د حضرت فاروق رضي الله عنه عظمت او خاکساري

 

کله چي الله جل جلاله د مسلمانانو وړوکي ټولي ته پر فارسیانو د قادسیې په میدان کې ستره فتحه ورکړه، نو سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه یو قاصد د سعد بن عمیله په نوم د فتحي او بري له لیک سره امیر المؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ولېږه، څو د مسلمانانو امام له دې ستر او لوی بري څخه خبر کړي.

دا دی د سعد رضي الله عنه قاصد د مدینې منورې حدودو ته را ورسېدل او د مدینې منورې د خرماوو د باغونو په لیدلو سره یې زړه له خوښۍ په ټوپونو شو، ځکه هغه سپیڅلې ښار ته د ننوتلو په حال کې وو چې اوسېدونکو ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوربتوب ویاړ په برخه شوی وو.

ده پر ټوله لار د فاروق اعظم د څېرې او بڼې او د خلافت د ربار د شان او شوکت په اړه مختلف تصویرونه په خپل ذهن کي راوستل او په لومړي ځل د هغه ستر انسان د لیدو او له هغه سره د خبرو سعادت ورپه برخه کېدی چې د ختیځ او لویدیځ د مغرورو شاهانو غرور یې په خاورو کي را وغورځاوه.

روان دی چې یو ناڅاپه یې لارې ته نژدې د یوې غونډۍ په څوکه یو یوازې انسان ولید، چې ده ته یې د لاس په ښورولو د ودرېدلو اشاره  وکړه،  خو” سعد بن عمیله” غوښتل یوه شېبه هم ضائع نه کړي او زر تر زره آمیرالمؤمنین ته ځان ورسوي،

نا اشنا سړی په منډه له غونډۍ را کوز شو او پر اوښ د سپاره لار یې ونیوله او ویې پوښتل:

ته له کومه ځایه راغلی یې؟

هغه په بې پروایي ځواب ورکړ:

له قادسیې څخه.

او بیا یې له درېدو پرته  اوښ ته متروکه ورکړه

نا اشنا سړی له هغه سره په منډه روان شو ترې ویې پوښتل:

د الله ﷻ بنده له هغه ځایه دې څه خبر راوړی دی؟

الله ﷻ مشرکینو ته ماته اوشکست ورکړ؟

ته سعد بن وقاص را استولی یې؟

هو کې ؛

الله دي تاته خیر درکړي،  ما له ډېرو ورځو راهیسي ستا لاره څارله ماته د جګړې کیسه وکړه!

قاصد بې له دې چي ودرېږي نا اشنا سړي ته یې وکتل ، له ډېرې ساده جامې سره د هغه په څېره کي یو رعب وو چې پر ده یې اغېزه وکړه.

له لږ ځنډ وروسته یې د قادسیې د جنګ کیسه پیل کړه:

“سبحان الله “!

د ناپېژندوی د خوښۍ دا حال وو چې د ښار تر کوڅو پورې یې د سعد بن ابې وقاص رضي الله عنه له قاصد سره منډې وهلې ، کله کله به یې د جګړې په باب د پرلپسې پوښتنو څخه پر اوښ سپور پریشانه سو او په خپل زړه کی به یې پوښتل دا به څوک وي؟

کله چي هغه ولیدل چې هغه کس چی زماسره یې منډې وهلې خپله عمر بن الخطاب رضی الله عنه دی او خلک سلام ورته کوي،

نو دې وخت کې په سعد بن عمیله باندې د پښېمانۍ خولې را ماتې شوې او ویې ویل:

آمیر المؤمنینه ما وبخښه !

تا خپل نوم راته ونه وایه،  که نه له ما به دا ګستاخي نه کیده.

آمیر المؤمنین په ډاډه زړه ځواب ورکړ:

زما وروره هیڅ خبره نه ده،  ته خپلو خبرو ته دوام ورکړه! ابن عمیله هڅه وکړه چې له اوښ څخه کښته شي،  خو هغه منع کړ او همدغسې یې په خبرو تر هستوګنځي ورسره ولاړ،  بیا یې د حضرت سعد بن وقاص رضي الله عنه د لیک له لوستلو او شاوخوا ته راټولو کسانو ته د فتحې له مبارکۍ ورکولو څخه وروسته وویل:

مسلمانانو! زه باچا نه یم چې ستاسو د غلام کولو هیله وکړم،  زه پخپله د الله ﷻ غلام یم ، که زه ستاسو خدمت وکړم او تاسو ارام ویده شئ نو دا زما نېکمرغي ده.

که زما دا هیله وي چې تاسو دې زما دروازې ته و درېږئ نو دا به زما بدمرغي وي، زه تاسو ته په خبرو نه بلکې غواړم په عمل تعلیم درکړم.

دا وو د مسلمانانو اسلاف او اتلان چي په خوشحالۍ او غم دواړو کې له مسلمانانو سره وو. زما ځان دې ترې قربان وي.

راټولوونه او زیاتوونه : عزام حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب