د حضرت عایشې رضی الله عنها اخلاق

 

ام المومینین حضرت عایشه رضی الله عنها له کوچینیوالي څخه ترځوانۍ پوري ټول عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تیر کړ. هغه پيغمبر چی نړۍ ته داسلام خپرولو اومسلمانانو ته دلارښوونې لپاره راغلی وواو د داسي اخلاقو خاوند وو چی نړۍ کې ساری نه لري. حضرت عایشه رضی الله عنها ډیر لوړ اخلاق درلودل، هغه رضی الله عنها ډیره سخي ،دینداره او صبرناکه میرمن وه.

د حضرت عایشې رضی الله عنها د اخلاقو ځیني بیلګې لاندي بیا نوو:

د خاوند اطاعت:

حضرت عایشه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم دخوشحالۍ او رضایت لپاره دیر زحمت ایسته او همیشه به په دې فکر کې وه، څو داسي څه وکړي چی د هغه صلی الله علیه وسلم د مسکا باعث شي.

دهغه په کم خفګان خفه کیدله او په خوشحالۍ یې خوشحاله کیدله. حضرت عایشې رضی الله عنها هیڅکله د انحضرت له خبري انکار نه دی کړی.

حضرت عائشه رضی الله عنها د هغه صلی الله علیه وسلم په اشاره پوهیدل. یو وار حضرت عایشې رضی الله عنها دخپلې خونې په دروازه دعکسونو والا پرده ځړولې وه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی نو تندی یې ګو نځي شو، حضرت عایشې رضی الله عنها یې په تبیت پوه شوه او پو ښتنه یې وکړه چی یا رسول الله! له ما څخه کومه تیر وتنه شوې ؟ رسول الله ورته وفرما یل: عایشې، په هغه کور کې چی عکسونه وي ملایکې نه ورته راځي. حضرت عایشې رضی الله عنها په هغه ساعت پرده لیري کړه.

دیني ژوند:

حضرت عائشه رضی الله عنها خپل ټول ژوند اسلام ته وقف کړی وو. دا رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره څنګ په څنګ ولاړه وه، ددوی په کور کې نه مال نه دولت نه کومه دارایي وه، خو هغه څه چې ددوی له خوراک څخه پاته کیدل په دې لاره کې به یې مصرفول. همدارنګه حضرت عایشه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای د تهجد لمونځ ته ولاړیدل او کله کله به اعتکاف کی هم ورسره یو ځای وه.

خدمت کول:

حضرت عایشې رضی الله عنها سره له دې چې په کور کې خدمت ګاره درلوده، خو بیا هم هغې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول کار په خپله کاوه ، ډ وډۍ به یې ورته پخوله، داودس اوبه یې ورکولې ، تر دې چې دهغه صلی الله علیه وسلم وریښته یې ورته ږمنځول او په بدن مبارک یې عطر ورته وهل.

له بنو سره چلند:

د یوی ښځې لپاره بن تر ټولو تریخ شی ده. خو ام المؤمینین حضرت عایشه رضی الله عنها له یوې څخه تر اتو بنو سره ژوند کړی دی.

هغه رضی الله عنها خپله وایي چی رسول الله به همیشه دحضرت خدیخې رضی الله عنها یادونه کوله که څه هم هغه ژوندی نه وه. همیشه به یې ماته د هغې ښیګڼې بیا نولې، دهغې له خوا به یې قربانې کوله، دهغی ملګرو ته به یی ډالۍ او سو غاتونه استول، خو بیا هم حضرت عایشې رضی الله عنها دهغې دفضلیت څخه دانکار نه دی کړی.

حضرت زینب او حضرت عایشی رضی الله عنهما به کله ناکله سره خفه شوې. خو بیا هم حضرت عایشې رضی الله عنها به دهغې ستاینه کوله. خپله حضرت عایشه رضی الله عنها ویل چی زینب بنت جحش رضی الله عنها به زما سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته سیالي کوله خو ما دهغې څخه پرهیز ګاره ، سخي او دینداره نه ده لیدلې.

حضرت عایشه رضی الله عنها په ټولو میرمنو کی په رسو ل الله ګرانه وه خو دهغې ګرانښت په ښایست او یا مال پسی اړه نه لري بلکی حضرت عایشې رضی الله عنها داسی اخلاق خپل کړی وه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ځان تیر کړی وو.

خلاصه دا چې حضرت عایشه رضی الله عنها دتقوا، زړورتیا قناعت او دنورو ډیرو صفاتو خاونده وه. د هغې ژوند د هرې مسلمانې ښځي لپاره نمونه ده، هرې مسلمانې ښځي ته لازمه ده چې د هغې رضی الله عنها ژوند مطالعه کړي او هغې د ژوند هره برخه په خپل ژوند کې عملي کړي.

لیکنه: ام یوسف (سعید)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ