د حضرت مهدی (رض) په هکله د اهل سنتو عقيده

د حضرت مهدی (رض) په هکله چې جناب رسول (ص) څه فرمايلی دی اوپر هغه د اهل حق اتفاق دي د هغو خلاصه داده چې :
دی مبارک به د حضرت بی بی فاطمة الزهرا  (رض) د نسل څخه وي دده مبارک نوم به محمد وي او د پلار نوم به يې عبدالله وي ،لکه څه ډول چې زوی په صورت او سيرت کې دپلار سره مشابه وي په همدې ډول به دی مبارک هم په شکل ،شباهت ،اخلاقو او شمائلو کې دجناب رسول الله  (ص) سره مشابه وي .
دی مبارک به نبی نه وي اونه به پر ده باندې وحی نازليږي ، نه به د نبوت دعوه کوي اونه به څوک دده پر نبوت باندې ايمان راوړي .
دده مبارک او دکفارو تر منځ به ډير خونړي جنګونه کيږي .
دده مبارک په زمانه کې به د دجال خروج کيږي او دی مبارک به د دجال د لښکرو په محاصره کې راګيريږي ، پوره د سهار د لمانځه په وخت به د دجال د وژلو لپاره حضرت عیسی  (ع) د آسمان څخه رانازليږي او دسهار لمونځ به دحضرت مهدی  (رض)  په اقداء کې کوي ، دلمانځه څخه ورسته به د دجال خواته مخ کړي هغه لعين به وتښتی حضرت عیسی  (ع) به په هغی پسې تر شا ولاړ شي اوپه باب لد کې به يې ووژني .
د دجال لشکر به هم ووژل شي او ديهوديت او نصرانيت يوه يوه علامه به يو په بل پسی له منځه ولاړه شي .
داهغه عقيده ده چې د جناب رسول الله  (ص) څخه نيولی صحابه کرام  (رض) ،سلف صالحین ،تابعين او ائمه مجتهيدين مبارک ددی معتقد دی .

(فتاوی ابوالمختار – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۲۶۷) .

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ