د حدیثونو تراجم، تعالیق او شرح الاثار کتابونه څه ته وايي؟
تراجم څه شی دی؟
داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې ډير احاديث په يو سند سره روايت او ليکل شوي وى لکه شافعي عن مالک ، عن نافع ، عن عمر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم که په دغه سند څومره احاديث وليکل شي نو تراجم بلل کيږي .
تعاليق څه شی دی؟
هغه ډول کتاب دى چې داحاديثو متنونه پکې ليکل شوي وي او سندونه يې خذف شوى وى . اوسندونه يې نه وي ليکل شوي
شرح الاثار څه شی دی؟
د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو موضوع په ښکاره ډول متضاده وي او بيا په کې يو مصنف په خپل کتاب کې ددغه تضاد مطابقت يا دترجيح وجه (علت) وښايي نو دغه ډول ته شرح اثار وايي دا کار هغه علماء کرام کولاى شي چې په علم حديث، فقه او پر اصولو پوره پوهه او مهارت ولري لکه د امام شافعي الاختلاف الاحاديث ، دامام طحاوي معاني الاثار او مشکل الاثار ډير ښه کتابونه دي .
فضل قادر انډیوال