د ربیع الاول ۱۲مه

په سپیرو غرونو او وچو دښتو کې چیرته چې د انسانیت او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ نه وو. شراب څښل او زنا عام ګرځیدلي وو، خاوندانو به یې خپلې ښځې له یارانو سره د یوې اونۍ یا یوې ورځې لپاره یو بل ته لیږلې، خپلې لورګانې به یې ژوندۍ په خاورو کې خښولې، کونډې به د حیواناتو په څیر په میراث اخستل کیدې، ښځې به د حیض او نفاس په ورځو کې له کور د باندې ساتل کیدې، د خلیل په سپینه ږیره او د ذبیح په تنکیو لاسونو جوړه کعبه کې د هبل په شمول لس ګونه بتان ساتل کیدل، د کعبې شاوخوا بتانو ته سرونه ښکته کیدل؛ د انساني تاریخ تر ټول ستر جاهلیت همدلته وو.
د جاهلیت په همدغه بدرنګه وخت کې د ربیع الاول د میاشتې 12 مه چې د 571 م کال د اپریل د میاشتې د 22 مې سره سمون خوري د بني هاشم په قبیله کې یو ماشوم وزږید.

داسې ماشوم چې پلار یې له پیدا کیدلو مخکې وفات شوی و، مور یې په ٦ کلنۍ کې وفات شوه او په ١٢ کلنۍ کې یې نیکه هم وفات شو.
په ٢٥ کلنۍ کې یې واده وکړ، تجارت ته یې مخه کړه.
په ٤٠ کلنۍ کې یې د حراء په غار کې د جبرائیل ع له خولې داسې یو غږ واورید چې خوَلې یې ورباندې را ماتې کړې.
د لیک، معرفت او وحدانیت دغه فرمان د یوه ناغیړه قوم تقدیر بدل کړ او په قبیلو ویشل شوي ولسونه یې د یو بیرغ، یو قانون او یو حکومت لاندې راټول کړل.
له چا یې صدیق جوړ کړ، څوک یې فاروق کړ او له چا یې امیرالمؤمنین علی و عثمان جوړ کړ.
له جنګ څخه یې سوله غوره ګڼله، له یارانو سره یې همیش مشوره کوله.

ریښتیا، حیاء، موسکا او میلمستیا یې د شخصیت څرګندې بیلګې وې، د چا توهین، اصراف او افراط یې ګناه ګڼله؛ کله کله به یې د څو ورځو لپاره له نغري دودونه نه پورته کیدل، نه یې درهم او دینار تر شا پریښودل او نه یې څوک ولیعهد وټاکل.
اې رسول الله!! ﷺ

نن ستا د زوکړې ورځ ده ستا امت د ٧٣ ډلو پرځای په ٥٠٠ ګروپونو ویشل شوی، په جهل، جنګ او ورور وژنه کې بوخت دي؛ نن له بیت المال سره خیانت روان دی، ستا امت نن په نړیوال ډګر کې دوه روپۍ ارزښت هم نه لري؛ نو ځکه ماشوم په مکتب کې، امام په محراب کې اوعام خلک په خپلو کورونو کې په سرو وینو کې پټ دي.
اې رسول الله!! ﷺ
یو څو معتصب او کفار غواړي چې ستا شخصیت ته صدمه ورسوي، خو تر ابده به په خپل دغه شوم پلان کې بریالي نه شي. ان شاءالله

ته سید الخلق یې، ته د رحمت سمبول یې، ته د هیلو څرک یې؛ ته به تر قیامته د خپلو امتیانو په زړونو کې اوسیږې ځکه چې ته د انسانیت، اعتدال، مینې او سولې پیغمبر یې.

اللهم صلی و سلم علی سیدنا محمد

الهام الله حیات

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب