د حضرت عمر (رض) داسلام راوړلو قصه
د حضرت عمر(رض) پاک نوم هم دمسلمانانو لپاره وياړ دئ دده مبارک دايمان دجذبې له امله (١٣٠٠) کاله وروسته دکافرانو په زړه کي وېره پرته ده ، عمر(رض) د اسلام راوړلو څخه مخکي د مسلمانانو په تکليف ورکولو کي مشهور و درسول اللهr د وژني هڅي يې کولې، يوه ورځ د کافرانو يوه جرګه جوړه سوې وه په دغه جرګه کي غوښتنه سوې وه چي څوک به محمد(ص) ووژني ؟ عمر(رض) وويل : زه به يې ووژنم ، خلګو ورته وويل : بېشکه ته يې وژلاى سې ده هم دستي توره را واخيسته د محمد(ص) د وژني قصد يې وکړى کله چي دى را روان سو پر لاري سعد بن ابي وقاص(رض) په مخه ورغلى پوښتنه يې ځني وکړه چي چيري ځې اې عمره ! عمر(رض) ورته وويل : ځمه چي محمد(ص) ووژنم ( العياذ باالله) د بنو زهره قوم سعد بن ابي وقاص(رض)ورته وويل : څومره بې فکره سوى يې که ته محمد(ص) ووژني دبنو زهره قوم ، د بنو هاشم قوم او دبنو عبد مناف قوم به تا ووژني عمر(رض) ته درد (غصه) ورغله او ورته وې ويل : فکر کوم چي ته هم بې دينه سوى ( مسلمان سوى ) يې ؟ نو اول به ستا کار دروکړم يعني وه به دي وژنم بيا به ګورم ، دا خبره يې وکړه توره يې راوکښل سعد بن ابي وقاص(رض)([1]) وويل : هو زه مسلمان سوى يم خپله توره ده هم را وکښل د دواړو طرفو څخه د تورو وارونه شروع سوه دجګړې په اوږدو کي حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) و عمر> ته وويل : ته لومړى د خپل کور څخه ځان خبر کړه چي ستا خپله خور او اخښى دواړه مسلمان سوي دي ، عمر(رض) چي دا خبره واورېده د درد څخه ډک سو او برابر د خور کور ته روان سو د خور کور ته چي ورسېدئ دده اخښي حضرت خباب(رض) چي مخکي يې قصه تېره سوه دروازه تړلې وه دخپلي ميرمني سره يوځاى دقرآنکريم په تلاوت بوخت و عمر(رض) په زوره دروازه ووهل حضرت خباب(رض) دده د ږغ سره دننه پټ سو دقرآن کريم سېپاره د چابکۍ له امله دباندي ځني پاته سوه خور يې دروازه خلاصه کړه د عمر(رض) په لاس کي يو شى و په هغه يې خور په سر کي ووهل او ورته وې ويل :
[irp][irp] دخپل ځان دښمني! بې دينه سوې ( مسلمانه سوې ) يې ؟ دخور تر سر يې ويني رواني سوې عمر(رض) دننه ورغلى و اخښي ته يې وويل : څه مو کول او دا آواز د چا و ؟ اخښي يې ورته وويل خبري اتري مو کولې عمر(رض) ورته وويل : ايا تا خپل دين پرايښى او بل دين ته اوښتى يې اخښي يې ورته وويل : که بل دين حق وي نو بيا ؟ عمر> چي دا واورېدل دستي يې اخښى تر ږيره ونيوى ږيره يې ځني وکښل پر مځکه يې را غوځار کړى ښه يې وواهه خور يې د خلاصولو کوشش کاوه خو ده پرمخ باندي په دومره زور سره په چپلاخه ووهل چي تر مخ يې ويني رواني سوې آخر داخو هم دعمر خور وه ورته وې ويل : موږ په دې وجه وهل کيږو چي مسلمانان سوي يو بېشکه موږ مسلمانان يو څه چي ستا په وس وي هغه وکړه په دغه حالت کي د عمر(رض) پرهغه سپاره سترګي ولګېدې چي په تلوار کي دباندي پاته سوي وه او دقرآنکريم اياتونه پرې ليکلي وه په دغه وخت کي د عمر(رض) درد په وهلو کم سوى و او دخور وينه يې وليده چي ډېره بهېدلې وه شرم ورغلى نو خورته يې وويل : ښه ته راته ووايه داڅشي دئ ؟ خور يې ورته وويل : ستا لاس نا پاکه دئ ناپاکه لاس ودې سپارې ته نسي ورتلاى عمر> چي هر څومري ټينګ سو خو خور يې و بې اودسه او بې غسله چاته د قرآنکريم اياتونه نه ورکول آخر عمر(رض) ولاړى غسل يې وکړى او هغه پاڼه يې واخيستله په دغه پاڼه کي سورة طه ليکلى و او ويل يې شروع کړل ، کله چي تر إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (14) پوري ورسېدئ حال يې بدل سو خور او ا خښي ته يې وويل : ښه دئ ما هم د محمد(ص) خدمت ته بوزئ ددې خبري په اورېدلو سره حضرت خباب> دباندي راووتى او ورته وې ويل : اې عمره ! زه تاته زيرى درکوم چي پرون دپنجشنبې په ورځ رسول الله(ص) داسي دعا وکړه ، چي اې الله(ج) ! په عمر او ابو جهل کي چي کوم يو تاته خوښ وي په هغه سره اسلام ته قوت ورکړې يعني مسلمان يې کړه ( دوى دواړه په قوت سره مشهور وه ) خباب(رض) زياته کړه : معلوميږي چي د رسول الله(ص) دعا ستا په هکله قبوله سوې ده ددې څخه وروسته عمر(رض) درسول الله(ص) وخدمت ته حاضر سو او دجمعې په سهار يې اسلام راوړى .([2])کله چي حضرت عمر(رض) مسلمان سو د کافرانو مرال ټيټ سو خو بيا هم مسلمانان يوه کوچنۍ ډله وه او په کافرانو ټوله مکه ډکه وه بلکي ټول عرب کافران وه د عمر> په مسلمانېدو کافرانو نور هم زور واخيستى مشورې او جلسې يې شروع کړې او د با عزته مسلمانانو د له منځه وړلو کوشش يې کاوه او بېلا بېل پلانونه يې جوړول مګر مسلمانانو ته دعمر(رض) په مسلمانېدو يو وياړ ور په برخه سو هغه داو چي مسلمانانو په مسجدحرام کي په ښکاره لمونځ کول شروع کړه،حضرت عبدالله بن مسعود(رض)فرمايي:دعمر(رض) مسلمانېدل دمسلمانانو فتحه وه او هجرت يې دمسلمانانو ملاتړ و او خلافت يې رحمت و.([3])
([1] ) ځينو علماؤ دده پر ځاى د بل صحابي نوم ليکلي دئ