناصر خسرو.
حياة السيدة خديجة بنت خويلد من المهد الى اللحد (ص 129_130)
13_ رياض الصالحين ( ص 43 ) باب الصدق امام ابو زكريايحى بن شرف النووى المكتبۍ الفيصلية مكة المكرمة.
14_ حياة السيدة خديجه بنت خويلد من المهد الى اللحد ( ص 141 _ 142).
15_ سورة التوبة 105.
16_ حياة السيدة خديجه… (ص 142)
Www.ikhwanonline.com _17د السوق الاسلامية فى منهجية الرسول صلى الله عليه وسلم  الاقتصادية) د دكتور حسين شحاته مضمون.
18_ محمد الانسان الكامل ( ص 62_ 63) محمد بن علوي المالكي الحسين دارالشروق جده.
19_ الدرالثمين فى معالم دارالرسول الامين (ص 225) غالى محمد الامين الشنقيطى  دارالاقبلة جده.
20_ محمد الانسان الكامل (ص 63)
www.ikhwanonline.com _21خوا طبر اقتصادية من خطب: حجة الوداع)
Www.ikhwanonline.com_22 وګوره ( السوق الاسلامية فى سهجي: الرسول الاقتصاديه)


مولوي محمد امان رسولي
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب