د خلګو د وخت قدر احترام وساتۍ

دا مونږ ټولو ته څرګنده ده چي په انسان لازمه ده چي د خپل وخت خیال وساتي او له خپل ځان سره د هغه وخت په هکله محاسبه وکړي چي تش یې له لاسه وتلی وي او هغه وختونه غنیمت وګڼي چي ګټه یې ور څخه اخېستلي وي .

په عربي ژبه کي یوه مقوله ده :

الوقت سیف ان لم تقطعه قطعک .

وخت یوه داسي توره ده که څه ورباندي غوڅ نکړې (یعني استفاده ورڅخه ونکړې) نو تا غوڅوي په دې مفهوم چي هم دګټه ور څخه وانه خېستله او هم الله له تاسره د هغه د ضایع کولو په هکله حساب کوي  .

خو مونږ بیا هم کله ناکله له نورو خلګو سره د تعامل په وخت کي په تېره بیا هغه څوک چي وخت یې زیات قېمتي او مصروفیات یې زیات وي لکه د علم او قلم خاوندان د هغوی وخت ته بې ضرورته نقصان رسوو او دا مو له ذهنونو څخه وتلي وي چي د نورو د وخت خیال ساتل او د هغه احترام کول هم زمونږ مسؤولیت او دنده ده .

یو هم له هغو � �یانو څخه چي مونږ هم د نورو وخت ته نقصان ورباندي رسوو او هم خپل وخت ورباندي ضایع کوو داده چي مونږ په بېځایه بحث او مناظرو لاس پوري کوو کېدای شي دا مونږ په خپل فکرمهم او ضروري بولو خو مقابل لوري ته اهمیت ونلري او د وخت ضیاع یې وګڼي نو په کار داده چي بې له دې چي د هغه په ټنډه پوه شو چي نه غواړي بحث اوږد کړي پخپله باید له داسي بحث څخه لاس واخلو او د مقابل لوري د وخت د احترام په خاطر هغه بحث ته خاتمه ورکړو .

عن أبي هریرة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا يحب الله إضاعة المال ولا كثرة السؤال ولا قيل وقال (مسند أبي يعلى)

له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی درې شیان نه خوښېږي د مال ضایع کول ، او ډېرسوال (بسپنه)  کول ، او داسي وویل شول او داسي یې وویل ( یعني ډېري خبري )

که مونږ د ذکرشوي حدیث شریف مضمون ته ځېر شو دا چي د الله تعالی ډېري خبري کول نه خوښېږي عمده راز یې د ویونکي او آورېدونکي د وخت ارزښت  ده او له وخت څخه باید په جدیت سره ددېني او دنیوي کارونو د رغوني لپاره کار واخېستل شي نه داچي په بېځایه خبرو کولو تلف شي .

او کله خو مونږ یو چاته خپل ضرورت ور وړو او له مقابل طرف څخه د هغه ضرورت رفع کول غواړو هغه په وار وار د عجز عذر وړاندي کوي خو مونږ بیا هم ټېنګار کوو او پښې مو ورته غزولي وي چي دا یو هم ډول د هغه وخت ته یو ستر ګواښ متوجه کوي او دهغه د مخت بې احترام ي ګڼله کېږي  .

که مقابل طرف جرأت وکړي اوله مونږ څخه وغواړي چي هغه نور له تاسو سره د زیات مشغول کېدلو لپاره اضافه وخت نلري باید په وېړه ټنډه او په نرمي سره بې له دې څخه چي څه داخلي رنجش محسوس کړوسره له معذرت وړاندي کولو هغه ځای پرېږدو او په اح ترامانه شکل ورڅخه رخصت واخلودا هم یو ډول مونږ دهغه د وخت احترام وساتلو نه دا چي غونی مو ترېو شي او په غصه شو او قرآنکریم مونږ ته دا ادب راښوولی دی .

وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعملون عليم ( النور 28)

او که تاسوته وویل شي چي واپس شۍ نو واپس کېږۍ دا ستاسو لپاره ښه پاکه او غوره خبره ده .

روى ابن جرير بإسناده إلى أنس قال : قال بعض المهاجرين لقد طلبت عمري كله هذه ال� �ية، فما أدركتها أن أستأذن على بعض إخواني فيقول لي ارجع، فأرجع وأنا مغتبط (وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعم� �ون عليم ) ( تفسير الدر الم نثور)

أنس رضي الله تعالی عنه فرمایې چي په صحابه وو مهاجرینو کي یوه کس ویل چي ټول ژوند مي ددې آیت کریمه د مدلول تلاش کولو چي یو څوک راته ووایې چي واپس شه او زه په خوشالي سره واپس شم خو یو و� �ور مي هم داسي و نه موندلو چي دا راته ووایې .

د نورو د وخت د احترام له ساتلو څ خه یو هم دا دی چي کله مونږ د یوه کار په هکله او یا د� �یدني لپاره له هغوی سره وخت وټاکو په کارده په منظم شکل د هغه وخت پابندي وکړو او که د کومو عوارضو او یا ناڅ اپه خنډ په اساس په کي ځنډ راشي باید سره له معذرت وړاندي کولو مقابل لوري ته اطلاع ورکړو.

همدا راز په کار ده چي له یو چا سره د لیدلو لپاره او یا هغه ته د خپل ض� �ورت د وړاندي کولو لپاره د مناسب وخت انتخاب وکړو چي هم مقابل لوری فارغ وي او هم تاپه مینه سره استقبال کړي اوکله چي مونږ د ضرورت په اساس له هغه سره وینو نو چي کله مو هغه مقصد پوره شو او یا مو دا محسوس کړه چي زیات وخت مو ونیولوباید سمد لاسه ور څخه رخصت واخلو ځکه چي کېدای شي مقابل طرف نور کارونه ولري اوله تا څخه ځورېږي او نشي درته ویلای چي ولاړشه خو داسي وي لکه په سکروټو چي ناست وي او ستا د تللو انتظار باسي .

الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ته دا آداب ورښیي چي کله مو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو ته وروغواړي نو ډوډۍ وخورۍ خو د ګپ شپ لپاره مه کېنۍ او دهغه وخت مه ضایع کوۍ او ځۍ خپل کارونه کوۍ په قرآنکریم کي ارشاد دی :

ولكن إذا دعيتم فادخلوا فإذا طعمتم فانتشروا ولا مستأنسين لحديث إن ذلكم كان يؤذي النبي فيستحي منكم والله لا يستحي من الحق (الأحزاب ۵۳)

که رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسي  ته بلنه درکړي نو چي کله مو خوراک وکړ نو خواره � �ۍ او د خبرو اترو مینه مه ساتۍ ځکه چي دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تکلیف رسوي او هغه له تاسو څخه شرمېږي خو الله تعالی له حق ویلو څخه نه شرمېږي .

وخت که د مې� �مانه دی او که د کوربه زیات قېمتي ده او باید مونږ یې زیات خیال وساتو د وخت د زیات ارزښت لپاره  دلاندي دوو حدیثونو په وړاندي کولو سره دې بحث ته د پای ټکی ږدو.

عن بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لرجل وهو يعظه اغتنم خمسا قبل خمس شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك وغناءك قبل فقرك وفراغك قبل شغلك وحياتك قبل موتك(المستدرك على الصحيحين)

له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وس� �م یوه سړي ته نصېحت کولو او ورته و یې فرمایل : پنځه شیان تر پنځو نورو شیانو مخکي غنیمت وګڼه : ستا ځواني ستا تر بوډاتوب مخکي ، ستاروغتیا ستا تر رنځ مخکي ، ستابډایتوب ستا تر  احتیاج مخکي ، ستا ف� �اغت ستا تر ناخلاصي مخکي ، او ستا ژوند ستا تر مرګ مخکي .

عن مُعَاذِ بن جَبَلٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لا تَزُولُ قَدِمَا عَبْدٍ يوم الْقِيَامَةِ حتى يُسْأَلَ عن أَرْبَعِ خِصَالٍ عن عُمُرُهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاهُ وَعَنْ مَالِهِ من أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَا أَنْفَقَهُ وَعَنْ عَلِمهِ مَاذَا عَمِلَ فيه (المعجم الكبير)

له  معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د بنده پښې به د قیامت په ورځ تر هغه وخته له ځایه ونه خوځېږي تر څو چي د څلورو شیانو پوښتنه ورڅخه ونشي ، د ژند پوښتنه چي په څه کي یې تېر کړ ، او د ځواني پوښتنه چي په څه شي کي یې زړه کړه ، او د شتمني پوښتنه چي په څه شکل یې لاس ته راوړه او په څه شي کي یې ولګوله او د علم پوښتنه چي څه یې په کي وکړلو .

إذا وجد الإنسان للخير فرصة   ……………………………………….  ولم يغتنمها فهو لا شكَّ عاجز

کله چي انسان ته وخت په لاس ورغی او ګټه یې ورڅخه وانخېستله نو بې له شکه چي عاجز او کمزوری دی.

په پای کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي مونږ ته � �ه وخت څخه د روغي ګټي اخېستلو توفیق راکړي او د ځان او نورو د وخت له ضیاع څخه مو وساتي (آمین) .

قدوسي سلیمانخېل

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب