د حج درې ډولونه
حج درى قسمه دى
١. د قران حج:
هغه دى چه حاجى له ميقات نه په نيت دحج اوعمرى احرام وتړى يعنى داحرام ترلمانځه وروسته ووايى نيت مى دى دزړه داخلاصه چه اداكړم حج اوعمره ياالله ته ئې راته آسانه كړى اوته ئې رانه قبول كړى، كله چه مكى شريفى ته ورسيږى دعمرى احكام دى اداكړى يعنى اوه (٧) شوطه طواف دى پركعبه شريفه وكړى اوپه شروع سره دطواف دى دتلبيى ويل پريږدى خوپه اول درى شوطوكښى به په لوڅه اوراسته اوږه اولږ چابك تګ سره اوږه ښوروى، په پاتى څلورو شوطوكښى دى اوږه نه ښوروى په آرامه سره دى تګ كوى، له طواف نه وروسته دى دصفا او مروه اوه (٧) شوطه سعيه وكړى چه دغه احكام دعمرى دى له دغه سعيى نه ورورسته به بل طواف قدوم او بله سعيه دحج دپاره وكړى او داخترترورځى پورى به احرام بندوى، چه داخترپه ورځ جمرۀ عقبه(دلوى شيطان څلى) وولى نودقران دحج دشكريى دم دى اداكړى يعنى يوپسه يا اومه حصه دغوائي ياداوښ دى حلال كړى.
كه دحاجى سره دشكريى دحيوان پيسى نه وى نودحج په ورځوكښى دى درى روژى ونيسى چه آخره ورځ ئى دعرفات ورځ وى، كه وخت ورنه تيرشويعنى دعرفات شپه تيره شوه او روژى ئې نه ونيولى دشكريى دم ورباندى لازم شوله هره چه ئې پيداكوى شكريه به كوى، كه ئې بياهم د شكرئې پيسى پيدانكړى نوكله چه خپل كورته ورسيږى اوه (٧) روژى دى ونيسى، ددغو روژو نيول وروسته دحج له افعالوڅخه په مكه شريفه كښى هم روادى، كه قارن مكى شريفى ته داخل نه شو او سيده عرفات ته ولاړى پرعرفات ودريدى نوعمره ئې پريښودل قارن نه شميرل كيږى، دقران له كبله د شكريى دم ورباندى نشته ځكه چه قارن ندى مګردعمرى د دم شكريه ورباندى شته اوهم به دعمرى قضاء راوړى .
٢. دتمتع حج:
دوه قسمه دى يوهغه متمتع دى چه هديه (پسه يا اوښ يابل حيوان) له ځان سره مكى شريفى ته بوزى، بل هغه متمتع دى چه هديه ورسره نه وى، د تمتع حج هغه دى چه له ميقات نه يوازى دعمرى په نيت احرام وتړى كله چه مكى شريفى ته ورسيږى پركعبه شريفه اوه (٧) شوطه طواف وكړى خو دطواف په شروع سره دى دتلبيى ويل پريږدى دصفا اومروه اوه شوطه سعيه دى وكړى اوځان دى حلال كړى يعنى سردى وخريى احرام دى خلاص كړى اوخپلى جامى دى واغوندى، بيابه دلوى اختر د مياشتى په اومه نيټه له مسجدحرام نه دحج په نيت احرام وتړى اودحج ټول احكام دى اداكړى لكه مفردحاجيان چه ئې اداكوى پرمتمع حاجى باندى دشكريى دم لازم دى كه حاجى د شكريى پيسى نه درلودى نودحج په ورځوكښى دى درى روژى ونيسى يا دى په خپل كوركښى اوه روژى ونيسى،
كه دتمتع حاجى له ځان سره مكى شريفى ته هديه بيولى وه اوهديه اوښ يا اوښه وه نوپه غاړه دى بنۍ ياڅپلۍ وروځړوى يادى داشان يوه بله علامه په پورى كړى چه دغه حيوان دهديى په صفت وپيژندل شى، ځكه چه دهديى حيوان څوك له خوړلواوچښلوڅه نه منع كوى، دغوايى هديه هم يوه نښانى غواړى خوپسه چه دحاجى سره وى نښانى نه غواړى، امام ابويوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه دهديى د اوښ اشعاردى وكړى يعنى د اوښ بوك دى له راسته طرف نه ورڅيرى كړى اوپه وينودى دغه بوك وررنګ كړى مګر امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه اشعاردى نه كوى، مصنف (رح) ديارانو (رح) قول دامام اعظم (رح) ترقول دمخه كړيدى ځكه چه فتوى پر قول ديارانو ده، په هدايه كښى ذكرشويدى اشعاردامام اعظم ابو حنيفه (رح) په قول مكروه دى اوديارانو(رح) په قول ښه كاردى پدغه مسئله كښى ابن القيم، ابن تيمة اخبلى او اتباع دمحمدبن عبدالوهاب النجدى اعتراض اومخالفت كړيدى، دوى وايى سره لدى چه نبى عليه السلام دغه كاركړيدى اوصحابه كرامو(رض) اشعاركړيدى اوپدغه باب په بخارى شريف اوصحيح مسلم اوپه صحاح سته ووكښى مكررډيراحاديث شته نوامام حنيفه (رح) څرنګه اشعارمنع كوى يائې مكروه بولى.
دمخاليفينو ځواب دا دى چه فيقۀ اوبوجعفرطحاوى (رح) چه دامام اعظـم ابوحنيفه (رح)پ ه مذهب كښى اعلم الناس ګڼل كيږى اوامام ابومنصور الماتريدى (رح) وايىچه امام اعظم (رح) اصل اشعارمكروه نه ګڼى ټوله حديثونه په اشعاروكښى صحيح اوحدته رسيدلى دى، څرنګه چه دامام اعظم ابوحنيفه (رح) په وخت كښى خلګو اشعارداسى كول چه چاړه به ئې داوښ په بوك كښى ښخه كړه بيابه ئې كش كړه هغه ټپ به چنجيان وكړه اووروست به شوحيوان به له خوړو ولويدى اوهلاكت ته به نژدى شو، امام حنيفه (رح) دغه رنګه اشعارمكروه ګڼى اومنع ئې ځكه وكړه چه ددغسى اشعارومخه ونيول شى، كه څوك د اشعارصحيح طريقه وپيژنى او زده ئې وى يعنى د اوښ دبوك پوست لږ څه په چاړه څيرى كړى اوچاړه غوښى ته ونه رسوى نودامام حنيفه(رح) په مذهب مكروه نه بلكه رواده اوښه كارئې ګڼى، امام كرمانى (رح) وايى چه دغسى حكم د اشعارد امام حنيفه (رح) په مذهب كښى صحيح دى، امام قوام الدين (رح) پدغه قول سره تصريح كړيده او امام كمال الدين ابن الهمام (رح) چه دفتح القديرمصنف دى همدغسى وايى، بدرالدين العينى (رح) دبخارى شريف په شرح كښى هم پدغه توګه تصريح كړيده همدارنګه په ردمختاركښى هم بيان ورته شته .
كله چه هديه والامتمتع مكى شريفى ته داخل شى اوه شوطه طواف دى وكړى اودصفا او مروه سعيه دى وكړى خوداتم (٨) تر ورځى دحج داحرام تړلوپورى به ځان نه حلالوى، پردغه متمتع باندى د شكريى دم شته، كه ئې دحج احرام د اتم د ورځى نه مخكى وتړى روادى، داخترپه ورځ دسرخريلو وروسته له دواړو احرامودحج اودعمرى نه خلاص شو، هغه كسان چه كورئې پر ميقات وى ياله ميقات نه دمكى شريفى وخواته ئې كوروى د قران ياتمتع حج ورته روانه دى كه ئې وكړى ګنهګاردى اوهم دم ورباندى لازم دى، كه هديه والامتمتع له عمرى نه وروسته خپل كورياښارته راوګرځيدى او هديه ئې نه وه بيولى نوتمتع ئې باطله شوه.
كه چادحج له مياشتونه مخكى په نيت دعمرى احرام وتړى اودعمرى طواف ئې ترڅلورشوطه كم وكړ بيا دحج مياشتى داخلى شوى دعمرى دطواف پاته شوطونه ئې دحج په مياشتوكښى پوره كړه اودحج احرام ئې وتړى نومتمع شوځكه چه داكثرحكم دكل دى نودغه حاجى چه اكثرشرطونه ئې دحج په مياشتوكښى پوره كړه لكه ټوله عمره چه ئې دحج په مياشتوكښى پوره كړه، همدا رنګه كه دغه حاجى دحج دمياشتوترمخه دعمرى دطواف څلور ياډيرشوطونه اداكړل بيادحج مياشتى داخلى شوى اوپه دغه كال ئې حج وكړنومتمتع نه شميرل كيږى ځكه چه دعمرى دطواف ډير شوطونه ئې دحج دمياشتونه مخكى كړيدى، دحج مياشتى د كمكى اخترمياشت.
د ميانى مياشت اودلوى اختردمياشتى لس ورځى دى، كه حاجى دعمرى د احرام تر مخه دحج په نيت احرام وتړى نوحج ئې ثابت شودحج احكام به اداكوى، كه ښځى ته په احرام كښى حيض ورغى نوغسل دى وكړى ټول احكام دحج دى پرځاى كړى خوترڅو چه له حيض نه خلاصيږى پركعبه شريف دى طواف نه كوى ځكه چه احرام تړل اوتلبيه ويل له جنابت سره منافى نه دى، كوم غسل چه كوى هغه د احرام دپاره دى دپاكۍ دپاره نه دى، منى ته دى ولاړه شى عرفات ته دى ولاړه شى شيطانى څلى دى وولى مګرڅرنګه چه طواف په مسجدكښى دى نومسجدته دحايضى داخليدل منع دى، دصفا او مروه سعيه دى هم نه كوى ځكه چه دسعيى نه مخكى طواف لازم دى، كه ښځه پرعرفات له دريدو وروسته حايضه شوه يا دطواف زيارت له شروع نه ورسته حايضه شوه دكعبى شريفى څخه دى ليرى شى اوطواف دى پريږدى، په سبب دطواف دنه كولوهيڅ شى ورباندى نشته ځكه چه رسول لله (ص) وحايضى اونفاسى ښځى ته دصدردطواف دپريښولواجازه كړيده .
٣. افراد (مفرد) حج:
هغه دى چه حاجى له ميقات نه يوازى د حج په نيت احرام وتړى كله چه مكى شريفى ته ورسيږى پركعبه شريف به اوه (٧) شوطه طواف په نيت دطواف قدوم وكړى كه ئې دصفا او مروه سعيه په نيت دحج دسعى كول سعيه دى وكړى خو سربه نه خريى او د اخترترورځى به احرام بنده وى كله چه ئې د اخترپه لومړۍ ورځ جمرۀ عقبه (دلوى شيطان څلى) په ډبرو وويشتى نوځان به حلال كړى اواحرام به خلاص كړى خپلى جامى به واغوندى، امااعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه دقران حج تر تمتع او دافرادترحج افضل دى، امام شافعى (رح) وايى چه دافرادحج افضل دى، امام مالك (رح) هم وايى چه اول افضل دقران حج دى بيادتمتع حج دى او بيا د افرادحج دى، امام احمد (رح) وايى چه اول افضل دتمتع حـج دى بيـا د افـرادحـج دى اوبيا د قـران حـج دى .