د حمل پر مهال ډېر کچالو خوړل د شکر لامل ګرځي

امريکايي ډاکټران وايي، چې ښځې بايد د حمل پر مهال د کچالو له ډېر خوراکه ځانونه وساتي؛ ځکه چې د اوونۍ په اکثرو ورځو کچالو يا چپس خوراک د شکرې پيدا کولو ستونزې ډېروي.

د برتانيې طبي ژورنال ليکلي، چې د ۲۱۰۰۰ حامله ښځو معاينه يې کړې، چې ډېری يې د حمل پر مهال د کچالو خوړلو له امله په شکرې اخته شوي دي.

د برتانيې خوراکي مشورو ادارې دا نه دي ويلي، چې اوونۍ کې بايد څومره کچالو وخوړل شي، خو حاملو ښځو ته يې سپارښتنه دا ده، چې د کچالو په خوړو کې ډېر احتياط وکړي.

د طبي کارپوهانو په وينا کچالو په وينه کې خواږه په ډېره چټکتيا خپروي.

د حمل پر مهال د بدن اړتياوې زياتې وي او په ځينو حامله ښځو کې دغه وخت د شکرې پيدا کېدو چانس ډېر وي.

د حمل پر مهال پيدا شوې شکرې ناروغي ژر ورکيږي، مګر دمور او ماشوم پر روغتيا اوږدمهالې اغېز لرلی شي.

۱۹۹۱م راهيسې تر ۲۰۰۱ د حامله نرسانو په روغتيايي حالت څېړنې ښيي، چې له حمل وړاندې يوې يې هم د شکرې ناروغي نه درلوده.

ډاکټرانو به هر څلور کاله وروسته د دغو نرسانو طبي معاينه کوله او د حمل پر مهال به يې د شکرې ناروغۍ هم راجستر کولې.

د لسو کالو په ترڅ کې د ۲۱۶۹۳ ښځو د روغتيايي حالت له څېړلو وروسته په دوی کې ۸۵۴ ښځې په شکرې اخته ښوول شوي دي.

د طبي کارپوهانو په وينا د حمل پر مهال شکره د بې هوښۍ، کانګو او لوړ فشار لامل ګرځي.

زموږ د معلوماتو له مخې ښځې بايد په خپل ژوند او په ځانګړې توګه د حمل پر مهال خپل وزن مناسب وساتي، معتدل خواړه وخوري او په فزيکي توګه فعاله ښځه د شکرې له ګواښه خوندي وي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب