حاجى دى په تلبيه كښى له ذكرشووكلموڅه شى نه كموى كه نورى ښى كلمى ورسره زيادى كړى پروانلرى، كله چه حاجى پسله غسل نه احرام واغوندى او نيت وتړى اولمونځ وكړى اوتلبيه ووايى نو احرام بندشو، پررسول مقبول (ص) دى درود ووايى اويوه ښه جامع دعا دى وكړى، كه د چاعربى دعا زده وى اوپه معنى ئې هم پوهيږى هغه دعادى وكړى اوكه دچاعربى دعا زده وى خوپه معنى ئې نه پوهيږى يا ئې هيڅ دعربى دعازده نه وى په خپله مورنۍ ژبه دى دعاوكړى احرام بنده حاجى به له الله (ج) نه ډيره ويره كوى.
هغه عملونه اوخبرى چه الله (ج) منع كړيدى له هغونه به ټينګ پرهيزكوى لكه جماع، فحش اوبيكاره خبرى، دښځى په مخ كښى دجماع خبرى، غلا، غيبت، له انډيوالانوسره جنګ دحيوان يا خزنده وژنه، چاته دښكار د ځاى ښونه، دښكاردحيوان ښونه اوداسى نور همدارنګه ګنډلې جامه، قميص ياپرتوګ به نه اغوندى لنګوټه ياخولى به نه پرسركوى، چپنه يابالاپوښ ياكرتى به نه اغوندى موزى يابوټونه به نه په پښوكوى، كه دچاسره د احرام څپلى نه وى موزى دى داسى پرى (غوڅى) كړى چه د پښوبجلكى پټى نكړى مخ اوسربه نه پټوى خوشبويى دى په ځان ياپه احرام نه پورى كوى، د سر يا د نور بدن ويښتان دى نه خريى كه څه هم د بغل يا ترنامه لاندى ويښتان غټ شويوى.
د ږرى او بريتو ويښتان دى نه غوڅوى كه څه هم د ږيرى ويښتان ترقبضه اوږده وى، نوكان دى نه غوڅوى، هغه جامه دى نه اغوندى چه په (ورس) يازعفران يا(عصفر) سره رنګ شويوى، ورس د يوخوشبويه واښه نوم دى چه په يمن كښى پيداكيږى اوعصفر هم د يوقسم وښونوم دى چه دجامودرنګولودپاره استعما ليږى، احرام بنده حاجى ته روادىچه دجنابت يادګرمى د ليرى كولو دپاره غسل وكړى يا حمام ته داخل شى خوصابون به نه استعمالوى اونه به په نوكانو ياكيسه سره ځان موږى يوازى به اوبه پربدن تويوى، احرام بنده حاجى ته اجازه ده چه دسيورى طلب وكړى يادچترى ترسيورى لاندى كښينى، دپيسو، پاسپورټ يا د سفر د اسنادو دساتنى په هكله دى هميانى تر ملا وتړى مګر سر اوږيره دى دخطمى په ګل نه وينځى ځكه چه هغه خوشبويه دى، دهرلمانځه وروسته او لوړځاى ته د ختلوپه وخت ياكومى شيلى ته دكښته كيدوپه وخت يا دسواره خلګوپه ليدلوسره دى تلبيه ډيره ډيره وايى .
كله چه احرام بندحاجى دمكى شريفى ښارته داخل شى اول دى له مسجدحرام نه شروع وكړى اوپه ليدلوسره دكعبى شريفى د خونى دى دغه تكبيراودعاووايى ﴿ الله اكبر الله اكبر لااله الا الله والله اكبر ولله الحمد اللهم افتح لى ابواب رحمتك وعفوك ومغفرتك واحسانك وكرمك ياالله يارحمن يا رحيم اللهم زدبيتك هـذا تشريفا وتكريما وتعظيما وزد ياربى لمن شرفه وكرمه ممن حـجه اوعتمر تشريفا وتكريما وفضلا يا ارحـم الراحـمين وصلى اللـه عـلى سيدنا محمد واله و اصحابه وعلينا معهم اجمعين ﴾ كه دچادغه دعاپه عربى زده نه وى يائې په معنى نه پوهيږى ډيره به ښه وى چه په مورنى ژبه د زړه له جوشه دعاوكړى.
بيادى له حجراسودنه شروع وكړى وحجر اسودته مخامخ دى لاسونه تر اوږو پورته كړى او دلاسوخپړى او ورغوى دى وحجراسودته برابركړى تكبيراوكلمه دى ووايى كه ئې قدرت ووحجراسوددى مچ كړى اومسح دى كړى (دحجراسود مچول اومسح كول سنت دى مګرانسانانوته تكليف او آزار وركول حرام دى) دحجراسودله راسته لورى نه دى دمكى شريفى دروازى ته نژدى طواف شروع كړى په طواف كولوكښى دى دپټى يوسر پركيڼه اوږه واچوى اوبل سر دى ترښى بغل راوباسى بيرته دى پر كيڼه اوږه واچوى يعنى ښى اوږه به لوڅه وى.
دحاطم شريف د باندى دى پركعبه شريفه اوه ځلى راوګرځى خوپه اول دروځلو كښى به رمل كوى (په وړو اوچابكو ګاموتګ او اوږه ښورول رمل بلل كيږى)، په پاته څلورځلوكښى به عادى تګ كوى رمل به نه كوى، هرځل چه حجراسودته راورسيږى كه ئې قدرت ووهغه به مسح كوى اوطواف دى دحجراسودپه مسح كولوختم كړى، بيا دى په مقام ابراهيم (ع) كښى دطواف دختم دوه ركعته واجب لمونځ اداكړى، د مسجدحرام په هره برخه كښى دغه دوه ركعته لمونځ اداكول صحيح دى، مقام ابراهيم هغه ډبره ده چه دحضرت ابراهيم (ع) د دوو پښونښانى پكښى پاتى دى.
كله چه حضرت ابراهيم (ع) او دده زوى حضرت اسمعيل (ع) دكعبى شريفى دخونى آبادى كول نوحضرت ابراهيم (ع) به پردغه ډبره ولاړوو او دكعبى شريفى ديوال ئې لوړوى، ډبره به په قدرت دقادرمطلق پورته او كښته تلل لكه نننۍ دخټګر ا نوكوازه، دغه ډبره په اول كښى د كعبى شريفى ددروازى واړخ ته په ديوال پورى وه كله چه دخلګو ټولۍ ډيرى شوى طواف كونكى اولمونځ كونكى نه سره ځائيدل نوئې مقام ابراهيم واوسنى ځاى ته راوړ اودهندارى په غرفه كښى ئې كښيښود، دحاجى لومړى طواف دطواف قدوم په نوم ياديږى چه د مكى مكرمى شكريه ده، دغه طواف سنت دى واجب نه دى.
دمكى مكرمى پراوسيدونكوباندى نشته، بيادى حاجى له مسجدحرام نه دصفا د دروازى له لارى دصفاوغره ته ولاړشى كه څه هم پرنورو دروازو ورتګ روادى كوم حرج نشته خودصفا د دروازى له لارى ورتګ افضل دى، څه قدردى دصفا غره ته وخيژى چه بيت الله شريفه ووينى مخامخ دى وبيت الله شريفى ته ودريږى تكبير، كلمه شريف او درود دى پرنبى عليه السلام ووايى خپل حاجتونه دى له الله پاك نه وغواړى ( دغه ځاى ددعا د قبليدودى) د صفاله غره نه دى راكښته شى د مروه دغره پرلورى دى په عادتى تګ سره روان شى چه دشيلى مابين ته ورسيږى د دووستونو(ميلانو) ترمابين دى منډه ووهى ځكه چه نبى عليه السلام دلته منډه كړيده (اوس حكومت دغه شيله ډكه كړيده دوى ستنى شته چه دهرى ستنى پربرابرښى او كيڼ لورى ته زرغونه څراغونه دى، اول دوه څراغونه دمنډى شروع او آخر دوه څراغونه دمنډى ختم دى) چه مروه ته ورسيږى نودسعيى يو شوط پوره شو اوشپږ نورپاتى دى.
بيادى د مروه وغره ته لوړ وخيژى كله چه مكه شريفه ووينى نوهغه كارونه دى وكړى چه دصفاپرغره ئې كړيوه يعنى تكبير، تهليل، درود او دعا دى ووايى پدغه توګه دى شروع له صفااوختم پرمروه باندى اوه شوطونه پوره كړى، نو د فقر اوالتجاء لاسونه دى درب الجليل په لوى درباركښى پورته كړى ور(دروازه) دى ور وټكوى په ژړادى دزړه له جوشه دهغه څه طلب وكړى چه زړه ئې غواړى خوپه غوښتنه كښى دى امت دحضرت سروركائنات فخرالموجودات محمدرسول الله (ص) نه هيروى، محرم دى دمكى شريفى په ښار كښى استوګن شى هركله چه ئې زړه وغواړى طوافونه دى كوى د هر اوه شوطه طواف وروسته دى دوه ركعته واجب لمونځ اداكوى .