د دعوت دوې ستنې: دينپوهنه او ځواک

د (دعوت) لومړنى او رښتينى مصداق د (الله تعالى راليږلى دين) دى، او د (داعي او بلونكي) لومړنى او ريښتينى مصداق د (الله پاك راليږلي پيغمبران) عليهم السلام دي د دعوت حقيقت او دهغه پوره او كره پوهنه د الله پاك د دين له حقيقته او په پوره معنا د هغه له پيژندلو څخه عبارت دى.

د الله پاك ستر وروستنى كتاب (قرآنكريم) د دعوت (د اسلام دين) حقيقت په خپله پاڼه پاڼه كې روښانه كړى دى او د الله پاك وروستي پيغمبر (داسلام لومړني داعي اومبلغ) صلى الله عليه وسلم، دغه حقيقت د خپل ټول ژوند په بيه په واقعيت اړولى دى د هغه ژوند او سيرت د ريښتيني داعي مصداق او د هغه معرفي كړى دين د (اسلام) حقيقت دى ځكه خو د هغه ژوند او سيرت، دعوت او داعيانو ته هنداره ده:( لقد کان لكم في رسول الله اسوة حسنة..) تاسې ته په رسول الله کې غوره بيلګه ده.

بنا پر دې د دعوت او اسلام د پيژندلو لومړنۍ مرجع قرآنكريم دى: (( ذلك الكتاب لاريب فيه هدى للمتقين)) او د داعيانو د پيژندلو لار د پيغمبرانو عليهم السلام او د هغوي  د سيرت پيژندل دي.
الله پاك خپل پيغمبران (لومړني داعيان) د ډيرو ښو خويونو تر څنګ په دوو اساسي صفتونو ستايلي چې ښايي د دعوت ستنې يې وبولو:
لومړى: دالله پاك په دين كې پوهه او بصيرت، چې د دعوت اصل او بنسټ او د هغه فكري تاداو جوړوي.
دوهم: دالله پاك د دين دخپرولو او اقامې قوت او ځواك، چې د دعوت ثمره او پايله او د هغه عملي اړخ جوړوي.

الله پاك د (ص) سورت په( ۴۵-۴۷)  آيتونو كې د خپلو پيغمبرانو دعوتي ځانګړتياوې د دعوتي معياري ارزښتونو په توګه داسې بيانوي: (( وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ * إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ * وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ ))
الله پاك په دې مباركو آيتونو كې د نوموړو پيغمبرانو عليهم السلام  د دوو صفتونو: (اولي الايدي والابصار) يادونه كړې ده. تفسيرپوهانو دغه لفظونه داسې تفسيركړي دي:
*اولي الايدي: (اصحاب القوة علي عبادة الله، اصحاب العمل الصالح، اصحاب القوة في الطاعة، اصحاب الاعمال الجليلة، اصحاب القوة في اقامة الدين…)د الله په عبادت کې د قوت څښتنان، د نيک عمل خاوندان، د الله په طاعت کې ځواکمن، د سترو اعمالو ترسره کونکي، د دين په اقامې کې د ځواک څښتنان.

  • والابصار: (اصحاب البصيرة في دين الله، اصحاب العلم النافع، اصحاب البصيرة المشرقة الواعية في امورالدين، اصحاب العلوم الشريفة، اصحاب البصيرة في حقا ئق الامور…)  په دين کې د بصيرت خاوندان ، د گټور علم درلودونکي، د دين په چارو کې د روڼ او ځلانده بصيرت څښتنان، د شريفو علوم درلودونکي، د امورو په حقايقو  کې دبصيرت خاوندان.

چې دغه ټول تفسيرونه يو بل ته نږدې تعبيرونه دي او په مجموع كې د (اولي الايدي والابصار)  مفهوم او حقيقت په ښه توګه روښانه كوي: د دعوت ژوره پوهه او دهغه د خپراوي او اقامې ځواك او قوت.
په قرآني تعبير كې يوه لطيفه نغښتې چې (اولي الايدي) عملي اړخ په (ابصار) فكري اړخ ړومبى شوى اوښايي دا په دعوت كې دعملي او تطبيقي اړخ ارزښت او اهميت ته اشاره وي  چې فكري اصول د هغه لپاره د وسيلې حيثيت لري، او كه د دعوت د عملي اړخ ممارست ونه شي نو بيا تشه فكري زيرمه يا فلسفه خپل ارزښت او افاديت له لاسه وركوي په همدې توګه د قرآن كريم يوه بله اصطلاح دا ده چې د ډيركار او فعاليت څخه په (يد) باندې تعبيركوي او دا ځكه چې په كار او فعاليت كې لاس اساسي ونډه لري او د ټول بدن نمايندګي كوي، او د پوهې، تفكير، غور او نظر څخه په سترګو (ابصار) تعبير كوي، ځكه ليد په فكر او نظركې اساسي رول لري.

علامه زمخشري د همدې آيت په تفسير كې ليكي:
اولي الابصار يعنې د فكر او عمل څښتنان، ته به وايې هغوى چې د آخرت كار پرې يښى، دالله په لار كې جهاد او هڅه نه كوي او ديني فكر او بصيرت نه لري داسې دي لكه ناروغان چې د كار او هڅې توان نه لري او له لاسه يې څه پوره ندي او د هغو په څېر دي چې خپل عقلونه يې له لاسه وركړي او هيڅ ډول پوهه او بصيرت نه لري، دغه آيت هغه خلك په ډاګه كوي چې د الله د دين كاركوونكي ندي او په دين كې دبصيرت څښتنان نه دي… او هغوى رټي چې ولې يې مجاهده او مبارزه پرې يښې ده؟ او فكر او تامل نه كوي؟… سره لدې چې الله پاك د دې هرڅه توان وركړى دى!

امام رازي دنوموړو آيتونو په تفسير كې فرمايي:
انساني نفس دوه قوته لري: قوت عامله او قوت عالمه، له عامله قوت څخه چې كوم تر ټولو غوره عمل صادريږي هغه د الله پاك طاعت دى او له قوت عالمه څخه چې كوم له ټولو غوره عمل صادريږي هغه د الله پاك معرفت دى او له دو هاخوا هر ډول عمل او معرفت بابېزه او بې معنا دى.
ځكه خو د معاصر اسلامي حركت د بيعت له لومړنيو اركانو څخه يو هم فهم او بل عمل دى!

ماخذونه:
ابن كثير، تفسير القرآن العظيم
جارالله الزمخشري، الكشاف
فخرالدين الرازي، مفاتيح الغيب
ابن عاشور، التحرير والتنوير
محمد سيد طنطاوي، التفسير الوسيط
عبد الرحمن بن ناصر بن السعدي، تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان

محمد مزمل اسلامي

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب