د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر وپېژنئ!
شټول هېوادونه له خپلو ګاونډيانو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټيکي، سوداګریزې او ورته نورې اړیکې لري. ددې چارو د ښه ترسراوي لپاره اړینه ده، چې بندرونه او هوايي ډګرونه جوړې شي. افغانستان هم د ګوتو په شمېر هوايي ډګرونه لري، چې یو ستر هوايي ډګر “د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر” دی. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ډګر په اړه لا ډېر پوه شئ.
د کابل نړیوال هوايي ډګر
دا چې د یاد نړېوال هوايي ډګر په سمه توګه وپېژنو، لومړی به یې په اړه ځينې عمومي معلومات ترلاسه کړو. ددې ډګر اړوند عمده مشخصات په دې ډول دي:
د کابل نړیوال هوايي ډګر
لنډه تاریخچه:
دا هوايي ډګر د لومړي ځل لپاره په “۱۹۶۰م” کال کې د شوروي انجینرانو لخوا جوړ شو. د لومړي ځل لپاره بهرنیو ګرځندویانو له دې ډګر څخه لیدنه وکړه او د ډګر فعالیت پیل شو. خو د ثور له انقلاب وروسته دا لړۍ په ټپه ودرېده.
ورپسې د افغانستان او شوروي ځواکونو له لورې له دې ډګر څخه ګټه اخیستل کېده. مګر کله چې د طالبانو واکمني وه، د نړېوالو بنديزونو له کبله یې فعالیت په ټپه ودرېد.
ورپسې کله چې د ۲۰۰۱ زیږیز کال د سيپټمبر په یوولسمه ناټو ځواکونو پر افغانستان برېد وکړ، یاد هوايي ډګر هم بمبار شو. خو کله چې “ISAF” ځواکونه په افغانستان کې مېشت شول، ورو ـ ورو ددې ډګر چارې عادي شوې. په “۲۰۰۵” زیږديز کال کې ورته د رادار نوی سیسټم ولګول شو. د نړېوالو الوتنو لپاره په “۲۰۰۸” زیږدیز کال کې د جاپان په مالي مرسته د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوی ترمینل جوړ شو.
که څه هم د رادر سیستم په “۲۰۱۰ز” کې هم ښه شوی و، مګر په “۲۰۱۲م” کې د نوي رادار سیستم په مرسته د افغانستان ټوله هوا تر پوښښ لاندې شوه.
باید ووایو، ددې ډګر لومړنی نوم “د افغانستان هوايي ډګر” و. مګر وروسته په “۲۰۱۴م” کال کې ملي شورا د حامد کرزي د ترسره کړو خدمتونو ته د درنښت په پار یاد هوایي ډګر نه د “حامد کرزی نړېوال هوايي ډګر” نوم ورکړ. چې ولسمشر محمد اشرف غني دا چاره تصویب کړه.
چې د امارت تر بیا واکمنېدو سره یې نوم بېرته ( د کابل نړیوال هوايي ډګر) باندې بدل شو.