د رسول الله بیبیانې او تعدد زواج | نبوي سیرت ۸۱ برخه

مباركه نبوي كورنۍ

1- له هجرت نه مخكې په مكه كې نبوي كورنۍ عبارت وه له:

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او خديجه (رضي الله عنها) .  د واده په وخت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) 25 كلن او خديجه (رضي الله عنها) 40 كلنه وه، او تر څو چې ژوندۍ وه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) بل واده ونكړ.

له خديجې (رضي الله عنها) نه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لوڼې او زامن پيدا شول، خو زامن يې يو هم ژوندى پاتې نه شو. او لوڼې يې عبارت دي له: زينب، رقيه، ام كلثوم او فاطمه (رضي الله عنهن). زينب (رضي الله عنها) له هجرت نه مخكې د خپلې ترور (خاله) له زوى ابو العاص بن الربيع سره واده كړى ؤ. رقيه او ام كلثوم يې يوه په بله پسې عثمان (رضي الله عنهم) ته په نكاح وركړې وې، فاطمه چې له علي (رضي الله عنه) سره يې د بدر او احد په مينځ كې واده كړې ؤ. د فاطمې (رضي الله عنها) اولادونه حسن، حسين، زينب او ام كلثوم (رضي الله عنهم) وو.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خپل امت په نسبت له نورو امتيازاتو او ځانګړتياوو نه علاوه يو امتياز دا درلود چې له څلور نه له زياتو ښځو سره نكاح ورته روا وه. ددې امر تر شا ډير حكمتونه او رازونه پټ وو. نو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له 13 ښځو سره نكاح كړې وه، د رحلت په وخت كې يې نهه (9)  ميرمنې ژوندۍ وې. دوې دده مبارك په ژوند كې وفات شوې وې چې يوه خديجه او بله ام المساكين زينب بنت خزيمه (رضي الله عنهما) وه، او دوې ميرمنې يې داسې وې چې ورسره يو ځاى شوى نه و.

دلته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د نورو بيبيانو نومونه او ژوند په لاندې ډول وړاندې كوو:

2- سوده بنت زمعه (رضي الله عنها):

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د بعثت په لسم كال د خديجې (رضي الله عنها) له وفات نه څو ورځې وروسته واده ورسره كړى ؤ. سوده مخكې د خپل تره له زوى سكران سره واده كړى ؤ، وروسته هغه وفات شو، كونډه شوه او بيا يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره د ګډ ژوند شرف تر لاسه كړ.

3- عائشه بنت ابى بكر (رضي الله عنهما): رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورسره د بعثت په يوولسم كال له سوده سره له واده نه يو كال وروسته د شوال په مياشت كې يعنې له هجرت نه دوه كاله او پنځه مياشتې مخكې نكاح كړې وه، چې دغه وخت عائشه (رضي الله عنها) (6) كلنه وه، بيا له هجرت نه اوه مياشتې وروسته كله چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) عمر 56 كاله او د عائشې (رضي الله عنها) عمر (9) كاله ؤ په مدينه كې د لومړي هجري كال د شوال په مياشت كې واده وكړ. عائشه يوازينۍ پيغله ده  چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورسره واده كړى، نورې ميرمنې يې ټولې كونډى وې. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له عائشې سره ډيره مينه درلوده، عائشه (رضي الله عنها) له نورو نه ډيره هوښياره، فقيهه او عالمه ميرمن وه.

4- حفصه بنت عمر (رضي الله عنهما):

د نوموړې ميړه خنيس بن حذافه سهمي د بدر او احد تر مينځ مړ شو، نو وروسته په دريم هجري كال كې يې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره د نكاح شرف وګاټه.

5- زينب بنت خزيمه (رضي الله عنها): دغه بي بي له بني هلال بن عامر بن صعصعه كورنۍ څخه وه. له فقيرانو او بيوزلانو سره يې ډيره همدردي لرله، نيكي به يې ورسره كوله او له همدې كبله په ام المساكين د مسكينانو په مور مشهور وه. لومړې يې له عبدالله بن جحش (رضي الله عنه) سره واده کړى و، هغه د احد په غزا كې په شهادت ورسيد، او د هجرت په څلورم كال رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نكاح ورسره وكړه، خو له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره له واده نه دوې يا درى مياشتې وروسته وفات شوه.

6- ام سلمه هند بنت ابي اميه (رضي الله عنها):

لومړنى ميړه يې ابو سلمه (رضي الله عنه) ؤ، هغه د څلورم هجري كال په جمادي الاخر كې وفات شو، نو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په همدې كال د شوال په مياشت كې واده ورسره وكړ.

7- زينب بنت جحش (رضي الله عنها)

بن رئاب چې له بني اسد بن خزيمه قبيلې څخه وه. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د عمه لور هم كيدله، لومړى يې له زيد بن حارثه (رضي الله عنه) سره واده وكړ. وروسته زيد طلاقه كړه، او الله تعالى رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته داسې حكم وكړ: ((فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَراً زَوَّجْنَاكَهَا)) [وروسته له دينه چې زيد ورسره يو ځاى شو مونږ هغه تا ته په نكاح در كړه.]

پدې هكله د احزاب سورت څو آيتونه نازل شول، پدې آيتونو كې د نسبتي زوى (پسر خواندۍ) مسئله ښه توضيح شويده چې وروسته به اشاره ورته وكړو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د پنځم هجري كال په ذي القعده كې له زينب سره واده وكړ.

8- جويريه بنت حارث (رضي الله عنها):

حارث د بني مصطلق كورنۍ سردار ؤ، جويريه له  غزا نه وروسته اسيره شوه، لومړى د ثابت بن قيس بن شماس په برخه ورسيده، هغه مكاتبه ورسره وكړه يعنې د پيسو په مقابل كې يې د آزادۍ موافقه ورسره وكړه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پيسې وركړې آزاده شوه او د شپږم هجري كال په شعبان مياشت كې يې واده ورسره وكړ.

9- ام حبيبه رمله بنت ابي سفيان (رضي الله عنها):

نوموړې د عبيدالله بن جحش ښځه وه. دواړو حبشې ته هجرت وكړ، خو ميړه يې هلته مرتد شو، مسيحي شو او هملته مړ شو، ام حبيبه پخپل دين قايمه وه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په اووم هجري كال د محرم په مياشت كې د عمرو بن اميه ضمري په لاس نجاشي ته ليك وليږه چې له ام حبيبه سره يې د واده هيله پكې څرګنده كړې وه، نو هغه يې هملته د نكاح عقد وتاړه او له شرحبيل بن حسنه (رضي الله عنه) سره يې ورته راوليږله.

10- صفيه بنت حيي بن اخطب (رضي الله عنها):

صفيه په خيبر كې د مسلمانانو په اسارت كې ولويده، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه د ځان لپاره غوره كړه، آزاده يې كړه او په 7 هجري كال كې د خيبر له فتحې وروسته نكاح ورسره وكړه.

11- ميمونه بنت حارث (رضي الله عنها):

دا د عباس (رضي الله عنه) د ښځې ام الفضل لبابه بنت حارث (رضي الله عنها) خور وه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په عمره القضاء كې يعنې د اووم هجري كال په ذي القعده كې له احرام نه له حلاليدو وروسته نكاح ورسره وكړه.

دا وې هغه يوولس  ميرمنې چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يې د نكاح او واده شرف حاصل كړى ؤ. خديجه او ام المساكين (رضي الله عنهما) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په ژوند وفات شوې، خو نهه (9) نورې ميرمنې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د رحلت په وخت كې ژوندۍ وې او دوې ښځې داسې وې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د نكاح عقد ورسره تړلې و،ْ خو واده يې ورسره و نه شو، هغه يوه له بني كلاب  او بله له كنده كورنۍ څخه وه چې په جونيه سره يې شهرت درلود. پدې هكله د روايتونو تر مينځ څه اختلاف شته چې د تفصيلاتو بيانول يې ضروري نه شميرو.

د وينځو په هكله ويلى شو چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)  له دوو وينځو سره يو ځاى شوى و چې يوه يې ماريه قبطي (رضي الله عنها) وه چې د مصر مقوقس وركړې وه او له هغې څخه يې يو زوى درلود چې نوم يې ابراهيم ؤ. ابراهيم ماشوم ؤ چې وفات شو، د وفات نيټه يې د لسم هجري كال د شوال 28 يا 29 تاريخ ؤ چې د 622م كال د جنوري له 27 مې سره سمون خوري. بله وينځه يې ريحانه بنت زيد نضري يا قرظي (رضي الله عنها) وه چې د بني قريظه په غزا كې په اسارت ونيول شوه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه د ځان لپاره غوره كړه. ځينې روايتونه وايي چې ريحانه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ميرمن وه چې له اسارت نه وروسته يې آزاده او په نكاح كړې وه، خو ابن قيم لومړنۍ خبرې او روايت ته ترجيح وركوي. ابو عبيده دوې نورې ميرمنې هم د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ميرمنو په ډله كې شاملوي چې يوه يې جميله وه چې په اسارت نيول شوې وه او بله هغه وينځه وه چې زينب بنت جحش (رضي الله عنها) رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وركړې وه.(1)

كه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مبارك ژوند ته په ځير وكتل شي، نو  دا به له ورايه ښكاره شي چې لدې دومره ودونو نه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هدف د جنسي غريزې اشباع كول نه ؤ ځكه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ځوانۍ لومړني تقريبا ديرش كاله له يوې څلويښت كلنې ښځې (خديجه (رضي الله عنها)) او بيا سوده (رضي الله عنها) سره تير كړيدي.

د ځوانې عمر يې له همدې زړو ميرمنو سره تير شويدى، نو آيا دا معقوله ده چې له ځوانۍ نه وروسته د پخوالي په عمر كې دې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) جنسي قوت دومره زيات شوې وي چې يو بل پسې (9) نهه ودونه وكړي؟ كه واقعيت ته وكتل شي او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ژوند مراحل تر نظر تير شي، نو دا په ډاګه شي چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د هر واده شا ته هغه لوى مقاصد وو چې د عامو ودونو له مقاصدو نه ډير لوى وو، دا ودونه د مادي غرض لپاره نه بلكه د ډيرو سترو اهدافو پخاطر وو.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پرخپلو څلورو يارانو کوم چې د الله او اسلام په لار كې يې ډير مشكلات ګاللي او په آزموينه كې بريالي وتلي وو ډير عنايت او شفقت كړى له هغوى سره يې خپلې اړيكې ډيرې ټينګې ساتلې، او د همدې اړيكو د لا زيات ټينګيدو پخاطر يې له عائشه بنت ابوبكر (رضي الله عنهما) او حفصه بنت عمر (رضي الله عنهما) سره واده وكړ، رقيه او ورپسې ام كلثوم يې عثمان، او فاطمه يې علي (رضي الله عنهم) ته په نكاح وركړې.

هغه وخت عربانو خپلوي او دوستي ډيره پالـله، خپلوانو ته يې زيات احترام درلود، په دوستۍ سره د قبايلو تر مينځ اړيكې مضبوطيدلې، دښمنۍ او جګړې ورباندې پاې ته رسيدلې، او له خپلوانو سره دښمني او جګړه د شرم او بې ننګۍ خبره بلل كيدله.

له همدې امله رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وغوښتل د خپلوۍ او ودونو له لارې ځينې قبيلې د ځان كړي، له همدې لارې له اسلام سره د هغوى دښمني او عداوت ختم كړي. ام سلمه (رضي الله عنها) له بني مخزوم قبيلې څخه وه، ابوجهل او خالد هم له همدې قبيلې څخه وو، له ام سلمه (رضي الله عنها) سره له واده نه وروسته خالد د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په خلاف د احد د غزا په شان سخته دښمني او كلك دريځ نه درلود، بلكه څه وخت وروسته پخپله خوښه مسلمان شو. همدا راز ابو سفيان له هغې نه وروسته چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې لور ام حبيبه نكاح كړه د مسلمانانو په خلاف جګړه ونكړه. له جويريه او صفيه سره له واده نه وروسته د يهودانو دوې قبيلې بني مصطلق او بني نضير هم پداسې عمل لاس ندى پورې كړى چې په دښمنۍ دلالت وكړي بلكه جويريه خو د خپل قوم لپاره تر ټولو نه زياته بركتي ښځه وه ځكه لدې سره له واده نه وروسته اصحابو (رضي الله عنهم) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خپلوۍ د درناوي په خاطر د هغې د قوم سل كورنۍ آزادې كړې او ټولو به ويل: دوى د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپلوان دي بايد آزاد شي، څرګنده ده چې دې احسان او نيكۍ د هغوى پر زړونو ډيره مثبته اغيزه درلوده.

د اسلام او مسلمانانو په خلاف د دښمنۍ د كمولو او له مختلفو قبايلو سره د دوستۍ له ټينګولو نه علاوه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ودونو ستر هدف دا ؤ چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) غوښتل له خپلو ميرمنو نه د داعيانو او معلمانو كار واخلي، ځكه هغه (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پدې مكلف ؤ چې دا له تمدن، فرهنګ او ثقافت نه ليرې او پردى قوم داسې وروزي چې د ژوند په ټولو آدابو او اخلاقو سمبال وي. هغه (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نوې ټولنه جوړوله، او د ټولنې حاكمو اصولو دا اجازه نه وركوله چې نارينه او ښځينه دې سره ګډ وي، او دا ممكنه نه وه چې د عربي ټولنې ښځې دې خپل نوي اسلامي فرهنګ او ثقافت مخامخ له نارينه وو نه زده كړي. ښځې د ټولنې يوه مهمه برخه وه او د هغوى پوهه، روزنه او ښوونه لكه د نارينه وو په شان ضروري او لازمي وه، بناءً رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مجبور وو ددې لوى عمل د ادا كولو پخاطر د ښځو د روزنې او ښوونې پخاطر د مختلفو عمرونو درلودونكې ښځې غوره كړي، د مختلفو عمرونو او مختلفو صلاحيتونو خاوندانې ښځې په نکاح كړي، هغوى په اسلام او اسلامي اخلاقو وروزي، د دين احكام ور زده كړي او داسې معلمانې ورنه جوړې كړې چې وكولې شي په برياليتوب سره ښاري او بانډه والې ميرمنې وروزي، هغوى ته د اسلام پيغام ورسوي، زړو او ځوانو ښځو ته اسلامي آداب او اخلاق په عملي توګه ور زده كړي او ښځو ته  د تبليغ دنده ادا كړي. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)  قدرمنو ميرمنو (رضي الله عنهن) د اسلام د مبلغانو رول ادا كړى، هغوى په ډيره ښه توګه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كورني او ژوندني حالات ښځو ته انتقالول، هغوى به په ټولو امورو كې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه زده كړه كوله او بيا به يې نورو ښځو ته ښوونه کوله. دا دنده هغو بيبيانو ډيره ښه ادا كړيده چې ډير عمر ژوندۍ وې لكه عائشه (رضي الله عنها)، نوموړې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) زيات شمير مبارك اقوال او سپيڅلي اعمال نورو ته رسولي دي.

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يو واده داسې ؤ چې په هغه سره د جاهلي دور يو زوړ عادت او رواج مات شو، په عربانو كې زوې نيول (پسر خواندګۍ) رواج درلود. پسر خوانده به د اصلي او نسبي زوى په شان ټول حقوق درلودل او په هر څه كې به د نسبي زوى په شان معامله ورسره كيدله. دا رواج دومره خور شوى و چې له مينځه وړل يې آسانه او ساده كار نه ؤ، څرګنده ده چې دې  رواج د طلاق، نكاح، ميراث او نورو معاملاتو په برخه كې له اسلامي احكامو سره تعارض درلود، پدې عادت او رواج كې نور ډير داسې مفاسد او فتنې پټې وې چې اسلام د هغو  د له مينځه وړلو لپاره راغلي و. د همدې جاهلي عادت د ابطال او له مينځه وړلو لپاره الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته امر وكړ چې له زينب بنت جحش سره نكاح وكړي. زينب (رضي الله عنها) د زيد ښځه وه، زيد د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پسر خوانده ؤ يعنې هغه يې په فرزندۍ يا زوى توب نيولى ؤ. زيد چې له زينب سره واده وكړ، له واده نه وروسته د دواړو تر مينځ د ګډ ژوند شرايط نه وو برابر، اختلاف يې سره درلود، نو زيد اراده وكړه طلاقه يې كړي. دا داسې وخت ؤ چې كافران له هرې خوا نه پر مسلمانانو د حملې په حال كې وو، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د مشركانو، يهودانو او منافقانو له تبليغاتو نه ويريده، او دا تشويش يې درلود چې هسې نه   دښمنان لدينه هم دده په خلاف د يوې تبليغاتي وسيلې په توګه كار واخلي، نو خوښه يې نه وه چې زيد خپله ښځه زينب طلاقه كړي. متردد ؤ او څرګنده ده چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا تردد او تمايل له هغه عزم او عزيمت سره پوره برابري نه درلوده، كوم چې له امله يې د الله تعالى له خوا را استول شوى و. الله تعالى پدې مساله كې عتاب ورته وكړ او ويې فرمايل: (وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَؤجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ)) (الاحزاب: 37)

[او كله چې تا وويل هغه (زيد) ته چې انعام كړى ؤ الله پر هغه او انعام كړى ؤ تا پر هغه (په آزادولو سره) چې خپله ښځه وساته او وويريږه له الله ته حال دا چې پټوله تا په زړه كې هغه خبره چې الله يې ښكاره كوونكى ؤ او ته ويريدې له خلكو نه او الله ډير لايق دى چې ويره ورنه ولرې.]

په پاې كې زيد هغه طلاقه كړه او له عدت نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) واده ورسره وكړ. دا نكاح هغه وخت وشوه چې بني قريظه محاصره شوي وو. دا نكاح د الله په امر وشوه او الله دا ورباندې واجبه كړې وه هيڅ اختيار او مجال يې نه ؤ وركړى، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پدې هكله هيڅ بله لاره او اختيار نه درلود. الله تعالى فرمايي: ((فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَراً زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَؤا مِنْهُنَّ وَطَراً وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولاً))            (الاحزاب: 37) [كله چې پوره كړ زيد له هغې ( زينب) نه خپل غرض (او طلاقه يې كړه او عدت يې پوره شو) نو په نكاح دركړه مونږ تا ته دغه (زينب) د پاره ددې چې نه وي پر مؤمنانو سختي او ويال په نكاح كولو د ښځو د ادعياوو کې كله چې تمام كړي دوى خپل غرض ورنه او د الله امر نافذ دى.]

ددې حكم تر شا دا حكمت پروت ؤ تر څو پدې سره د فرزندۍ او پسر خواندګۍ په نامه مشهور شوى جاهلي دود له مينځه يوسي، الله تعالى دې ته اشاره فرمايي: (ادْعُوهُمْ لآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ)) (الاحزاب: 5)

[وبولئ تاسې دغه ادعياء (پسر خواندګان) پلرونو د دوى ته دغه ډير غوره دى په نزد د الله.]

((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ )) (الاحزاب:٤٠) [ندى محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حقيقي پلار د هيڅ يو تن له سړيو ستاسې نه، ليكن رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او خاتم د رسولانو دى.]

ډير عادتونه او رواجونه داسې وي چې په تشه خبره او قول سره نه پريښودل كيږي، بلكه د هغه له مينځه وړل له قول سره عملي مثال ته هم ضرورت لري. همديته ورته يوه پيښه د عمرۍ الحديبيه په وخت كې هم وشوه هغه مسلمانان او اصحاب (رضي الله عنهم) چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د پزې اوبه هم ځمكې ته نه پريږدي بلكه د عروه بن مسعود ثقفي په خوله هغه را اخلي او په بدن يې موښي، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د اوداسه د اوبو په را اخيستلو كې يو له بل سره مقابله كوي، همدوى وو چې له خپل ګران رهبر سره يې  د مرګ بيعت كړى، په همدې ډله كې ابوبكر، عمر او نور ياران وو، همدغو اصحابو (رضي الله عنهم) ته چې له تړون نه وروسته امر كيږي لاړ شئ خپل د قربانۍ څاروي حلال كړئ، ځانونه له احرام نه خلاص كړئ، وينو چې په قولي امر سره يو  هم د حكم تعميل نه كوي، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ددې صحنې په ليدو سره غمګين او خوابدى كيږي، خو كله چې ام سلمه (رضي الله عنها) مشوره وركړه چې لومړى خپله قرباني ذبح كړي، له هيچا سره څه خبره ونكړي، نو بيا به ټول همدا كار عملي كوي. همداسې وشول رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې خپله د قربانۍڅاروى حلال كړ، اصحاب (رضي الله عنهم) ټول پاڅيدل د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) متابعت يې وکړ. د همدې مثال په رڼا كې د قولي او عملي حكم تر مينځ توپير معلومولى شو، او وينو چې عملي حكم څه ډول اغيزه او اثر لري.

له زينب بنت جحش (رضي الله عنها) سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له نكاح نه وروسته منافقانو ډير زهرجن تبليغات وكړل، ډيرې شبهې يې را ولاړې كړې، تردې حده چې ځينې كمزوري مسلمانان ترې متاثر هم شول، پدې وخت كې يو بل مشكل دا ؤ چې له زينب سره واده د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پنځم واده كيده، او مسلمانانو ته خو له څلورو نه د زياتو ودونو جواز نه و، نو دلته دوه مشكله وو: لومړى دا چې دا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پنځم واده كيده، بله دا چې زيد د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پسر خوانده ؤ چې د جاهلي عادت مطابق د هغه له طلاقې شوې ښځې سره واده نه ؤ ورته روا. د همدې مشكلاتو د حل لپاره الله تعالى د احزاب سورت څو آيتونه را نازل كړل دا موضوع ګانې يې ښې وڅيړلې او مسلمانانو ته يې وښودله چې پسر خواندګي په اسلام كې اصل نلري او بله دا چې الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته  د ودونو په هكله داسې امتياز وركړيدى چې بل چا ته نشته، دده لپاره له څلورو نه زيات ودونه روا دي، او د لوړو اهدافو پخاطر الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته دا ځانګړتيا وركړيده.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له امهات المؤمنين (رضي الله عنهن) سره ډير د شرف، عزت  اطمينان، احسان او نيكۍ ژوند وكړ. ټولې بيبيانې د شرف، قناعت، صبر، تواضع، خدمت او حق پيژندنې نمونه وې، كه څه هم رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير د محروميت ژوند تيراوه. انس (رضي الله عنه) وايي: فكر نه كوم چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به تر وفاته نرمه ډوډۍ خوړلې وي او يا يې دې پخپلو سترګوكباب شوى پسه ليدلى وي١.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: ډير ځله داسې كيدله چې دوې، دوې مياشتې به مسلسل او د دريمې مياشتې تر رابره كيدو پورې به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په كور كې اور نه بليده. عروه ورته وويل: ژوند مو په څه تيراوه؟ عائشه وفرمايل: په اوبو او خرما٢. پدې هکله ډير روايات را نقل شويدي.

لدې اقتصادي مشكلاتو سره سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ميرمنو هيڅ اعتراض نه درلود، قانع وې، يوازې يو ځل يې له خپل ژوند او سخت حالت نه شكايت وكړ، خو پدې كې هم لوى حكمت پروت و دا د احكامو د تشريع علت شو، او په همدې مناسبت دا آيت نازل شو:

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحاً جَمِيلاً (28) وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْراً عَظِيماً). (الاحزاب: 28- 29)

[اې نبي! ووايه ته ښځو خپلو ته كه چيرې تاسې غواړئ همدغه ژوندون د دنيا او ښايست ددې بې ارزښته ژوندون، نو راشئ چې فايده در ورسوم او خوشې كړم تاسې په نيكۍ سره او كه اراده لرئ د الله او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او د آخرت پس بيشكه الله تيار كړى دى د صالحينو د تاسې لپاره ډير لوى اجر.]

دې عظيمو ميرمنو د شرف او عزت په حكم ټولو دنيا ته شا كړه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې له هر څه نه غوره وباله يوې هم دا خوښه نكړه چې د دنيا مال او متاع دې وغواړي.

ددې ميرمنو تر مينځ سره لدې چې شميره يې ډيره وه، داسې څه مشكل  ندې پيښ شوى كوم چې معمولاً د بنو تر مينځ واقع كيږي، خو كله نا كله به د انساني كمزورۍ له امله څه ستونزې ً پيښيدلې. او چې كله څه غلطي ور نه شوىې الله تعالى عتاب ورته كړى او دوى بيا هغه ندى تكرار كړى. الله تعالى فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ)). (التحريم:١) د پنځم ايت تر پايه [اې رسوله ولې حراموې هغه څه چې الله درته حلال كړي دي.]

په پاى كې وايم چې د ميرمنو د تعدد په هكله بحث ته ضرورت نشته ځكه ددې مسئلې يعنې د ښځو د تعدد زيات مخالفين هغه كسان دي چې د غربي تمدن نمايندګي كوي، خو كه د اروپا او غربي نړۍ ژوند ته وګورو د هغوى هغه مشكلات او ستونزې تر نظر تيرې كړو، هلته كيدونكي هغه جرايم او جنايات وګورو چې ورباندې راغلي، هغه بدبختۍ او مصيبتونه وشميرو كوم چې له همدې اصل (تعدد) نه د انحراف او انكار له امله ورباندې رالويدلي دي، نو بيا ددې ضرورت نه پاتى كيږي چې  ددې  نظر د ابطال په هكله  نور استدلال وشي، د اروپايانو او ټولو غربيانو عملي ژوند ددې لپاره ښه دليل دى چې تعدد مشكل او نقص نه بلكه ضرورت او حل دى.

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب