د دکتور عائض القرني ۳۰ ارزښتمن نصیحتونه!
۱ _ ورځ مو د سهار په لمانځه او د الله ﷻ په ذکر پېل کړئ ، بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي .
۲ _ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ ، ځکه دغه کار مو شیطان د ځان وژنې تر بریده ناهيلی کولای شي .
۳ _ هېڅکله دعا مه پریږدئ ، ځکه دعا د ژغورنې رسۍ ده .
۴ _ تل په یاد لره چې فرښتې دې خبرې لیکي ، نو داسې څه مه وایه چې وروسته پرې پښېمانه شې .
۵ _ تل خوشبین اوسه ، که څه هم ډېرو ستونزو محاصره کړی وې ، ځکه هر ماښام سهار لري او هره ستونزه د حل لار .
۶ _ که د غمونو او مصیبتونو تر برېد لاندې راغلې دغه کلمه ډېره لوله : لااله الا الله .
۷ _ په خپلو پېسو د غریبانو او فقیرانو دعاوې واخله .
۸ _ اوږدې سجدې کوه ، ځکه اوږدې او له وېرې ډکې سجدې ، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه .
۹ _ تر خبرو کولو مخکې فکر کوه ، ځکه ځينې کلمې وژونکې وي .
۱۰ _ د مظلوم له آه او ښیراوو ځان وساته ځکه د الله ﷻ او دذمظلوم د آه ترمنځ هېڅ پرده نشته .
۱۱ _ که کتابونو ، مجلو او ورځپاڼو ته وخت نه لرې خیر دی خو د قرآن کریم تلاوت هېڅکله مه پرېږده .
۱۲ _ د خپلې کورنۍ د زغم او ډاډ سبب اوسه .
۱۳ _ د خدای ﷻ د رضا لپاره له خپل نفس سره مبارزه کوه ، ځکه نفس تل داسې غوښتنې کوي چې د الله ﷻ د ناراضاتیا سبب ګرځي .
۱۴ _ د مور او پلار لاسونه ښکلوه ، دغه کار جنت ته د تګ لپاره یو سبب کیدلی شي .
۱۵ _ خپل زاړه کالي فقیرانو ته ورکوه ځکه ستا زاړه کالي د هغوی لپاره نوي دي .
۱۶ _ تل کوښښ وکړه خوښ ژوند تېر کړې ، ځکه ژوند تر هغه چې ته یې فکر کوې ډیر لنډ دی .
۱۷ _ د دعا د قبلیدو لار دې د ګناه په وسیله مه تړه .
۱۸ _ که هر څومره سختي او مصیبت کې راګېر يې لمونځ وکړه الله ﷻ به دې مرسته وکړي .
۱۹ _ د ټولو غمونو لامل له الله ﷻ سره واټن دی ، ختم یې کړه چې الله ﷻ دې غمونه ختم کړي .
۲۰ _ که چا دې غیبت وکړ خیر دی خپګان کولو ته اړتیا نشته ، ځکه په خپل لاس خپلې نیکۍ تاته درکوي .
۲۱ _ د جهنم اور او سختۍ را یاد کړه دغه کار دې له ګناه کولو منع کولای شي .
۲۲ _ که غواړې چې نېکمرغي تر لاسه کړې کتابونه مطالعه کوه .
۲۳ _ سبا تر هغې پریږده چې راشي د سبا د حوادثو په اړه مه پوښته ، ځکه ته همدا نن ورځ بوخت یې ! ننۍ ورځ نغده او سبانۍ ورځ نسیه ده .
۲۴_ مه خفه کېږه ! د لمر تاو په یخ سیوري سره وژل کېږي ، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږي او وږی په ډوډۍ مړېږي ، بې خوبی په خوب او ناروغي په روغتیا سره دوا کېږی ! ته لږ صبر وکړه ، نو الله تعالی به خیر کړي .
۲۵ _خلکو ته سینه پراخه کړہ د نیکیو په لارښود او معلم مُحَمَّد ﷺ کې غورہ صفت ھمدا وو چې ھغه خپله سینه د خلکو پر وړاندی پراخه کړې وہ .
۲۶_ له تاسره همېشه د ځواکمنو ، ځواکمن او د غنیانو ، غني ؛ الله تعالی مل دی ، هېڅ وېره مکوه .
۲۷_ همېشه لمونځ کوه ، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلونکی دی .
۲۸_ صدقه کوه ، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه ؛ ښه او نېکه خبره کول دي .
۲۹_ کله چې دې له چا څخه خپل غیبت واورېده ، نو هغه ته ووایه ” له خدایه ووېرېږه .”
۳۰ _ د الله ﷻ او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مینه اختیار کړه .