د داروین د تکامل  د نظریی تیروتنه او رد

قرانكريم دموجوداتو آنی خلقت له هیڅ نه په لاندې آیتونو کې روښانوی::

آل عمران 47، مريم 35، البقره117، نحل40، يس82 و غافر68:
کله چې دیو شی اراده وکړی وایی چی وشه بیا کیږی. (یس ۸۲)

دداروین دفرضیی پربنا ، حیات دپرله پسی پیښو له کبله خود په خوده تکامل موندلی .اود ژوندیو موجوداتوتکامل له ساده شکلونو نه پیچلو شکلونو ته صورت نیولی. اصلی پوښتنه دلته ده چې چې آیا ژوندی م وجودات په اتفاقی توګه دیو ساده طبیعی بهیرله لارې مینځ ته راغلی اویا داچې دهغوی وجود دیوه پوه اوباخبره خلقت له لوری شوی؟

دتکامل نظریه ادعا کوی چې بې سا شیان دډیرو پېښو په پایله کی دیو بل ترڅنګ راټول شوی اوبیا په بل ګام کې دتصادفاتو په پایله کې دطبیعی پیښو تر اغیز لاندې لومړی دحیات یا ژوند اصلی اوبنسټیزې ستنې اوبیا خپله حیات یی مینځته راوړی. په دې ډول زمان یاوخت، ماده اواتفاقونه دجوړونکی ځواک په توګه پېژندل شوی.

دتصادف اواتفاق لید لوری چې دتکامل یا بشپړیدو په نظریه کی مطرح شوی  دعلم اوپوهې له خوا مردود ګڼل شوی . عملی موندنې له دغې ادعا سره په ښکاره تضاد کی دی چې وایی حیا ت دپرله پسی اتفاقاتو په نتیجه کی دطبعی عواملو تر اغیزې لاندی رامینځته شوی. ځکه نن دژوندیو موجوداتو په مینځ کې داسې بیلګې شته چې ډیرپېچلی جوړښت لری ، اوان چې یو حجره لرونکی موجودات هم حیرانوونکی اوپیچلی جوړښت لری چی داتفاق له مفهوم سره په بشپړه توګه تنا قض  لری.

هغه خارق العاده جوړښت اوطراحی چې په ژوندویو موجوداتو کې لیدل کیږی ، په ښکاره توګه داجوتوی چې ټول ژوند دیو ستر شعور له لوری چې همغه عالم اوکامل الله (ج) دی خلق شوی.

آیا ژوندی موجودات په احتمالی توګه کیدای شی چی یو له بله مینځته راغلی وی؟ نه هیڅکله هم داسې نه ده. علمی معلومات په تیره بیا فوسیلی موندنې او پرتلیزه اناتومی په بشپړه توګه ددې خبرې خلاف ده. په حقیقت کی هیڅ د ډاډ وړ دلیل ددې په اړه چې دبشپړتیا بهیر دځمکې په مخ اتفاقی ده وجود نه لری. فوسیلی موندنی داجوتوی چې دژوو بیلابیل ډولونه دتکامل له لارې قدم قدم په یو اوبل نه دی اوښتی بلکې ټول دغه ډولونه په بشپړه توګه له یو بل څخه بیل اوپرته له کومې ګډې لرغونتیا په یوځلی دخپلو ځانګړو جوړښتونو سره مینځته راغلی. نه الوتونکی له خوزیدونکو څخه مینځته راغلی اونه هم دوچې اوسیدونکی ژوی دکبانو دتکامل له لارې مینځته راغلی. هریوژوی په بیل ډول اوله خپلو ځانګړو اوانفرادی نښانو او ځانګړتیاو سره پیدا شوی، چې ان ددغې نظریی یعنې دتکامل دنظریی  ډیرو نومیالیو پلویانو هم دغه علمی واقیعت منلی او دوی اړ شوی چې هغه دخلقت لپاره دشاهد په توګه په رسمیت وپېژنی.
مارک چارنکی دتکامل دنظریی پلوی اولرغون پېژندوکی وایی چې : دتکامل دنظریی داثبات وړاندې  ستره مانع فوسیلی موندنې دی. په دغو موندنوکی دداروین دنظریی هیڅ یوه تاییدونکی بیلګه نه لیدل کیږی. دژوو ډولونه په ناببره توګه مینځ ته راځی اوهم په ناببره توګه له مینځه ځی.
هغه پرمختګونه او اوموندنې چې په وروستیو ۵۰ کلونو کی په تیره بیا دلرغون پیژندنې، میکرولوژی، جنیتیک اودآناتومی په برخه کی شوی ددې څرګندویی کوی چې دتکامل په اصطلاح نظریه سمه نه ده. ژوندی موجودات په ننی بڼه او له یو بله څخه په جلا توګه دځمکې په سره څرګند شوی. الله (ج) هریو دغه  ژوندی موجودات د(( کن فیکون)) په امر په جلا جلاتوګه پیدا کړی اودایو قطعی او څرګند حقیقت دی.

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب